روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په سوله ییزو خبرو کله باور او کله بی باوری

په هیواد کی دروانی جګړی دپای ته رسیدو له پاره هغه وخت سوله ییزی هڅی راګړندی شوی چی دملی یووالی دحکومت دمشرتابه په نوښت دسولی دعملی طرحی دعملی کیدو له پاره په جګړه کی ښکیل بهرنی هیوادونه وهڅول شول چی جګړه دروانو جګړییزو ناخوالو دحل لار نه ګڼل کیږی باید دیوه مناسب او ژور بدلون له مخی داسی لار ولټول شی چی جګړه پای ومومی او دهمیشنی سولی له پاره لارهواره شی نو له دی کبله دایتلافی ځواکونو په سرکی دامریکا دمتحده ایالاتو جمهور رییس دپوځی سلاکارانو په مرسته او مشوره په خپلو ستراتیژیکو چارو کی دبدلون په راوستنی سره دترهګرو دملاتړ ځایونه په نښه او په خپلو اړیکو کی یی له سره کتنه پیل کړه.
دی ډول کړنو آهسته آهسته دسیمی دهیوادو په نیت کی بدلون راوست یو شمیر هیوادونو دامریکا دولسمشر دریځ دسیمی او زمونږ په هیواد کی دترهګرییزو بریدونو په هکله دملاتړ وړ وګرځید خو ځینو هیوادونو له پاره سخته او دمنلو وړ ونه ګرځیده ځکه دپاکستان هیواد چی دجګړی دوام ورته دلنګی غوا شدی ګڼل کیدلی او ددی لاری توانیدلی وه چی دغولوونکی او دوه مخی سیاست له مخی زیاتی مرستی دترهګرو سره دمبارزی په پلمه دامریکا او دهغی داڼډیوالانو څخه مختلفی مرستی ترلاسه کولی نو شونی نه وه چی دترهګرو پټن ځانونه له مینځه یووسی او یایی دملاتړ څخه لاس واخلی نو هڅه یی وکړه چی دنورو لارو په لټون سره دامریکا او دهغی انډیوالانو دمرستو تشه دنورو هیوادو لکه روسیه، چین او ایران څخه را ډکه کړی خو ونه توانیدل چی ددغه پریمانه او زیاتی بی پوښتنی مرستی ځای ذګی پیدا کړی یو لړ مانوری چی دمخالفو وسله والو طالبانو سره دمسکو اړیکی یی تمثیل کړی هیڅ ځای ذګی و نه نیوه او دهری ورځی په تیریدو سره دپاکستان دپوځی ځواک زیات لګښت دستونزو سره مخامخ شو په همدی توګه پاکستانی چارواکی دډیرو هیوادو دمرستو دترلاسه کولو له پاره هلی ځلی وکړی خو تردی دمه زیانمن شوی اقتصادیی و نه رغاول شو ځکه امریکا او دهغی پلوی هیوادونه دخپلو ستراتیژیکو هدفونو له پاره هڅه کوله چی پاکستان به دیوه رښتینی او وفادار ملګری په توګه په ملګروتوب کی پاتی شی او ددوه مخی سیاست پرځای به روڼ او ژمن سیاست غوره کړی خو دپاکستان حکومت چی دڅارګری اداری له خوا اداره کیږی ددی وس پیدا نه کړو چی په هیواد کی دترهګرییزو ډلو ټپلو دتمویل او تجهیز مخه ونیسی او یا دپټن ځایونو دله مینځه وړولو په هکله یی عملی ګامونه واخلی نو دامریکا مشرتابه غوره وګڼله چی پاکستان ته ترهغه په مرستو کی ځڼډ راولی ترڅو چی په دوه مخی سیاست کی یی بدولو ن نه وی راغلی.
دامریکا دچارواکو دی ډول کړنو وښوده چی پاکستان به هرو مرو دسیمی له پاره دامریکا دستراتیژی په عملی کیدوکی مرسته کوی او هغه غوښتنی چی امریکایی په افغانستان کی دسولی درامنځته کیدو له پاره لری په رښتینی او عملی توګه دعمل جامه ورو اغوندی.
اوس مهال را جوتیږی چی پاکستان به دعملی لارو چارو له مخی دامریکا باور ترلاسه کړی او یوځل بیا به دامریکا له مرستو څخه برخمن شی خو شنونکی وړاندوینه کوی چی امریکاییان باید دتیر په څیر خوش باوره ونه اوسی ترڅو چې پاکستانی چارواکې دخپلو ژمنو په ترسره کیدو کې عملی ګامونه پورته نه کړی ځکه هغوی دسولی په خبرو اتروکې ددی توان لری چې مخالف وسله وال طالبان دی ته اړکړی چې د افغان دولت سره دسولی خبری پیل او دجګړی په پای ته رسیدو کې ښی چاری ترسره کړی.

زلمی خلیل زاد چې دپاکستان او امریکا د اړیکو دعادی کیدو له پاره یې مڼډی ترړی ترسره کړی تمه لری چې پاکستان به دسولی په رامنځ ته کیدو کې ښه ګامونه واخلی ځکه دسولی رامنځ ته کیدل د دواړو هېوادو په ګټه او دخلکو دهوساینی له پاره ارزښتناکه ګڼل کیږی. هیله ده چې دپاکستان اوسنی چارواکې دتیرو ناوړو او زیان رسونکو سیاستونو څخه تجربه ترلاسه کړی وی او دهغی وینا له مخی چې عمران خان د امریکا دسولی په تحقیقاتی انستیتوت کې کړی وفادار پاتی شی ځکه عمران خان را بربڼډه کړی چې اوس ددی وخت را رسیدلی چې پاکستان په خپله لاس وهونکی ستراتیژی کې بدلون راولی اوپه افغانستان کې دلاس وهنی پرځای دسولی په رامنځ ته کیدو کې مرسته وکړی نوبه لیدل شی چې د پاکستان لومړی وزیر چی په خبروکی یی د خپل پوځ په استازیتوب وینا کوله څو مره د پوځ د استخباراتی پلانونو څخه په خلاص مټ ژمنی عملی کولی شی. او وبه ښودل شی چی د مخالفو وسله والو طالبانو سره په لیدوکتو کی چی امریکاته یی د خپل سفر په ترڅ کی ژمنه کړی وه چی طالبان به اړ کړی چی د افغان  دولت سره مخامخ خبری پیل کړی خو د عمران خان د لیدو کتو په هکله د مخالفو وسله والو طالبانو سره څه نه دی رابرسیره شوی او د طالبانو په مخالف دریځ کی هم کوم بدلون نه ترسترګو کیږی ځکه د افغان دولت د سولی په چاروکی د دولت وزیر عبدالسلام رحیمی په راتلونکو نیږدو دوه اونیو کی ددولت او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ په یوه اروپایی هیوادکی د خبرو پیل کیدل رابرسیره کړل خو د مخالفو وسله والو طالبانو ویاند بیا د دولت د استازو سره مخامخ خبری رد کړی او د امریکایی پلاوی سره یی د بیا خبرو اترو په پیل کیدوکی د پرمختګ ډاډ ورکړو.

دا خبری په داسی وخت کی راڅرګندیږی چی زلمی خلیل زاد د جولای په ۲۸مه پر خپل ټویټرپاڼه کی لیکلی چی د بین الافغانی خبرو په اړه په کابل کی ډیری اوازی دی ددی له پاره چی خبره واضح شی بین الافغانی خبری به هغه مهال پیل شی کله چی موږ امریکا او طالبان خپل توافقات نهایی کړو.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید