جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
په خوست او وردګو کې د زرغون افغانستان او د خپلواکۍ جام په نومونو د کرېکټ د جام اتلولۍ د هندوکش سټرایکرز او د چک بازانو لوبډلو وګټلې.
په خوست کې وروستۍ پایلوبه د هندوکش سټرایکرز او پامیر لجنډز د لوبډلو او همدا رنګه د وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې دا سیالۍ د چک بازانو او چک اتلانو ترمنځ تېره جمعه ترسره شوې.
د خوست په لوبو کې پامیر لجنډز په ۳۳ اوورنو کې سیالې لوبډلې ته د ۲۰۴ منډو هدف ټاکلی و، چې هندوکش سټرایکرز په وروستی اوور کې ورورسېد.
د زرغون افغانستان د پنځوس اووریزو لوبو ټورنمنټ د مې د میاشتې په اتمه د هندوکش سټرایکرز، پامیر لجنډز او میوند ساتونکو لوبډلو ترمنځ پیل شو او د مې تر شلمې پورې یې دوام وکړ. همدا رنګه په چک کې د ازادۍ جام سیالۍ د تېر اختر په څلورمه پیل شوې او د تېرې جمې په ورځ پای ته ورسېدلې، د دې لوبو اتلولی د چک بازانو وګټله، دا لوبډله په پایلوبه کې د چک له اتلانو سره مخ شوه، د چک بازانو خپلې سیالې لوبډلې ته په لسو اورونو کې د ۸۱ منډو هدف کېښوود، خو د چک اتلانو ونه شوای کړای، چې دا هدف پوره کړی او د دې لوبې اتلولی د چک بازانو وګټله.