جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
د هلمند ولایت مقام لخوا د جنوبی او مرکزی ولسوالیو د نظارت لپاره ټاکل سوی پلاوی تېره ورځ د مارجې ولسوالۍ په بلاک نو، قاسم بازار او لوچهاراهی کی بېلابېل مجلسونه ترسره کړل.
په دغه غونډو کی د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکو، مسؤلینو، علماءکرامو او مجاهدینو ګډون درولود.
لومړی په بلاک نو سیمی کی مجلس د قرآنکریم د سپېڅلو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د هیئت د مشرتابه لخوا د غونډی ګډونوالو ته د هیئت معرفت وشو او د یادو استازو څخه د محاکمو استازی غازی مولوی، دصفونو د تصفیې کمیسیون استازی او د یاد هیئت مشرتابه د مجلس ګډونوالو ته ویناوی وکړې، د خپل سفرونو د موخو، صفونو تصفیې کمیسیون او ګڼورو نورو مسایلو په اړه یې دوی ته معلومات ورکړل، همداراز ددغه سیمی اوسېدونکو له نوموړی هیئت سره خپلی ستونزی او غوښتنی شریکی کړې، دوی وویل چی زموږ په ولسوالۍ کی دی ویالی او زابران جوړ شی، په روغتایی برخه کی دی دغه ولسوالۍ ته توجه وشی، زموږ خلګ له اقتصادی ستونزی سره مخ دی باید اړینی مرستی وسره وشی.
ددوی د غوښتنو او مشکلاتو تر اورېدو وروسته د هیئت لخوا له دوی سره ژمنه وشوه چی ږغ به یې تر اړونده ادارو پوری رسوی.
ورپسې یاد پلاوی د مارجې ولسوالۍ په قاسم بازار کی هم ددغه سیمی له خلګو، مسؤلینو او مجاهدینو سره مجلس وکړ، ددغه سیمی د اوسېدونکی مشکلات یې واورېدل، د مجلس ګډونوالو ته یې د صفونو د تصفیې کمیسیون په اړه معلومات وړاندی کړل، او یادی سیمی اوسېدونکو ته ډاډ ورکړل شو چی ستونزی به یې د حل موخه تر ولایتی ادارې رسیږی.
همداراز هیئت د مارجې د لوچهاراهی سیمی څخه هم لیدنه وکړل ددغه سیمی د اوسېدونکو، علماء کرامو، مسوولینو او مجاهدینو سره یې خبری وکړې ددوی ټولی ستونزی یې له ځان سره یاداښت کړې او دوی ته یې ډاډ ورکړ چی ستونزی به یې تر اړونده ادارو پوری ورسوی.
د یادونی وړ ده چی یاد هیئت په دغه ولسوالی کی د بندیانو د دوسیو ترڅېړلو وروسته یو شمېر بندیان هم له زندانه خوشی کړل.