روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

همیشنی سوله په بین الافغانی خبرو کې نغښتی ده نه دتاوتریخوالی په زیاتیدوکې

دایومنل شوی حقیقیت دی چې دهری جګړی پای سوله وی نو غوره او ځیرکې خواوی هغه وی چې په لڼډمهاله کې دجګړی بندیدو او سولی د رامنځ ته کیدو له پاره عملی هڅی پیل کړی ترڅو دجګړی څخه راپاتی کیدونکی د روند بار لاپسی دروند نه شی. همدا اوس زموږ په هېواد کې د اوږد مهاله ناوړه جګړی له امله په پوره شمیرنه یتیمان، کوڼډی او معلول راپاتی شوی او دهری ورځی په تیریدو سره یې په شمیر کې زیاتوالی راځی ددی دردناکې شمیری پایلی هغه وخت دخواشینی وړوی چې جګړه لاپسی اوږده او دسولی څرګ  ونه لیدل شی.

افغان ولس چې دیوی نا اعلان شوی اوږد مهاله جګړی سره مخامخ دی تردی دمه یې د را پیل شویو سوله ییزو وړاندییزونو په هکله مناسبه اوپه زړه پوری لاس ته راوړنی نه ترسترګو کیږی منو چې سوله ییزی هڅی را ګړندی شوی خو پایلی یې چې د افغانانو په مرګ ژوبله کې کمی راولی نه شی لیدل کیدای ځکه چې دجګړی دپای ته رسیدو په وړاندی خورا زیاتی ستونزی او خڼډونه شتون لری او هغه هېوادونه چې په جګړه کې راښکیل شوی لاتردی دمه همغږی نه بریښی همداوجهه ده چې دسوله ییزو هڅو لاس ته راوړنی هم ستونزمنی ښکاری او په لڼډمهاله کې دجګړی پای ته رسیدل به ستونزمن کاروی هېوادوالو ولیدل چې د امریکا او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ دیوی اوږدی مودی خبری چې به نهو پړاونو کې ترسره شوی پرته له دی چې دجګړی دپای ته رسیدو لامل شی په جګړه کې یې پراختیا او سختوالی رامنځ ته کړو چې له امله یې زیات شمیر ملکی وګړو ته دمرګ  ژوبلی ترڅنګ مالی تاوانو نه ور ورسیدل. جوته شوه چې خبری همغږی نه وی او دنیمګړتیاو سره مل وی که چیری امریکایی پلاوی دولسمشر محمد اشرف غنی وړاندوینی چې دهر اړخیزی او همیشنی سولی له پاره یې ورسره شریکی کړی وی په خپلو خیروکې ځای ورکړی وی نو ترسره شوی هڅی به دومره په بیړه او بی درنګه له منځه نه وی تللی اوس اوس راجوته شوی چې امریکایی سیاست پوهان او چارواکې دترسره شویو خبرو نیمګړتیاوی را سپړی او ګوت څڼډنه کوی چې که د افغان دولت سوله ییزی وړاندوینی له پامه وغورځول شی او دافغانانو دمالکیت پرته دمخالفو وسله والو طالبانو سره معامله وشی نو همیشنی سوله نه شی رامنځته کیدای چی بیا به دامریکا او دهغی دانډیوالانو ګټی هم خوندی پاتی نه شی.

امریکایی پلاوی چی په دوحه کی دراپیل شویو خبرو پرمهال دمخالفو وسله والو طالبانو په کړو وړو ځان نانګاره کاوه او افغان وژنه ورته بی ارزښته معلومیده بیړه یی درلوده چی پرته دافغانانو له مناسبو او پرځای غوښتنو څخه چی داوربند او بین الافغانی خبرو په پیل کیدو راڅرخیدلی په پام کی ونه نیولی او یوی نیمګړی او بی ګټی توافقنامی ته ورنیږدی شول چی بیا دمخالفو وسله والو طالبانو دجګړه غوښتونکو هڅو له امله یی خپله څیره او نیت په ښه توګه رابربڼډ او دورنیږدی شوی هوکړی دله مینځه وړوله پاره یی لار هواره کړه.

دا مهال دامریکا کارپوهان دولسمشر دونالد ترامپ پریکړه پرځای بولی او دترهګرو په وړاندی دزیات فشار پلوی
کوی.

ترامپ چی خپله پریکړه یی غوره ګڼلی دمخالفو وسله والو طالبانو تیروتنه یی دطالبانو په زیان بللی او زیاته کړی یی ده په تیروڅو کلونو کی دومره نه و ځپل شوی چی په دی نیږدی څو ورځو کی وځپل شول دامریکا دبهرنیو چارو وزیر هم په مختلفو غونډوکی ټینګار کړی چی که مخالف وسله وال طالبان دویری اچونی او ګواښ څخه لاس وانه خلی نو خبری به پیل نه شی او دسختو غبرګونونو سره به مخامخ شی ولس مشر محمداشرف غنی چی دا مهال دجمهوری ریاست له پاره دټول ټاکنو دپایلو دمعلومیدو تروخته دسولی خبری خڼډولی وړاندوینه یی کړی چی سوله زمونږ هدف او کړنلاره ده خو که مخالف وسله وال طالبان وغواړی چی سوله وکړی نو لومړی دی اوربند وکړی بیا دی بین الافغانی مخامخ خبرو ته تیاری ونیسی ځکه چی افغان دولت څو څو واری دښه نیت له کبله داوربند وړاندیز وکړ او ترڅنګ یی دسولی دمشورتی لویی جرګی په سپارښتنه طالب بندیان چی شمیریی ۹۰۰ تنو ته رسیده خوشی کړل خو په مقابل کی مخالفو وسله والو طالبانو هیڅ ډول روغ نیتی و نه ښوده او دجګړی په دوام یی ټینګار درلود طالبان باید پوه شی چی افغان دولت دکمزورتیا له اړخه په مخالو وسله والو طالبانو دخبرو اترو دپیل کیدو غږ نه کوی بلکی دیوه قوی انسانی، اسلامی او افغانی خواخوږی له امله دسولی خبرو پیل کیدو ته تیاری ښایی څو په هیواد کی افغان وژنه پای ته ورسیږی او په هیواد کی دکوڼډو او یتیمانو په شمیر کی نور زیاتوالی ونه لیدل شی. نو غوره او اړینه به دا وی چی مخالف وسله وال طالبان په خپلو کړنو له سره غور وکړی او دتیرو تیروتنو په ځای داسی څه په پام کی ونیسی چی یوه تل پاتی او همیشنی سوله رامینځته شی او افغان وژنه پای ومومی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید