روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

پر اندراګاندی روغتون د خلکو باور زیات شوی

اختر محمد اکاخیل

د اندراګاندی روغتون له نن څخه  ۵۲ کاله پخوا،جوړ شوی او د وزیر محمد اکبرخان په سیمه کې موقعیت لری، دغه روغتون د (۱۵۰) بستروظرفیت لاره،خو د اسلامی امارت له بریالیتوب وروسته دغه روغتون د وخت د اړتیا له مخې ۳۶۰ بستروته ارتقا کړې ده د انیس ملی ورځپاڼې خبریال ته د اندراګاندی د ماشوم د روغتون رییس دوکتور محمد حسیب رحمیزی وردګ  د نورو صحی خدماتو په اړه په ځانګړې مرکه کې ووېیل:

د اندراګاندی روغتون ۵۲ کاله پخوا جوړ شوی او ۲۴ ساعته دهېوادوالو لپاره صیحی خدمات وړاندې کوی. په دغه روغتون کې د داخلې، جراحۍ، ارتوپیدی، غوږ او ستونی او د سوځېدو د درملنې څانګې فعالیت کوی. دغه روغتون ته دورځې تر ۱۲۰۰ پورې ناروغان مراجعه کوی اوپه وړیاتوګه یې درملنه کېږی. همدارنګه زموږ د روغتون عاجله څانګه ۲۴ ساعته فعاله ده.

دوکتور رحمیزی وردګ  زیاته کړه:

هغه ناروغان چې صیحی وضعیت یې ډیر وخیم او بسترته اړتیا ولری هغوی زموږ دعاجلی څانګی اویا هم د OPD له خوا بستر او تر درمنلی لاندې نیول کېږی.

پوښتنه: د اندراګاندی د روغتون د ظرفیت او امکاناتو په اړه معلومات راکړئ؟

ځواب: دغه روغتون اوس ۳۶۰ بستروته ارتقا کړې ده او موږ هره ورځ له ۳۰۰ څخه آن تر ۴۰۰ پورې ناروغان بستروو. او همدارنګه(لس) بستره په ICO کې لرو. باید ووایم چې دغه روغتون اوس د ICRC موسسې تر پوښښ لاندې دی او وروسره مرسته کوی. او هم د روغتون ۳۷۰ صیحی پرسونل ته معاشونه ورکوی. بل دا چې لابراتوارونه مو فعال کړی چې د بستری ناروغانو معاینات کوی همدارنګه د اکسرې ماشین آلات مو لکه د ایکوماشین،التراسوند، سیټیسکن، او داسې نور فعال کړی، چې داکسرې چارې اجرا کوی. هڅه کوو، چې غیر فعال ماشینونه هم فعال کړو، ځکه دا د ملک په کچه دماشومانو د درملنې لپاره یوازنی روغتون دی چې دهېواد له ۳۴ ولایتونو څخه ناروغان راځی.

پوښتنه: په تېرو وختونو کې به ناروغانوته د اندراګاندی روغتون له خوا په وړیا توګه دوا درمل ورکول کېدل اوس ، نه ورکول کېږی، لاملونه یې څه دی؟

ځواب: زموږ روغتون کامپلکس روغتون دی، دلته ناروغانوته درمل وړیا ورکول کېږی، خو ځینی اقلام او درمل چې زموږ په روغتون کې نه وی، له بازار څخه اخیستل کېږی.

پوښتنه: داندراګاندی له روغتون سره د هندوستان له خوا د درملو مرسته کېده، اوس څنګه؟

ځواب: که څه هم زموږ روغتون د ICRC له خوا سپوت کېږی مګر د هندوستان هېواد له خو اهم دوې اوونۍ مخکې درمل را رسېدلی چې دګمرکې مراحلو له بشپړېدو وروسته به یې ترلاسه کړو. همدارنګه دماشومانو د خوارځواکۍ برخه بیا دیونیسف له خوا تمویلېږی، خو زموږ هیله داده چې د اندراګاندی روغتون ته د اسلامی امارت او خیریه بنسټونو توجه زیاته شی.

د اندراګاندی د روغتون رییس دخپلو لاسته راوړنو په اړه ووېیل: کله چې زه دغه روغتون ته د رییس په توګه راغلم، دروغتون دوه دری واردونه مو فعال او جوړ کړل، چې نن ورځ دناروغانو درملنه په کې په ښه صورت ترسره کیږی.

بل د روغتون ځینې ماشینرۍ هم جوړې او فعاله کړې چې اوس مریضانو ته خدمات عرضه کوی. همدارنګه لابراتوارونه مو فعال او صحی معاینات په کې کېږی،چې اوس له دروغتونه دباندی دناروغانو لابراتواری معاینات نه لېږدول کېږی او دروغتون دانګړ پاک کاری او رنګمالی او بازسازی وشوه.

نو له دی امله دناروغانو دسرګردانی مخه نیول شوی ده. همدارنګه وېیل کېدل چې نوکریوالان به نه وو، اوس ۲۴ ساعته نوکریوالان مؤظف او حاضروی او دخلکو اعتماد او باور پرموږ ډېر شوی دی.

دوکتور وردګ  د پایوازانو دشپې تېرولو د ځای دستونزی په اړه ووېیل:

زموږ روغتون اوس ۳۶۰ بستره لری. له دی ۳۶۰ تنه بستری ناروغانو سره یې بیا ۳۶۰ تنه مورګانی هم وی. په داخل د روغتون کې او ۳۶۰ تنه بیا مردانه پایوازان هم د روغتون په انګرکې وی چې د دوی لپاره یوه پایوازخانه موجوده ده، خو هغه کوچنی ده ،مګر په راتلونکی کې داپه پلان کې لرو چې یوه بله لویه پایوازخانه هم جوړه کړو ترڅو دټولو پایوازانو ستونزه حل شی.

دوکتور محمد حسیب رحمیزی وردګ  دروغتون دپراختیا او صحی فعالیتونو دلاښوالی په اړه ووېیل،چې باید د دغه روغتون لپاره صحی پرسونل زیات شی او د روغتون بنیادی کار بشپړ شی، چې صحی خدمات نور هم پراخ او د ناروغانو لپاره پوره او ښه خدمات وړاندې کړل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید