جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د دولت وزیرې پر افغانستان د لوېدیځ له خوا د لګول شوو بندیزونو د نرمولو غوښتنه کړې ده. هغې یوې جرمنۍ ورځپاڼې ته وېیلی چې د افغانستان بنسټیز اقتصادی فعالیت په خطر کې باید وانه چول شی.
د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیرې حنا ربانی کهر، د جرمن ورځپاڼې ویلت د پنجشنبې ورځې ګڼې سره په مرکې کې وېیلی چې په اقتصادی توګه د افغانستان منزوی کول، دغه هېواد اقتصاد له سقوط سره مخ کوی.
کهر ووېیل: «که پر افغانستان نړیواله بانکداری همداسې تړلې پاتې وی او په بهر کې یې شتمنۍ هم کنګل شوې پاتې وی، بیا به همداسې یو څه پېښ شی. موږ باید قحطی ترویج نکړو.»
رویټرز له برلېن څخه لیکلی، دغې پاکستانۍ سیاستوالې زیاته کړې چې تېرکال له افغانستانه د لوېدیځو قواوو وتل، چې په هغو کې جرمن ځواکونه هم شامل وو، شدید عواقب درولودل، ځکه د دغو ځواکونو تر وتلو مخکې د حل یوه مذاکراتی لار موجوده نه وه. حنا ربانی کهر د جرمنی پر حکومت غږ وکړ چې پر افغانستان د لګول شویو بندیزونو په نرمولو کې فعال سیاسی رول ولوبوی.
نوموړې په دې هکله ووېیل: «په اوسنی وضعیت کې دا یوه ښه نظریه نه ده چې په افغانستان کې لوږه ادامه ولری او دغه هېواد له یوه اقتصادی بحران سره مخ وی.»
هغې زیاته کړه چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره مالی ملاتړ ضروری دی. کهر ووېیل: «دا څنګه کېدای شی چې موږ په جګړه کې درې تریلیونه ډالر مصرفوو، خو نن د افغانانو د ژغورنې لپاره حتی ۱۰ میلیارډه ډالر هم نه لرو؟ زه خو نه پوهېږم چې دا څه ډول چلند دی.»