روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هیواد وال دی په فیسبوکې تبلیغاتو نه غولیږی

افغانان چې د اشغال د جګړییزو ناخوالو څخه په سوله ییزه فضا کې ژوند پیل کړی ورسره جوخت د راپاتی شویو اقتصادی ستونزو د رغاونی په چارو بوخت دی او هغه لاری لټوی چې د هیواد د ملی ګټو د پیاوړتیا لامل ګرځی نو ځکه د افغانستان اسلامی امارت مسوولین د هغو پیسو په خلاصون پر له پسی توګه کار کوی کوم چی د اشغالګری ځواکونو د واکمنانو له خوا کنګل شوی دی د هیواد په پرمختګ او اقتصادی پیاوړتیا کې مناسبی چاری ترسره کوی. د بل اړخه باید ومنو چې د اشغال له پای ته رسیدو وروسته ډیری اقتصادی ستونزی چې هیوادوال یی له اندیښنو سره مخامخ کړی ورځ تر بلی د رغیدو په حال کې دی د دولت ټولو کار کوونکو ته معاشو نه ورکړل شوی او د دولتی چارو په لګښت کې سمسمکې رامنځ ته شوی هڅه کېږی چې نیمګړتیاو ته په وقت ځواب وویل شی او د چارو د سمون له پاره نوری اسانتیاوی رامنځ ته شی.

دغه راز د هیواد په مختلفو سیمو کې د بیارغاونی چاری چې نیمګړی پاتی وی د رغیدو په حال کې دی. ډاډ ترلاسه شوی چې نړیوال مرستندویه هیوادونه به له افغانانو سره خپلی مرستی روانی وساتی او د اړمندو کورنیو سره به د خوراکې توکو د ویش په هکله هلی ځلی نه سپموی. اسلامی امارت چې د نړیوالو مرستندویه هیوادو د مرستو هرکلی کوی تمه لری ی په هیواد کې د دایمی او ډاډمن امنیت له کبله به په انسانی مرستو کې زیاتوالی راولی.

دولتی مسولین خوښ دی چې په کور دننه او بهر د هیواد سوداګر خپلی سوداګرییزی چاری داسی سمبال کړی چې په هیواد کې سرمایه ګزاری وکړی او په هیواد کې وزګار هیوادوالو له پاره د کار زمینه برابره کړی. ځکه اوس په هیواد کې د هغو سوداګرو په وړاندی ټول خڼډونه چې په تیرو حکومتونو کې شتون درلود له مینځه تللی او په پوره پیمانه اسانتیاوی ورته برابر شوی دی ښه به وی چې ملی سوداګر چې د هیواد ملی ګټی ارزښتمندی ګڼی باید د هیواد په صنعتی پراختیا کې برخه واخلی ترڅو هیواد مو د پردیو د احتیاج او اړتیا څخه وژغورل شی. همدا اوس دولتی چارواکې په دی بوخت دی چې په هیواد کې ستراتیژیکې بنیادی لوی پروژی چې د شرکتونو سره د متقابلو ګټو د خوندیتوب او د ملی اقتصادی د پیاوړتیا وړ کرځی غیږ خلاصه کړی کېدای شی ډیر ژر د ځینو ارزښتناکو لویو پروژو کار پیل او د وزګارو هیوادوالو له پاره د کار زمینه برابره شی. په یو شمیر ملکې ادارو کې د مسلکې کسانو له پاره د ګمارنو هڅی پیل شوی او هغه کسان چې مسلکې وړتیا ولری د ازاد رقابت له لاری به وګمارل شی. د معدن او پطرولیم په وزارت کې د مسلکې کسانو له پاره د ځینو مسلکې بستونو له پاره د ازاد رقابت له لاری خبرتیا راپه ګوته کوی چې د چارو د سمون له پاره ګړندی ګامونه پورته کېږی غوره به وی چې په هیواد مین او په کار پوهه هیوادوال د هیواد د ابادی او بیارغاونی له پاره کارونو ته راودانګی او پرته له ستړتیا څخه د جګړه ځپلی هیواد په بیارغاونه کې برخه واخلی. اوس د هر وخت څخه د هیواد د ابادی او سمسورتیا له پاره لار هواره شوی او د جګړییزو اندیښنو ټغر د خدای(ج) په فضل او د اسلامی امارت د مجاهدینو په سرښندنه د تل له پاره ټول شوی. نو له دی کبله ویلی شو چې د هیواد روڼ اندی دی ځان بیګانه نه ګڼی او د هیواد په ابادی کې دی برخه واخلی ترڅو د لاس وهونکو اشغالګرو د لاس وهنی سره سره په دی وتانیږو هیواد د اوسنی حالات څخه د هوساینی په لور بوځو ځکه بهرنیان او ترڅنګ یی یو شمیر لاس وهونکې هیوادونه نه غواړی چې په خپلو پښو ولاړ افغانستان ووینی تل یی هڅه کړی چې د افغانانو له پاره په یو ډول نه ډول ستونزی راپیدا کړی او پری نه ږدی چې د هوسا ژوند څخه برخمن شی. خو باور تر لاسه شوی چې د اشغالګرو د وتلو سره سم په هیواد کې د خپلواکې او آزادی بیرغ رپیدلی. هیڅ ځواک نه شی کولی د خپلو موخو د ترلاسه کولو له پاره عملی چاری ترسره کړی.

پوهیږو چې د هیواد د سولی او سوکالی دښمنان آرام نه کښینی خو هیوادوالو په تیرو جګړییزو کلونو کې زیاتی تجربی ترلاسه کړی اوس نه غواړی چې ځینی ډلی ټپلی دی د خپلو ګټو د خوندیتوب له پاره خلک په ځان راټول او سوله ییزه فضا د اندیښنو سره مخامخ کړی. ځکه افغانان په تیرو شلو جګړییزو کلونو کې د ویر او ماتم ډیری شپی ورځی تیری کړی او چې د سولی د رامنځ ته کېدو له کبله د هیواد په هرګوټ کې د ارامی شپی ورځی تیروی د خپل اسلامی امارت څخه خوښ ښکاری او ډاډ ورکوی چې د اسلامی امارت سره د ملاتړ تر څنګ به د هرډول ویره اچونکو په وړاندی بی توپیره پاتی نه شی او د مخنیوی په هکله به د هیڅ ډول هلو ځلو څخه دریغ ونه کړی. اسلامی امارت چې د ویښو او سرښندونکو مجاهدینو په وسیله سراسری امنیت ټینګ کړی. هڅه کوی چې بلوسګرو نه توانیږی په هیواد کې تامین شوی سوله وګواښویاو یا هیوادوال د اندیښنو سره مخامخ کړی. لیدل کېږی چې د هیواد څخه بهر تښتیدلی مافیایی ډلی ټپلی چې فیسبوکې تبلیغات یی پیل کړی غواړی چې هیوادوال د اندیښنو سره مخامخ کړی خو د اسلامی امارت مسوولین خپلو هیوادوالو ته په هیواد کې د سراسری امنیت ډاډ ورکوی او ټینګار کوی چې هیڅ ډله ټپله به ددی توان ونه لری چې په هیواد کې د هیوادوالو سوله ییز ژوند وګواښوی او یا د هیواد دپرمختیایی هڅو مخنیوی وکړی ځکه هیوادوال نور د جګړو او مرګ ژ،بلی توان نه لری او د جګړه غوښتونکو سره به هیڅ وخت اړخ ونه لګوی او د هغوی په وړاندی به کرکې ترڅنګ د اسلامی امارت سره هر ډول مرسته ونه سپموی.

متین

ممکن است شما دوست داشته باشید