روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په نړۍ کې د مجازی پیسو ارزښت مخ په کمېدو دی

د نړۍ تر ټولو د مشهورې مجازی پیسې بېټ کاین ارزښت تر ۲۱ زره ډالره ټیټ شو. د انفلاسیون د زیاتېدو او د ونډو د ارزښت له کمېدو سره په نړۍ کې د مجازی پیسو ارزښت مخ په کمېدو دی. د تېر کال له منی څخه تر اوسه د مجازی پیسو ارزښت څه باندې ۶۵ سلنه لوېدلی دی.. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د بیټ کاین ارزښت ۶۸ زره ډالرو ته رسېدلی و.په مجموع کې د مجازی پیسو د بازار ارزښت، چې د تېر کال په نوومبر کې ۳ ترېلیون ډالره و، اوس یو ترېلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید