جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
خبرونه وایی، چې په وروستیوو څو ورځو کې په هلمند کې د کولرا ناروغۍ له امله ۲۰ کسان مړه شوی دی.
د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست وایی، په باغران ولسوالۍ کې په کولرا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر لا معلوم نه دی، خو د دغه ریاست د لومړنیوو مالوماتو له مخې ۱۸ تنه له دې ناروغۍ مړه شوی دی.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر سید احمد سعید وېیلی: “پخوانی مرکزونه شته او موږ ورته دری څلور نور هم جوړ کړی دی. درمل او شاوخوا ۳ ډاکتر په سیمه کې شته دی..”
د نوموړی په خبره، اوس سیمه تر کنترول لاندې ده او هڅه کېږی، چې دغه ناروغۍ نورو سیمو ته خپره نه شی.
نوموړی وایی، په مړه شویو ماشومان، ښځې او لویان هم شامل دی.
خو د باختر اژانس د خبر له مخې د هلمند ولایت په باغران ولسوالۍ کې د کولرا ناروغۍ له امله د مړو شویو شمېر ۲۰ کسه ښودل شوی دی.
باختر اژانس لیکلی، چې ډېر کسان په دغه ناروغۍ اخته شوی، خو د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست بیا وایی چې د اخته شویو کسانو شمېر لا مشخص شوی نه دی.
د هلمند ولایت د باغران سیمې اوسېدونکی وضعیت د اندېښنې وړ بولی.
د یادونې ده، چې له دې وړاندې د افغانستان په سویل پکتیکا او خوست کې هم په زلزله ځپلو سیمو کې هم د کولرا ناروغۍ د خپرېدو راپورونه ورکړل شوی وو.