جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د افغانی سرې میاشتې ټولنې په ګډه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د لوږې د مخنوی لپاره د نړیوالو د ملاتړ غوښتنه شوې ده.
په دې اعلامیه کې راغلی، چې افغانستان د نړۍ تر ټولو بد بشری ناورین سره مخ دی، چې میلیونونه وګړی ګواښی.
تازه د سره صلیب نړیوال فدراسیون او افغانی سرې میاشتې ټولنې په ګډه خبرپاڼه کې راغلی، چې د زیاتېدونکې بې وزلۍ په ترڅ کې ۷۰ سلنه کورنۍ د خپلو لومړنیو خواړو او نورو توکو د اړتیاوو د پوره کولو توان نهلری.
په دې خبرپاڼه چې د جمعې په ورځ خپره شوې په کې وېیل شوی چې بېوزلۍ په ځانګړی ډول پر هغو کورنیوو چې سرپرستان یې کونډې ښځې، زیات عمر لرونکی کسان، معلولین او ماشومان دی، زیان رسوونکې اغېزې کړې دی.
په دې خبرپاڼه کې د ماشومانو د خوراکی وضعیت په اړه هم اندېښنه ښوودل شوې او وېیل شوی چې ۳ میلیونه ماشومان د خوار ځواکۍ له ګواښ سره مخ دی.
په دې خبرپاڼه کې د سره صلیب نړیوال فدراسیون د مشر نسیفر مغندی له قوله لیکل شوی: “زیاتېدونکې اقتصادی ستونزې پر هغو کورنیو درند وار دی چې هڅه کوی له یوې ډېرې بدې وچکالۍ او خوراکی ناورین سره چې تر اوسه ورسره نه دی مخ شوی، مقابله وکړی، هغه وچکالی چې ماشومان یې په خوار ځواکۍ اخته کړی او د نه وړاندوېینې وړ ناروغیوو په وړاندې یې اغېزمن کړی دی.”
د سره صلیب نړیوال فدراسیون، افغانی سرې میاشتې ټولنې ته د بېړنیو مرستو وړاندې کړلو، روغتیایی خدماتو رسولو او په ولایتونو کې د یو میلیون زیانمنو کسانو لپاره د مرستو رسولو په هدف د ۸۰ میلیونه سویسی فرانکو غوښتنه کړې ده.