روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

پرایس: له نړیوالې ټولنې سره ګډ کار کوو چې د افغانستان حکومت د نړیوالې ټولنې برخه وګرځی 

 د امریکا د بهرنیوو چارو وزارت  ویاند نېډ پرایس وېیلی، له نړۍ سره پر ګډه  کار کوی،چې د افغانستان حکومت دنړیوالې ټولنې برخه وګرځوی،خو په دې لټه کې نه دی،چې اسلامی امارت پر رسمیت وپېژنی

پرایس وېیلی،د افغانستان له حکومت سره به همدې ډول تعامل ته دوام ورکوی او اسلامی امارت له امریکا او نړیوالې ټولنې سره  دښو اړیکو د ټینګښت په لټه کې دی

هغه زیاته کړې:« موږ له نړیوالې ټولنې سره پر ګډه کارکوو،چې دافغانستان نوی حکومت د نړیوالې ټولنې معیارونه پوره کړی او د نړیوالې ټولنې برخه وګرځی. واشنګټن د اسلامی امارت د رسمیت پیژندنې په لټه کې نه دی او طالبانو سره همدې ډول تعامل ته دوام ورکوو او اسلامی امارت له امریکا او نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیکو د ټینګښت په لټه کې دی.» 

ځینې کارپوهان په دې باور دی،چې دا یو ډول فشار دی،چې امریکا یې د افغانستان پرحکومت راولی، موخه یې داده،چې د دوحې تړون پلی کړی او د افغانستان په راتلونکی حکومت کې پراخه لاس ولری.

د سیاسی چارو شنونکی عزیز معارج  وایی:« امریکا غواړی،د طالبانو حکومت په داسې ډول وساتی، چې دوی دې ته اړ کړی، چې د دوحې هغه تړون پلی کړی،لنډمهاله حکومت جوړ کړی، په راس کې کېدای شی درېیم کس راولی او په دې حکومت کې پراخ لاس ولری.»

کابل هېله لری،چې امریکا دې پر افغانستان لګیدلی ټول بندیزونه لری کړی او له نړۍ غواړی،چې د امریکا خوښې ته دې نه ګوری او له افغانستان سره دې ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړی

ممکن است شما دوست داشته باشید