روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

په ننګرهار کې د ډینګی تبه ډېره شوې

په ننګرهار کې د ډینګی تبې له ډېرېدو وروسته په پلازمېنې کابل کې هم خلک اندېښمن کړی دی.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی امېد چې یوه اوونۍ مخکې په ډینګی تبې اخته شوی وایی، زړه بدوالی، د عضلاتو او سترګو درد د دې ناروغۍ نښې دی. امېد وایی، په ننګرهار کې د حشراتو زیاتوالی لامل شوی چې دی په دې ناروغۍ اخته شی.

هغه زیاتوی: “دې ناروغۍ څو ورځې په تکلیف کړم. له خلکو مې غوښتنه دا ده چې خپلې روغتیا ته پام وکړی. په ننګرهار کې میاشی او نور حشرات ډېر دی، په دې خاطر موږ باید وقایوی تدابیری لرو.”

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی ساحل چې خپلوان یې په ډینګی تبې اخته شوی، د دې ناروغۍ ډېرېدو ته اندېښمن دی.

هغه وایی: “دا یوه خطره ناکه ناروغی ده. مخکې له مخکې باید د دې ناروغۍ مخه ونیول شی.

ډینګی تبه هغه ناروغی ده، چې له یو ډول غوماشې څخه انسان ته انتقالېږی او په روغتیا ناوړه تاثیر کوی.

د نړۍ د روغتیایی سازمان د څېړنو پر بنسټ وقایه او مخنیوی د دې ناروغۍ د کمېدو لپاره غوره لاره ده، ځکه ځانګړې درملنه یې لا تر اوسه نه کېږی. د دغه سازمان په وینا د دې ناروغۍ د مخنیوی ښه لاره دا ده، چې په ولاړو اوبو او نورو هغو ځایونو کې چې غوماشی ژوند او هګۍ کوی، له منځه یوړل شی.

دغه سازمان وایی، په هغو سیمو کې چې غوماشی دی، له پشه خانو څخه دې استفاده وشی او همدا ډول د ډینګې تبې او مخنیوی په اړه یې او د حشرو د له منځه وړلو په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی وشی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وایی، دا ناروغۍ د تېر کاله په پرتله ډېره کمه شوې ده.

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان د اګېسټ په ۴مه راپور ورکړی و، چې په ننګرهار وکې د جون له ۱۲مې د جولای تر ۳۰مې د ډینګې تبې ۶۴ پېښې ثبت شوې دی.د دغه سازمان د راپور پر بنسټ په دوی کې ۴۷ تنه ښځې او یو شمېر هم له ۵ کلونو پورته نجونې وې.

په راپور کې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د استازی ډاکتر لو دپنګ له قوله وېیل شوی، چې د ناامنیو، طبیعی پېښو او د ناروغیو له خپرېدو سره افغانان له پېچلو بشری ستونزو سره مخ دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید