روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هېواد ته راستانه شوی څیری خوښی ښکاری

د اسلامی امارت مجاهدینو چې دنړی دزبرځواکو اشغالګرو پوځی ځواکونو سره په مبارزه کې د زیاتو ستونزو په ګاللو سره و توانیدل چې اشغالګرد هېواد پریښود وته اړباسی او افغانان دیوه آزاد او خپلواک هېواد په توګه دخپل هېواد برخه لیک پخپله وټاکې. همداوجهه وه چې د اسلامی امارت مسؤلینو دواک دترلاسه کولو له لومړی ورځی څخه دهېوادوالو دیووالی له پاره هغو افغانانو ته دعفی غیږ خلاصه کړه کومو چې د اشغالګرو سره دمجاهدینو سره په جګړه کې ښکیل و د اسلامی امارت مسؤلینو د هېوادنی او ورور ګلویزی مینی له مخی هڅه وکړه چې د تیر نظام کار کوونکی او  یوشمیر هغه هېواوال چې د اندیښمن و په وار وار د اعلامو او وړاندوینو  په ترځ کې ټینګار درلود چې افغانستان دټولو میشتو قومونو ګډ کور دی هیله ده چې هیڅ یو هېوادوال په ډی هېوادکې ځان پردی ونه ګڼی او ددی وران ویجاړ هېواد په جوړونه کې په ګډه کار وکړی ترڅو جګړی ځپلی هېواد راجوړ او دهېوادوالو له پاره دهوساینی لار رالڼډه کړی ځکه چې اشغالګرو ځواکونو یوازی او یوازی په هېواد کې دجګړی پراوږدیدو او د افغانانو په مرګ  ژوبله پانګونه کوله داسی بنیادی کړنی چې د افغانانو دهوساینی لامل ګرځیدلی وی نه دی ترسره کړی هیڅ بیلګه شتون نه لری چې د افغانانو د وزګارتیا دله منځه وړولامل ګرځیدلی وی. دهېواد ټولی بنسټیزی لاس ته راوړنی چې د تیرو خپل منځی جګړو پرمهال ویجاړ شوی وی په خپل ځای ورانی ویجاړی پاتی دی او داسی کومه ستراتیژیکه پروژه چې دهېواد د اقتصادی پیاوړتیا لامل ګرځیدلی وی په تیرو شلوکلونو کې یې نښی نښانی نه لیدل کیږی یوازی د مواصلاتی برخی نیمګړی کارونه چې دوخت دواکمنانو دفساد له امله داسی جوړشوی چې اوس بیرته په ګنډواله اوښتی دی. نوله دی کبله ویلی شو چې هېوادته راغلی اشغالګرو ځواکونو پرته له دی چې په هېواد کې په مختلفه بڼه ستونزی وزیږوی نور څه شتون نه لری. هېوادوالو ولیدل چې په پوره پیمانه دمرستو انګازی را خپریدی خو دپردی پالو مسؤلینو د پراخ فساد له کبله داسی څه ترسره نه شول چې دهېوادوالو په ژوند کې بدلون راولی او یا د راتلونکی له پاره دهوساینی لار هواره کړی دیوشمیر هېوادوالو په دسترخوان چې کومه مړی ډوډی پیدا کیده هغه هم دویر او ماتم څخه ډکه وه ځکه چې اشغالګرو ځواکونو دهیڅ ډول پوځی عملیاتو پرمهال د افغانانو د مرګ  ژوبلی څخه مخ نه دی اړولی هڅه یې کړی چې په مختلفه بڼه او مختلفو پلمو افغانان سکنجه او د مرګ  ژوبلی ترپولی ویرجن وساتی. خو افغانانو د اشغالګرو ځواکونو په وړاندی خپله حوصله له لاسه ورنه کړه او دخپلو نیکونو او پلرونو په څیر په تش لاس پخپله خوښه د اسلامی امارت دمجاهدینو لیکی پیاوړی او د اشغالګرو په وړاندی یې دجګړی سنګر تر هغی تودوساتو چې اشغالګرو تیښتی ته اړشی. مناسبه به وی چې واقعیتونو ته په کتو سره یوځل بیا دپردی پالو او اشغالګرو په ناوړه تبلیغاتوونه غولول شو او دآزاد او خپلواک هېواد دګواښونی له پاره دناوړه تبلیغاتو او د تاوتریخوالی لامل ونه ګرځو د تیرو شلو کلونو په اوږدو کې دواکمنانو کړنی او دهغوی شعاری خبری باید له یاده ونه باسوځکه په شلو کلونو کې دهغوی شتمنی را په ګوته کوی چې هغوی د افغانانو اوپه ټوله کې د افغانستان دهوساینی په فکر کې نه وهڅه یې پردی وه چې پانګه ترلاسه کړی او دجګړی اورتازه وساتی ځکه دهغوی ګټی او پانګونه په جګړه کې نغښتی وی له دی کبله یې نه غوښتل چې سوله رامنځ ته شی ا وافغانان په هوساینه کې ژوند وکړی. خو اسلامی امارت چې سولې ته ژمن دی هڅه کوی چې دتیرو واکمنانو راپاتی شوی ناخوالی چې دمیشتو وګړو ترمنځ یې را پیدا کړی وی ورغاوی او افغانان یوځل بیا په خپل هېواد کې دورونو په څیر ژوند وکړی. همداوجهه ده چې د اسلامی امارت مسولینو دسولی دټینګښت له پاره یې غیږ پرانستی پریښی او دهغو هېوادوالو د راستنیدو له پاره یې د اړیکو دنیولو کمیسیون جوړ کړی ترڅو دهېواد څخه بهر هېوادوال چې په هره کچه وی اړیکی ونیسی او هېواد ته د راستنیدو لاری چاری ور برابری کړی. کمیسیون دخپلو کاری کړنو په بهیر کې له هېواد څخه بهر پیژندل شوی څیروته دراتګ له پاره هر اړخیزه طرحه جوړه او عملی بڼه یې غوره کړی ده. همدا اوس دکمیسیون سره دتیر رژیم یوشمیر کسانو اړیکی ټینګی کړی او دراتګ بهیر یې پیل شوی دی دملی دفاع د وزارت پخوانی ویاند دولت وزیری دجمهوریت په دوران کې دښوونی او روزنی د وزارت وزیر فاروق وردګ  او دبریښنا شرکت پخوانی ریس امان الله غالب او دملی دفاع په وزارت کې ځینی افسران هېوادته د را رسنیدو پرمهال د اسلامی امارت دمسؤلینو له خوا دتودهرکلی سره مخامخ شوی دی راستانه شویو دهېوادوالو د اسلامی امارت دهېوادنیو هڅو مننه کړی او په هېواد کې دخدمت کولو له پاره چمتوالی ښودلی دی. هغوی د اسلامی امارت په وړاندی یولړ ناوړه تبلیغات دهېواد د دښمنانو کاروباله او ژمنه یې وکړه چې په بهرکې دهغو پیژندل شویو څیرو سره به اړیکی ټینګی کړی کوم چې هېوادته د راسنیدو هیله لری.

دغه راز اسلامی امارت په کور دننه هم دیوشمیر هېوادوالو سره په لیدو کتو بوخت دی ترڅو هغه بی باوری چې دهېواد دښمنانو د افغانانو ترمنځ رامنځ ته کړی وه له مینځه یووسی او ددی کور له پاره په ګډه کار وکړی انس حقانی  د شاه حسین مرتضوی چې څه موده یې دجمهوریت ویاندی کوله وکتل او په هېواد کې ورونه ملیتونه یې دهېواد دجوړونی او پرمختګ ته راوبلل او ټینګار یې وکړ چې افغانستان دټولو قومونو ګډ کور دی باید په ګډه سره یې په آبادی کې برخه واخلو جوته ده چې وران شوی هېواد په ټولو افغانانو حق لری ترڅو په جوړیدنه کې یې ټول برخه واخلی او هغو مافیایې کړیو ته په یوموټیتوب ځواب ووایې کوم چې دخپلو ګټو دخوندیتوب له پاره دجګړی او تاوتریخوالی لاری لټوی ښه به وی چې په ټوله کې افغانان د اوسنی فرصت څخه په کټی اخستنی سره په کور دننه اوبهر د اسلامی امارت سره د ملاتړ ترڅنګ دسولی دلمن په پراخیدو او ټینګښت کې دهیڅ ډول هلو ځلو څخه دریغ ونه کړی ځکه چې په افغاسنتان کې دتل پاتی سولی رامنځ ته کیدل دسیمی اونړی په ګټه دی باید نړیوال دیو شمیر ځان خوښو مافیایی کړیو په ناوړه اوله حقیقت څخه په لرو تبلیغاتو ونه غولیږی او د اسلامی امارت سره د دیپلوماتیکو اړیکو په پراختیا او رسمیت پیژندنه کې مرسته وکړی ترڅو په سیمه اونړی کې د اندیښنو د زیاتیدو مخنیوی وشی.

متین

ممکن است شما دوست داشته باشید