روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هیله  ده چی سوله ییزی هڅی دلاسته راوړنو سره مل وی

 دافغانستان دسولی له پاره دامریکا دمتحده ایالاتو دبهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سوله ییزی هڅی چی دمخالفو وسله والو طالبانو داستازو سره په پنځه پړوانو کی ترسره شوی اوس دهیواد دملی یووالی دحکومت دمشرتابه او نورو مخکښو څیرو سره شریکی کړی او هغه اندیښنی او انګازی به را جوتی شی کومی چی دامریکایی پلاوی او طالبانو داستازو ترمنځ ورباندی په مختلفو ځایونو او پړاونو کې خبری اتری ترسره شوی دی.

ډاډه یو چی ددولت لوړ پوړو چارواکو به دخلیلزاد سره دهمیشنی سولی درامنځته کیدو جزییات شریک کړی وی او هغه اندیښنی چی دهیواد مختلف قشرونه، سازمانونه او روڼ اندی دڅوکلنو لاسته راوړنو په هکله لری څرګند کړی وی. ځکه چی دترلاسه شویو لاسته راوړنو څخه سترګی پټول به هیواد یوځل بیا دوروسته پاتی کلونو په شمیر کی وشمیری او هغه لار چی په ډیرو کړکیچنو حالاتو کی وهل شوی بیا به اوږد مهاله او ډیره ستونزمنه وی ځکه دبهرنیو مرستندویه هیوادو په مرسته توانیدلی یو چی دجګړی پرمهال دجګړییزو ستونزو سره سره ړنګ شوی ښوونځی بیا راجوړ او ترڅنګ یی په هغو لرو پرتو سیمو کی چی هیڅ وخت پکښی ښوونځی شتون نه درلوده راجوړ او دکوچنیانو له پاره دزده کړی مناسبه زمینه برابره شوی ده همدا اوس دهیواد پوره شمیرنه نجونی چی په تیرو رژیمونو کی ورته دزده کړی زمینه نه وه برابره اوس په هره سیمه کی دنجونو له پاره ځانګړی ښوونځی جوړ شوی او په پوره پیمانه نجونی په زده کړه بوختی دی.

دغه راز دنجونو دزده کړی دپراختیا له امله اوس مهال په زیاتو اداری واحدینو کی ښځی په دندو بوختی دی او خپلو نارینه ورونو سره دهیواد په بیا ودانولو کی برخه اخیستی چی خدمت کول ورته دملالی په څیر ویاړ ګڼل کیږی نو له دی کبله ټینګار پردی دی چی دهری سوله ییزی هڅی څخه هیوادوال دملاتړ دڅرګندولو ترڅنګ دمرکچیانو پام
دی ته راګرځوی چی دسولی رامنځته کیدل باید ددموکراتیکو ارزښتونو له مخی رامنځته شی نه دا چی دناخوالو اوستونزو ډکه سوله وی.

دملی یووالی دحکومت داجرائیه رئیس دوینا له مخی چی دخلیلزاد دوروستی سفر په هکله یی راخپره کړی جوتیږی چی تردی مهاله دسولی خبری وروستی او نهایی پړاوته نه دی رسیدلی هرو مرو به ددولت مسولین په هغو خبرو اترو خبری وکړی کومی چی دیوی همیشنی اوباعزته سولی سره تړاولری باوری یو چی دسوله ییزو خبرواترو ستونزمنه غوټه یوازی اویوازی افغانان را پرانستلی شی نو له دی کبله به مخالف وسله وال طالبان هرو مرو بین الافغانی مخامخ خبرو اترو ته تیاری ونیسی ترڅو ددواړو ښکیلو غاړو ترمنځ هغه خبری رابرسیره شی کومی چی جګړییزه ستونزه یی زیږولی.

دامهال خبری ښی او دخڼډونو په هواری روانی دی ځکه چی خلیلزاد دډاډګیرنی ترڅنګ په زغرده رابربڼډه کړی چی دستونزی اصلی او بنسټیزه جرړه افغانان راسپړلی شی نو‌افغانان باید سره کښینی او په خپلو کی دسولی درامنځته کیدو په ټولو جزییاتو خبری وکړی ترهغه چی یوه دایمی اوهمیشنی سوله رامنځته کړی خلیلزاد دبهرنیو هیوادو دسرتیرو دوتلو په هکله اوس څه نه دی ویلی خو څه موده وړاندی یی ویلی و چی بهرنی سرتیری په ګډه افغانستان ته راغلی او یوځای به له افغانستانه ووځی هغی دبهرنیو سرتیرو دوتلو دمحل ویش په هکله هم څه نه‌دی رابربڼډ کړی 

خو انګازی راخپری شوی چی دامریکا او طالبانو ترمنځ زیاتی خبری دبهرنیو سرتیرو په محل ویش راڅرخیدلی دی.

په هرصورت خبره پردی ده چی څنګه او څه ډول سوله رامنځته شی ترڅو افغانان ددی اوږد مهاله غمیزی څخه دتل له پاره خلاصون ومومی.

ښه به وی چی په هیواد کی مطرح او مخکښی څیری چی دا مهال په هیواد کی دخدمت کولو له پاره ځان واکمن او ژمن ګڼی دیوه رښتینی یوموټیتوب له مخی ټولی ناخوالی یوی خواته پریښودل شی او په ملی کچه داسی عملی اجماع رامنځته کړی چی دیوی تل پاتی سولی په رامنځته کیدو کې لاس بری ترلاسه کړی او دتاریخ پاڼی په خپلو ویاړنو اولاسته راوړنو ور ډکی کړی ترڅو راتلونکی نسلونه ورباندی وویاړی او دهغوی دراپاتی شویو لاسته راوړنو څخه برخمن شی.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید