روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

په خوست کې د زلزلې د زیانمنو کورنیو لپاره کورونه جوړیزی

د افغانستان په جنوب ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله سلګونه خلک مړه او زیات شمېر کورونه ونړېدل.

یوه مرستندویه ټولنه د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې د زیانمنو کورنیو لپاره د استوګنې کورونه جوړوی.

باختر دولتی خبری آژانس طبیعی پېښو ته د مبارزی وزارت د سرچینو له قوله خبر ورکوی چې د دغه وزارت معیین د ابرار په نوم موسسې ته په سپېرې ولسوالۍ کې د متضررو کورنیو لپاره د دایمی استوګنځایونو د رغونې د چارو د پیل اجازه ورکړه.

د سرچینې په وینا ابرار ټولنه د ملګروملتونو د بشری مرستو د سمون د ادارې یا اوچا د ۶۵۰ زره امریکایی ډالرو په لګښت د ۲۶۳ زیانمنو کورنیو لپاره د استوګنې د تلپاتی لپاره کورونه جوړوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید