روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

پر علمی مرکزونو او جوماتونو بریدونه یو ستر بشری جنایت دی

اکاخېل

داځل بیا په کابل کې د تېرې جمعې په ورځ (دتلې په ۸مه) د شتی برچی په سیمه کې دکاچ پرښوونیز مرکز د انسان وژونکو له خوا، انتحاری برید وشو په دغه برید کې د دوو امنیتی ساتونکو په شمول ۴۳ زده کوونکی چې ډېری یې ښځینه وو ووژل او په لسګونه نور ټپیان شول. ددغه ښوونیز مرکز زده کوونکی دکانکور د آزموینې لپاره را ټول شوی وو. باید ووېیل شی چې دا لومړی برید نه دی، بلکې په افغانستان کې پرعلمی مرکزونو او جوماتونو بریدونه او په ډلیزه توګه دمسلمانانو وژنه روانه ده، دا په اصل کې ستر بشری جنایت دی! دا بریدونه او په ځانګړې توګه پر کاج ښوونیز مرکز برید هم د افغانستان د اسلامی امارت له خوا په غندل شوی او مجاهدین په دې هڅو کې دی،چې د دغو بریدونو عاملین ونیسی او د قانون منګلو ته یې وسپاری. دغه راز دا وروستی برید په کور د ننه او نړیواله کچه په سختو ټکو غندل شوی دی.، د یوناما دفتر هم دا برید غندلی دی.

موږ ووېیل چې د افغانانو وژنه په ډېره سیستماتیکه توګه روانه ده، هم پر جوماتونو بریدونه کېږی او هم پر علمی مراکزو، دې ته افغان وژنه وایی، خو هزاره وروڼو غږ پورته کړی، چې ګنی دا ډول بریدونه او یا پرهغوی بریدونه (هزاره وژنه) ده!؟

مګر حقیقت دادی چې په اصل کې د افغانستان دښمنان په ډېر مهارت سره غواړی، چې د قومونو ترمنځ تفرقې ته لمن ووهی او له بهره داسې تبلیغات کېږی، چې ګنې په افغانستان کې ( هزاره وژنه) روانه ده، خو مونږ وینو چې دا ډول بریدونه، نه یوازې پر هزاره وروڼو، بلکې، د نورو مذهبونو پر پیروانو هم کېږی او لا هم روان دی، دبېلګې په توګه د روان کال د تلې میاشتی په لومړۍ نېټه دجمعی د لمانځه پر وخت د اسلام د دښمنانو له خوا د وزیر محمد اکبرخان جومات پر لمونځ کوونکو ترهګر برید وشو، ،چې په کې ۷ بې ګناه هېوادوال شهیدان او په لسګونه نور ټپیان شول، په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دی. همدارنګه  په ډې وروستیوو کې په کابل کې د روسیې پر سفارت هم د افغانستان د دښمنانو له خوا حمله وشوه چې د روسیې د سفارت دوه دیپلوماتان هم په کې ووژل شول او په لسګونه نور لارویان ټپیان شول همدارنګه د میرویس میدان په یوه ګڼ مېشته سیمه کې چاودونه وشوه چې ګڼ کسان په کې شهیدان او ټپیان شول. دغه راز د تېرې سنبلې میاشتې په ۱۳مه دجمعی دلمانځه په وخت کې دهرات ولایت د ګاذرګاه په جومات کې مولوی مجیب الرحمن انصاری په نښه شو، چې د هغه په شمول په دغه بریډ کې ګڼ کسان شهیدان او ټپیان شول.

دلته په پلازمېنه کابل کې دا څلورمه ډلیزه چاودنه وه چې د الله(ج) په کور کې مسلمانان په کې په نښه کېږی، خو قرآن کریم وایی، چې: دیوه بې ګناه انسان وژنه، لکه دټول بشریت وژنه ده. اوس د افغانستان ټول خلک پدی پوهېدلی چې دا وژنې د دښمنانو له خوا ترسره کېږی،د دښمنانو موخه دا ده، چې د افغانانو ترمنځ تفرقه واچوی او په دې توګه کورنۍ جګړه رامنځه کړی، خو دا ناکامه هڅې به کومه نتیجه ونلری. داځکه افغانان دڅلویښت کالو نارواجګړې تجربه لری او هرڅوک خپل دښمن پېژنی، که د افغانان دښمنانانو پدی اند وی چې پدی هدفی وژنو کې به افغانان دوکه کړی، خو هېڅکله به خپلو موخو ته ونشی رسېدای. دا هسې خیال .مسلمانان او خاصتاْ د اسلامې امارت مجاهدین او رهبران هېڅکله او په هېڅ صورت له خپل دین او عقیدې څخه نه ګرځی افغانانو له انګریزانو سره په دری ګونو جګړو کې همدارنګه له پخوانی شوروی اتحاد سره، همداراز د ناټو او امریکا د ۲۰ کلن اشغال په جګړو کې پاخه شوی او جګړې یې تجربه کړې دی، نو چاته به تسلیم نشی. شاعر پدی باب څه ښه وېیلی:

ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مګړه

زه پدې افتادګۍ، کې لوی کړنګ یم

لازمه ده چې د اسلامی امارت امنیتی کشفی او استخباراتی ارګانونه د دښمن د دې ناوړو اعمالو څارنه وکړی، د دښمن ناوړه څېره بربنډه  کړی او دا پټ دښمن هم ملت او هم نړیوالو ته څرګند کړی. دغه راز ملت باید یو موټی او یو غږ وی، چې د دښمنانو په دا ډول ناوړو هڅو سره دوکه نشی، موږ د هغوی دا شعارونه چې ګنې (هزاره وژنه) روانه ده، غندو، بلکې د دښمن د دې ناوړو بریدونو قربانیان یوازې او یوازې افغانان دی. په هر برید کې افغانان وژل کېږی او دا پر قوم او مذهب پورې تړاو نلری.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید