جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
په هیواد کی د روانی راتپل شوی جګړی څرنګوالی او د جرړ د راسپړنی په هکله د هر ورځی په تیریدو سره د لمسونکو لاس وهنه رابربڼډیږی او د افغان چارواکو ادعاوی په رښتینتوب بدلون مومی. ځکه چی زموږ په هیواد کی د روانی جګړی جرړی په پاکستان کی راټوکیږی او له هغه ځایه زموږ په هیواد کی د مرګ ژوبلی او ورانی له پاره د پاکستان د څارګری اداری له خوا لمسول شویو ترهګرو ډلو ته پلان ورکول کیږی او بیا زموږ هیوادته د مرګ ژوبلی له پاره رالیږل کیږی.
نړیوال او هیوادوال پوهیدلی چی د ترهګرو ځالی په پاکستان کی دی او پاکستان د خپلو ناوړه موخو د ترلاسه کولو له پاره د هیڅ ډول ناوړه هڅو څخه دریغ نه کوی کله په یوه نامه او کله په بل نامه زموږ په هیواد کی د جګړی اور ته لمن وهی او د هیواد د ورانی څخه لاس نه اخلی. نو ځکه په وار وار په نړیوالو غوڼډوکی د افغان دولت مشرتابه په هیواد کی د پاکستان د لاس وهنی ناوړه سیاست ته په کتو سره نړیوال هڅولی چی په پاکستان کی د ترهګرو ډلو پټن ځایونه چی نه تنها افغان دولت ته ګواښ ګڼل کیږی بلکی د سیمی او نړی له پاره هم د ګواښ او ویری اچونی لامل ګرځی. ځکه چی ترهګر پولی نه پیژنی کیدای شی چی ددی ترهګریزی جګړی دګواښ لمن نورو ګاونډیو هیوادوته وغزل شی. خو پاکستان چی د دوه مخی او مکرجن سیاست څخه په کار اخستنی سره وتوانیده د نړیوالو په ځانګړی توګه د امریکا او د هغوی د انډیوالانو څخه په ډیره هوښیاری سره ترهګرییزی جګړی په ضد ځان شریک وګڼی او له دی لاری زیاتی مرستی او امتیازونه ترلاسه کړی چی دا کار یی د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس اوباما تروریستی واکمنی یوری دوام ورکړو. خو کله چی د امریکا په واکمنی کی بدلون رامنځ ته شو او په افغانستان کی د جګړی د اوږدیدو او د امریکایی پوځیانو د مرګ ژوبلی په هکله فکر وکړو نو اړ شول چی په خپله تیره ستراتیژی کی بدلون راولی او د یوی ژوری او هر اړخیزی ارزونی او څیړنی له مخی وتوانیږی چی د جګړی په پوره څر نګوالی وپوهیږی او د جګړی د راټوکیدو پرځای ذګی فکر وکړی.
امریکایی لوړپوړو چارواکو ته جوته شوه چی ترهګر چیرته روزل کیږی او د څه له پاره یی افغانستان ته د جګړی له پاره رالیږی. همدا وجه وه چی ولسمشر دونالد ترامپ د نوی ستراتیژی پربنسټ د پاکستان سره په ورکړل شویو مرستو او داړیکو په پیوند بیا کتنه وکړه او له پاکستانه یی وغوښتل چی د ترهګرو پټن ځایونه له مینځه یووسی او د ترهګړو ډلو د تمویل او تجهیز څخه لاس واخلی ګنی د امریکا له مرستو څخه به برخمن نه شی پاکستان چی د تیر په څیر د غولونکی سیاست څخه کار اخسته وی نه غوښتل چی د ترهګرو روزنیز مرکزونه بند کړی ځکه هغوی د ترهګرو په وسله په سیمه او نړی کی خپل شوم هدفونه لټوی نه غواړی چی دغه ارزانه ملیشه له لاسه ورکړی. نو له دی امله د امریکا او پاکستان اړیکی پکه او بی خونده شوی. خو اوس چی د پاکستان په واکمن عمران خان تیرو واکمنانو پر سیاست د نیوکی او نیمګړتیا څرګندونی رابرسیره کړی تمه ده چی خبری او عمل یو شان شی تر څو په سیمه او نړی کی د ترهګرو د ګواښ لمن ټوله شی.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چی د بهرنیو اړیکو کونسل په نامه څیړنیزی اداری سره په غونډه کی وویل: د پاکستان استخباراتی شبکی آی اس آی د القاعده ډلی د وسله والو په ګډون ټول هغه وسله وال روزلی چی دده په خبره په افغانستان کی یی جګړه کوله. د عمران خان د اعتراف خبری په داسی وخت کی راڅرګندیږی چی د امریکا او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ خبری په ټپه دریدلی او ترامپ ګوت څڼډنه کړی چی په افغانستان کی د ثبات په اړه د ډاډ د ترلاسه کولو له پاره به متحده ایالات د خپلو افغان شریکانو سره همکاری ته دوام ورکوی و به لیدل شی چی د پاکستان لومړی وزیر تیرو لاس وهونکو کړنو ته په کتو سره په راتلونکی کی څومره بدلون راوستی شی آیا د پاکستان د استخباراتی کړیو څخه څومره په خپلواکه توګه د چارو سمبالښت پر مخ وړی شی او کنه خو مناسبه او غوره به داوی چی عمران خان که غواړی چی په سیمه کی امنیت ټینګښت ومومی او د هیوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته شی نو شونی ده چی په سیمه کی میشت وګړی د نورو پرمختلو هیوادو په څیر د هوساینی او د ژوند د آسانتیاو څخه برخمن شی ځکه د پرمختګ او لاس ته راوړنو له پاره سوله او سوکالی اړینه ده نو هیله ده چی عمران خان د تیرو واکمنانو په څیر تیروتنه ونه کړی او هغه لاری ولټوی چی د پرمختګ او هوساینی اوږدمهاله لار رالڼډوی.
هارون