روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

هندوستان: له ترورېزم سره د مبارزې لپاره باید د افغانستان وړتیا لوړه شی

د هندوستان د ملی امنیت سلاکار اجیت دوال د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې په سیمه ییزې امنیتی غونډې کې ووېیل، پکار ده چې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د افغانستان وړتیا لوړه شی.

ښاغلی دوال زیاته کړه چې هند له افغانستان سره تاریخی اړیکې لری او د هند حکومت تل د افغانانو ترڅنګ درېدلی او د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکړی.

په پلازمېنې دوشنبې کې د افغانستان په اړه په دې غونډه کې پر هند سربېره د روسیې، چین، ایران او منځی اسیا هېوادونو د ملی امنیت سلاکارانو برخه اخیستې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید