روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هیڅوک د افغانانو برخه لیک نه شی ټاکلی

تاریخی پاڼی راښایې چې دنړی زبرځواکونو دلویې غوښتنی له امله زموږ په هېواد دتیری کوونکی هڅی چې دوخت عصری وسلو یې بدرګه کوله دخپلو شومو هدفونو دترلاسه کولو په خاطر پراخ پوڅ‎ځی یرغلونه ترسره کړی خومیړنیو افغانانوسرښندنی چې د تاریخ پاڼی ورباندی ډکی دی دسرپه بدله په تش لاس دفاع کړی او د دنیا هیڅ ځواک په دی نه دی توانیدلی چې زموږ هېواد د دنیا له نقشی وایستل شی ډیرو دارمان له ځانه سره ګورته وړی او ددی وروسته به هم د افغانانو له خوښی او رضا پرته هیڅ ډول ګواښ او ویره اچونه لاس ته راوړنه ونه لری ځکه افغانانو د تاریخ په اوږدوکې ډیری خونړی او سختی جګړی له سره تیری شوی خو دخپلواکۍ دترلاسه کولو او دځمکنی بشپړتیا له پاره یې ډیری ستونزمنی ستونزی زعملی او هیچاته یې ددی اجازه نه ده ورکړی چې زموږ په برخه لیک کې لاس وهنه وکړی او د افغانانو له پاره برخه لیک وټاکی.

همدا اوس روانه جګړه چې دنورو دګټو دخوندیتوب له پاره را باندی راتپل شوی په وړاندی یې افغانان هره ورځ قربانی ورکوی او نړیوالو ته جوتوی چې که د افغانانو اقتصادی بڼه کمزوری هم وی خو په تش لاس اولوږه ګیډه دخپلی خاوری څخه دفاع کولی شی او هیڅ بلوسګر به ونه توانیږی چې خپلی ناوړه موخی زموږ په خلکو راوتپی.

هېواد ته راغلی نړیوال پوځی ځواکونه چې زموږ ترڅنګ دخپلو ستراتیژیکو ګټو دخوندیتوب له پاره په دندو بوخت دی په دی باوری شوی چې په افغانستان کې دروانی جګړی په وړاندی ځواب ویل یوازی او یوازی افغانان کولی شی. ځکه چې افغانان دخپلی خاوری دستانی له پاره دهیڅ ډول مرګ  ژوبلی څخه ویره نه لری او په خپله خوښه دهېواد دساتونکو لیکی ډکوی او د ډیرو نیمګړتیاو سره سره دتیری کوونکو په وړاندی جنګیږی. نو له دی امله بهرنی ځواکونو ځان په شاه کړی او د امنیت ټوله برخه یې دهېواد سرښندونکو سرتیروته سپارلی ده.

 بهرنیانو چی په افغانستان کی دروانی جګړی خونړی بهیرولیدنو یی وپتیله چی جګړه دحل لاره نه بلکی په افغانستان کی دزبر ځواکونو دښکیلیدو لامل ګرځی نو غوره ده چی دجګړی دپای ته رسیدو له پاره نوری لاری ولټول شی. له دی وجهی دامریکا دمتحده ایالاتو جمهور رییس دخپلی سراتیژی دبدلون ترڅنګ یولړ اقدامات چی دخپلو پوځی ټولګیو دوتلو له پاره لار هواره کړی دمخالفو وسله والو طالبانو سره یی په خبرو اترو پیل وکړو. اوس چی زلمی خلیلزاد دطالبانو سره دخبرو اترو اتم پړاوته تیاری نیسی دټرامپ وروستی نامسولیته خبرو مختلف غبرګونونه را پارولی او دا ډول خبری دنړیوالو منل شویو دیپلوماتیکو اصولو خلاف ګڼلی دی.ولسمشر محمد اشرف غنی چی دټرامپ خبرو خورا خواشینی کړی په کابل کی یی دامریکا سفیر ورغوښتی او دټرامپ دخبرو دڅرنګوالی ترڅنګ یی جوته کړی چی که امریکا نه غواړی له افغانستان سره دیوه متحد په توګه پاتی شی نو خپلی لاری سر له اوسه بیلولی شی. دغه راز په هیواد کی دخلکو استازو په ولسی جرګه کی خپل تند غبرګون ښودلی او دامریکا ولسمشر ټرامپ دسپکاوی ډکو څرګندونو په تړاو ګواښ کړی چی خپلو خبرو سره دی پام وکړی ځکه افغانستان دامپراتورانو هدیره ده.

یوشمیر شنونکی دټرامپ خبری دهغی شخصی نظر ګڼی او دامریکاییانو څخه هیله لری چی په ترهګرییزه جګړه کی دمرګ ژوبلی ترڅنګ په زیاته کچه مادی تاوانونه چی ددواړو هیوادو دګټو دخوندیتوب له پاره ترسره شوی په پام کی ولری او هغه خبری چی زمونږ دهیوادو ستراتیژیکه انډیوالی له زیان سره مخامخ کوی ډډه وکړی ځکه افغانان هیڅ وخت دسپک ملګری سره ملګرتیا ته ادامه نه شی ورکولی غواړی چی په خپل هیواد کی دغمیزو ډک ژوند پخپله خوښه دخپل سرلوړی او رپانده بیرغ چی کلونه کلونه افغانانو په خپلو ونیو ساتلی بیاهم وساتی او هیچاته ددی اجازه نه ورکوی چی دمرستو په پلمه زمونږ ملی غرور او ملی خپلواکی تر پوښتنی لاندی راولی. اوس هم افغانان ددی له پاره قربانی ورکوی چی دپردیو موخی زمونږ په هیواد کی تطبیق نه شی او افغانان په خپله خوښه خپل برخه لیک پخپله وټاکی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید