جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
په افغانستان کې بې وزلی، بې کاری د دې سبب شوې چې په نېشه یی توکیو د اخته کسانو شمېر زیات شی. په سونو هغه نارینه چې هیروین، تریاک او یا شیشه استعمالوی، د کابل د یوې غونډۍ پر سر په خیمو او یا پر خاورو پراته دی. ځینې یې تر حد زیات نېشه توکی کاروی او له ناامیده په خاموشۍ سره د مرګ پر لوری ځی. دغه کسان وخت ناوخت تلفات هم لری.
په افغانستان کې د ورځ تر بلی ډېرو کسانو په نېشو اخته کېدل له ډېره وخته یوه جدی ستونزه ده. افغانستان په نړۍ کې د تریاکو او هیروینو د تولید په برخه کې لومړی ځای لری.
په ۲۰۱۵م کال کې ملګرو ملتونو اټکل کړی و چې په هغه کال کې ۲،۳ میلیونو کسانو نېشه یی توکی کارول چې هغه وخت د افغانستان د نفوس کابو ۵ سلنه برخه وه.
د مخدرو موادو تقاضا د کمولو ادارې رییس ډاکتر زلمل ووېیل چې په افغانستان کې په مخدره مواد د اخته کسانو دقیقې شمېرې په لاس کې نشته، خو هغه په دې باوری دی چې دغه شمېر زیات شوی دی.
اسلامی امارت د کوکنارو له منځه وړولو لپاره اقدامات کړی دی. همد راز سږ کال د دوبی په پېل کې پر دوو سیمو چې معتادین به پکې راټولېدل، تصفیوی عملیات شوی دی. چارواکو وېیلی چې کابو ۱۵۰۰ کسان یې راټول کړی دی. دغه معتادین بیا د کابل په ختیځ کې د ابن سینا روغتیایی مرکز ته چې مخکې د امریکایانو یوه پوځی اډه وه، د درملنې لپاره انتقال شوی دی.