روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ولس له سیاسیونو څخه دملی یووالی او فکری همغږۍ هیله لری

په هیواد کې اوسنی نازک وضعیت په واقعیت سره چې له ټولو سیاسیونو، ګوندونو او بانفوذه شخصیتونو څخه ددې غوښتنه کوی چی دوئ باید د هیواد د ملی ګټو په نظر کې نیولو سره هغه لاره او سیاست غوره کړی چې په هغې کې جوړښت، همپالنه، دیوبل منل او زغم شتون ولری ترهغه چې په هیواد کې شته ټولې ستونزې حل او کړکیچونه هم سمښت ومومی، ځکه اړینه ده چې په ټولیزه توګه دوئ د شخصی ګټو پر ځای سل په سلوکې پرهیوادنیو لوړو ملی ګټو تمرکز وکړی او دیو واحد فکر پراساس د تیرو څلورو لسیزو ستونزو ته چې هیواد یې له هره پلوه تر اغیزې لاندې راوستی دی، دحل لاره پیداکړی ترڅو په دې ډول د بهرنیانو شومې دسیسې او توطیې په ریښو کې شنډې شی او نړیوالو ته هم په اثبات ورسوی چې افغان ویاړلی ولس لکه څنګه چې د نړۍ په کچه فرهنګی او تاریخی بډایه تاریخ لری نو دخپل هیواد د شته ستونزو د حل وړتیا هم لری او دایې آزمایښت کړې چې د بهرنیانو هر ډول نسخې ددغه ملت هیڅ درد نه مداوا کوی، نو دغه ټکوته په پاملرنې سره ټول سیاسیون او هغه کسان چې تل ځان هیوادپاله ګڼی باید دهیواد اوسنی نازک وضعیت درک کړی او داسې یو کارته دې لاس نه وراچوی چې د تیرو څو کلونو لاسته راوړنې په اوبو لاهو او له منځه لاړې شی او خدا(ج) مه کړه یوځل بیا افغان مظلوم ولس له یو ستونزمن حالت او تیاره راتلونکې سره مخامخ شی.
بناً دې ټکی ته مو هم باید ډیرپام وی چې د افغانانو ترمنځ یوازې ملی یووالی کولای شی چې هیواد له شته ستونزو او بدمرغیو څخه وژغوری، نو دا باید سل په سلوکې ومنو چې د گران هیواد سر لوړی افغانستان آبادی، سمسورتیا، ترقی او پر مختگ هم یوازی او یوازی د افغانانو په ملی یووالی، یو موټیتوب او د ټولو میشتو ورونو قومونو په پیاوړو او ځواکمنو مټو شونی دی، ځکه د هیواد ودانول د افغانانو له زیار گاللو پرته د بل چا په لاس امکان نه لری او یوازی د افغانانو پر ټینگ عزم او پوره یووالی او دغه راز د دوئ پر ځواکمنو مټو آبادیدلی شی.
پردی اساس موږ هغه وخت کولی شو خپل جگړه ځپلی هیواد ودان او له شته ستونزو او کړکیچونو څخه یې و ژغورو چې بشپړ یووالی ولرو او زیات زحمتونه او زیارونه وگالو، نوله دی امله په ټولیزه توګه سیاسیونو، سیاسی گوندونو او با نفوذه شخصیتونو ته هم لازمه ده چې خپل هیواد ته په بشپړ یووالی او اتفاق سره پرمختگ ورکړی، داسې چې خلک‌یې هیله لری، همداشان د افغانستان جګړه ځپلی مظلوم ولس له ټولو سیاسیونو او مشرانو څخه ددې هیله اوغوښتنه لری چې د بیلابیلو فکرونو او پروگرامونو په لرلو سره د ملت د آبادی په لاره کې یو لاس او یو موټی شی او دافغانستان داسلامی جمهوری دولت، نظام او ولسواکۍ په ټینگښت کې هلی ځلی وکړی، اوهم ددغه هیواد خلک نن له ټولو سیاسی چارواکو څخه یووالی او له مصیبت څخه د خپلو خلکو د خلاصون په خاطر بې‌دریغه کوښښونه او نه ستړې کیدونکې هلې ځلې غواړی او هیله لری چې مشران یې په اتفاق سره دغه خاوره له شته مصیبتونو اوستونزو څخه وژغوری. بناً دوخت غوښتنه هم داده او روان نازک حالت هم دا ایجابوی چې په ټوله کې سیاسیون او د اړوندو سیاسی گوندونو مشران باید په پوره همغږی، ملی یووالی او د هیواد پالنې په لوړه او عالی روحیه له هر ډول توپیرونو پرته یوازې او یوازې د یو سپیڅلی افغان په توگه خپلې هراړخیزې هلې ځلې، وړتیاوی، مثبتی برنامې اوسالم پروګرامونه یو موټی، د نظام او ولسواکۍ په پیاوړتیا کې برخه واخلی او په دې توگه هیواد او هیوادوالوته باعزته سوله، ترقی، پرمختگ، نیکمرغی او تلپاتې هوساینه ور په برخه کړی، ترهغه چې وروسته له دې د هرډول ناتار او غمیزو لړۍ په ګران افغانستان کې پای ته ورسیږی، اوږدمهاله خوښی او خوشحالی د ټولو افغانانو په نصیب شی.
ش، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید