روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پردی پالی نه شی کولی چې د اسلامی امارت لیکې زیانمنې کړی

متین

افغانانو او په ځانګړی توګه د اسلامی امارت مجاهدینو د یوی اوږد مهاله جګړې ناوړه ناخوالې او غمیزې وزغملې، خو په دې وتوانېدل چې اشغالګرو ته داسې تاریخی ماتې ورکړی چې هېڅکله به بیا د افغانو خاورې ته په کږه سترګه ونه ګوری. ځکه اشغالګرو په زور او له وسله وال پوځ سره،چې په مختلفو عصری وسلو سمبال د نړی له مختلفو هېوادو نو را ټول کړل شوی وو تمه درلوده، چې زموږ په هېواد کې  تر اوږد مهاله پاتې شی او د خپلې خوښې واکمنان چې د اشغالګرو ګټې خوندی وساتی، په واک کې واخلی او د مختلفو لارو چارو څخه په ګټې اخستنې سره د ځینو هېوادوالو ذهنونه داسې خراب کړی چې دغربی فرهنګ او ناستو پاستو څخه ملاتړ وکړی. اوس هم داسې څېرې شتون لری چې د اسلامی ارزښتونو په وړاندې ستونزې او خڼډونه زیږوی او د بشری حقوقو ترنامه لاندې هغه څه ته لمن وهی چې د اسلامی ـ افغانی فرهنګ سره توپیر لری. همداوجهه ده چې د اسلامی امارت په وړاندې په کوردننه او بهر یو لړ ستونزو را پیدا کېدو ته لمن وهی، نه غواړی چې په هېواد کې د اشغالګرو د څو کلن ناورین په ټپونو د ملهم پټۍ ولګول شی.

هېوادوال وینی چې د اسلامی امارت مسوولین پرته له ستړیا څخه د هغو ستونزو په حل بوخت دی چې د پردی پالو واکمنانو له خوا را پاتې شوې دی. هغوی چې په هېواد کې یې د فساد جرړې غځولې او عامه شتمنۍ یې لوټلې،بیا هم هڅه کوی چې د بهرنیانو په ملاتړ په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالی رامنځ ته کېدو لپاره لار هواره کړی او خپلې ګټې چې په تېرو جګړییزو کلونو کې یې لاس ته راوړې وې، خوندی وساتی، خو اسلامی امارت چې د نړۍ زبرځواکونو ته یې په تش لاس ماتې ورکړې، هېڅ یاغی او باغی ته به د دې اجازه ورنه کړی چې افغانستان بیا د قدرت په جرزیرو بدل کړی،ځکه افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هېڅوک د دې حق او توان نه لری چې هېواد یوځل بیا په قومونو ووېشی او د قومی ټیکدارانو له خوا داسې غوښتنی رامنځ ته شی چې د تاوتریخوالی لامل وګرځی. هېوادوالو به دا مهال په ټولنیزو رسنیوو کې ډېر تبلیغات لوستلی وی. دا لومړی ځل نه دی چې د اسلامی امارت په وړاندې د مختلفو تبلیغاتی لارو څخه کار اخلی، کله د بشر د حقوقو په نوم او کله دنسل وژنې په نوم په ډېرې سپین سترګۍ داسې څه تبلیغوی، چې له حقیقت او واقعیت څخه لرې وی. کله چې د اسلامی امارت مجاهدینو په هېواد کې د سراسری او همیشنی امنیت د خوندیتوب لپاره چاڼیز عملیات پیل کړی، نوتښتېدلې مافیایې کړۍ د مختلفو نومونو په څپرونو سره تبلیغاتو ته لمن وهی، ترڅو هېوادوال د اندېښنو سره مخامخ کړی، خوباوری یوو چې هېوادوال اوس د هغو کسانو په ناوړه تبلیغاتو پوهېدلی، چې په جګړه کې یې شتمنۍ ترلاسه کړې او اوس په بهر کې د خپلو کورنیو سره په هغو قصرونو کې ژوند کوی چې د افغان ولس له وینو یې ترلاسه کړې دی.

ډاډه یوو چې اسلامی امارت به په هېواد کې د میشتو قومونو د ملاتړ له امله تل پاتې سوله رامنځ ته کړی او د هېواد ټول وګړی چې د تېرو حکومتونو د واکمنانو کړنې او شتمنۍ ورمعلومې، دی په ناوړه او بې ځایه تبلیغاتو ونه غولېږی او د وران ویجاړ هېواد په آبادۍ کې برخه واخلی، هېواد مو دپردیو د احتیاج څخه وژغورل شی او دیوه هوسا ژوند څخه خوندواخلو.

په هېواد مین هېوادوال پوهېږی، چې دتاریخ په اوږد وکې د هېواد دښمنان آرام نه دی ناست او هڅه یې کړې چې په افغانستان کې جګړه توده وساتی او د هغو چارو په وړاندې ستونزې او خڼډونه را پیدا کړی، چې د هېواد د پرمختګ لامل ګرځی افغانانو ته جوته ده چې د دتېرو کلونو په اوږدوکې د ناوړه جګړوه سره مخامخ شوی دی په دې جګړو کې خورا زیاتې ودانۍ له منځه تللې او د اقتصادی پیاوړتیا دمخنیوی لپاره خنډونه رامنځ ته شوی دی خو افغانانو ددې ټولو ناوړه هڅو په وړاندې خپله سینه سپر کړې او د هر غلیم په وړاندې یې ټولې خپل منځی شخړې یوې خواته پرې اېښې او دپردی پالو په وړاندې یې د ملی یووالی په پیوند منګولې لګولې او دښمن ته یې په ګډه داسی ځواب ورکړی چې دتاریخ زرینې پاټې یې یونسل اوبل نسل ته د زده کړی په توګه لېږدوی. دنړۍ د تښتېدلو اشغالګرو پوځی ځواکونو سره دجګړی بهیر را په ګوته کوی چې افغانانو د خپلو نیکونو او پلرونو په څېر د هېواد په ګوټ ګوټ کې پرته د نژادی او قومی توپیر څخه د اشغالګرو په وړاندی د جګړی میدان ته راو دانګلی او په یوموټیتوب سره یې دنړۍ زبرځواکونو ته ماتې ورکړې ده، اوس په هېواد کې میشت قومونه په دې ویاړی او په ګډه سره به په دی هېواد کې تل پاتی سوله رامنخ ته کړی.

لیدل کېږی چې د یو شمېر هېوادونو استخباراتی کړۍ لاس وهنو ته زور ورکړی، خو افغانان نه غواړی چې هېواد یې یوځل بیا د نورو په لمسون دجګړی په توده بټۍ کې وسوځی، نو هڅه کوی چې دپردی پالو څخه خپلې لیکې جدا او د اسلامی امارت له مجاهدینو سره اوږه په اوږه د امنیت په ټینګښت کې برخه واخلی او هغه څېرې، چې دمجاهدینو په لیکو کې دپردیو په لمسون ستونزې را پیدا کوی، د خپلو کړنو په سزا ورسېږی. لاس وهونکی هېوادونه باید دتیری شل کلنې جګړې څخه څه زده کړی وی، د اسلامی امارت واکمنی په آسانه نه ده ترلاسه شوې، د دې واکمنۍ د ترلاسه کولو او له شغالګرو څخه د هېواد د خپلواکۍ ترلاسه کول د ډېرو افغانانو دشهادت او ټپی کېدو په بدل کې ترلاسه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید