روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په دوحه کی د سولی د خبرو د پرانستی غونډی څخه د ملاتړ څرګندول

د ډیر اوږد او پیچلی ځڼډ وروسته د افغان دولت د مرکچی پلاوی او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرواترو د پیل کیدو پرانستی غونډه په دوحه کی پرانستل شوه تمه ده چی دا غونډه د هیوادوالو د تمی سره سم خپلی راتلونکی غونډی په داسی فضا کی جوړی کړی چی د زغم او باور ترڅنګ د سولی ستونزمنه غوټه راپرانستل شی. باوری یو چی که افغانان په خپلو کی د یوه بل سره خپلی ستونزی رابرسیره کړی نو کولی شی چی د لاس وهونکو د لاس وهنی پرته پرستونزو برلاسی پیدا کړی او په هیواد کی څوکلنه ناوړه جګړه پای ته ورسوی.
د ډله ییزو خپروندویه رسنیو له رپوټونو له مخی د اتیا څخه د زیاتو هیوادو استازی او د ټولنیزو نړیوالو سازمانونو استازی به په آنلاین ډول ګډون ولری غونډه د قطر د بهرنیو چارو وزیر په وینا پیل شوه. رپوټونه لیکی چی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم به غونډه کی د غونډی ګډونوالو سره خپلی وړاندوینی شریکی کړی. ډیری هیوادوالو چی په ډیری بی صبری د افغانانو ترمنځ د سوله ییزو خبرو پیل کیدو ته شیبی شمیرلی اوس یی د ډیرو کلو هیلی پوره شوی او دی ته لیواله دی چی خبری ښی لاس ته راوړنی ولری او د افغانانو اوږدمهاله جګړه پای ته ورسیږی.
یو شمیر سیاسی شنونکی چی په کور د ننه او بهر د افغانانو ترمنځ جګړه او سوله له نیږدی څاری په خپلو وړاندوینو کی څرګندوی چی که افغانان د زغم او د یوه او بل منلو ته لومړیتوب ورنه کړی نو ستونزمنه به وی چی په نیږدی راتلونکی کی جګړه پای ته ورسیږی او سراسری او همیشنی سوله رامنځ ته شی ځکه چی یوشمیر ستونزی چی په کور دننه او بهر شتون لری لا نه دی هواری شوی نو هیله ده چی د سولی پرمخ هرډول ستونزی که په کور د ننه او بهر وی هیواری شی ترڅو تل پاتی سولی ته لاس رسی ومومو. وار دمخه د هغو وړاندینو په هکله خبری اتری چی لاتراوسه د خبرو اترو اجندا معلومه نه وی او د جګړی ښکیلو غاړو له خوا نه وی وړاندی شوی نو ولی رابرسیره کیږی او ولی مخکی له مخکی ورباندی ټینګار کیږی غوره به وی چی د ښکیلو غاړو وړاندوینو ته په تمه پاتی شو او د خبرو دواړو غاړو ته د پراخه غیږ د خلاصون او د مناسبی لاری د لټون وړاندیز وکړو ځکه پرته د ستونزمنو وړاندوینو په هکله خبری اتری بله لار نه شی مندلی هرو مرو به په ډیرو پیچلو او ستونزمنو مسلو خبری ترسره کیږی ترڅو د حل لار ورومندل شی. د افغان دولت او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل کیدو په وړاندی خورا زیاتی ستونزی او خنډونه رامنځ ته شول خو افغان دولت چی سولی ته د رسیدو هدف ته ځان رسوی د مختلفو لارو په لټون سره ټولی راپیدا شوی پلمی او خڼډونه له مینځه یووړل او مخالفو وسله والو طالبانو سره یی د خبرو اترو د پیل کیدو له پاره لار هواره کړه.
باوری یو چی د یو شمیر لاس وهونکو هیوادو له خوا به بیا بیا ستونزی او خڼډونه راپیدا کیږی خو افغان دولت چی د نړیوالو د ملاتړ له مخی د سولی له پاره مظبوط ګامونه پورته کوی و به توانیږی چی د حوصله مندی له مخی د سولی خبروته داوم ورکړی او تل پاتی سوله رامنځ ته شی. د دوحی د پرانستونکی غونډی د جوړیدو څخه په کور دننه او بهر د ملاتړ غبرګونونه را په ګوته کوی چی نړیوال به په افغانستان کی د سولی په رامنځ ته کیدوکی ښی چاری ترسره کړی او د هغو غوټو په راپرانسته کی به د مرستی لاس راوغزوی کله چی د خبرو اترو پر مهال راپیدا کیږی ځکه نړیوال د جګړی د ناخوالو او پراخیدونکی تاوتریخوالی څخه په اندیښنو کی دی غوره ګڼی چی په افغانستان او سیمه کی جګړه پای ته ورسیږی او سوله ټینګښت ومومی. هیوادوال چی د خبرو پیل کیدو ته هیله من و اوس د خدای(ج) څخه د پیل شویو خبرو بریالیتوب غواړی څو په هیوادکی د مرګ ژوبلی بهیر بند او د هوساینی لار هواره شی.
ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید