روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هر څوک چی نظام تخریبوی، زموږ دښمن دی

د ملی امنیت شورا سلاکار دوکتور حمدالله محب د جدی پر ۸ نیټه د دفاع وزارت ته د اسدالله خالد د معرفی په مراسمو کی ګډونوالو ته په لنډو جملو کی ډیره د مفهومه ډکی خبری وکړې، او په څو جملو کی یې د دښمن تعریف، روان حالت، د دښمن اهداف، او د افغان حکومت غوښتنه او تګلاره بیان کړه.

هغه پخپله وینا کی وویل:

 ” د دښمن تعریف روښانه دی، هر څوک چی نظام تخریبوی زموږ دښمن دی، او موږ یې په مقابل کی جنګیږو، زموږ لپاره اولویت سوله ده، خو د هغو کسانو لپاره چی سولی ته اماده وی.”

محب زیاته کړه، موږ ته دجنګ مدیریت مهم دی، تر سیاسی مخالفتونو ورهاخوا د جګړې مدیریت لومړیتوب لری. د هیواد دښمنان هر ځای چی وی غواړو نابود یې کړو او له منځه یې یوسو.

طالبان له نیږدې ۱۸ کلونو راهیسی د افغان حکومت سره د سیمی د هیوادونو او د هغوی د استخباراتو نیابتی جګړه پر مخ وړی، یاده جګړه چی طالبان یې په ښکاره ډول د حکومت او نظام په وړاندی ترسره کوی. خو په اصل کی ددې جګړې د قربانی شویو ګڼشمېر بې ګناه افغانان دی چی د دولت د مخالفینو له لوری د خپل مخالفت له هغه لومړیو وختونو څخه تر هدف لاندی نیول شوی او نیول کیږی. د جګړې په ډګر کی د عامو او بې ګناه افغانانو څخه د سپر او د کورونو او استوګنځایونو څخه یې د سنګر په توګه استفاده کوی چی په دې ۱۸ کلونو کی موږ د ډیرو داسی پیښو شاهدان یو چی مخالفینو خپل هدف عام او بې ګناه افغانان ګرځولی دی او د افغانانو لپاره عام المنفعه ځایونه یې وران کړی، مکتبونه، سړکونه، پلچکونه، د اوبو بندونه، د بریښنا مزی او داسی نور څه یې په مختلفو بهانو لمنځه وړی دی.

که څه هم وسلوالو طالبانو  په ډیری بې رحمی سره د دولت د کارمندانو او عامو افغانانو وژنی ته دوام ورکړی دی، خو په مقابل کی یې بیا افغان حکومت په وار وار طالبانو ته د خپلو وړونو خطاب کړیدی او له هغو څخه یې غوښتی چی له خپل بغاوت څخه لاس واخلی او د دوی سره په مشترک ډول اوږه پر اوږه په نظام کی برخه واخلی او پریږدی چی افغانان د سولی او ورورولی په فضا کی یو د بل په څنګ کی ژوند وکړی او په وار وار یې طالبانو ته د سولی وړاندیزونه کړی دی خو هر ځل د طالبانو له خوا د حکومت د سولی وړاندیز رد شوی دی.

پدې وروستیو کی حکومت طالبانو ته د بې قید او شرطه سولی وړاندیز وکړ او اعلان یې وکړ چی په هر ډول شرایطو کی بې له قید او شرطه څخه اماده دی چی د دوی سره مخامخ د سولی په اړه خبری وکړی او یو تفاهم ته ورسیږی.

د طالبانو سره له جګړې وړاندې لومړیتوب سوله ده. موږ غواړو چی له طالبانو سره د سولی یو تفاهم ته ورسیږو او د طالبانو سره مخامخ خبری وکړو.

په پاکستان کی  د امریکایانو له لوری د لوړ پوړو القاعده، داعش او طالب چارواکو په نښه کیدل او همدارنګه په افغانستان کی د ځینو بریدونو وروسته د اسنادو په مټ دا ثابته شوې ده چی یاد بریدونه له پاکستان څخه پلان شوی وه او یا هم لږ تر لږه له دا ډول بریدونه د پاکستان په خاوره کې طرحه شوی او بیا په افغانستان کې ترسره شوی دی.

همدارنګه په دی وروستیو وختونو کی د طالبانو څخه په غزنی کی ایرانی وسلې ونیول شوې. ددې تر څنګ د فراه په ګډون په ځینو نورو سرحدی سیمو کې له طالب اورپکو نیول شوې وسلې هم ایرانۍ وې.

نو له دې څخه معلومیږی چی اصلا د پردې تر شاه خبرې نورې دی. په افغانستان کی مخالفې وسلوالی او تروریستی ډلی د سیمی د استخباراتو لخوا تمویلیږی، او یادې ترهګری ډلی هم د پردیو استخباراتی ډلو اهداف په افغانستان کی پلی کوی.

 په افغانستان کی هم د حکومت او طالبانو تر منځ جنګ  د خارجی قوتونو د شتون په خاطر نه، بلکی د سیمی داستخباراتو د ګټو جنګ دی. طالبان ددې لپاره جنګېږی چې افغانستان هیڅکله دومره خودکفا نه شی او افغان حکومت پر خپلو پښو ونه دریږی چی  د هېواد پر هره برخه په پوره ډول حاکمیت ولری.

دا چی افغان حکومت په وار، وار طالبانو ته د سولی وړاندیز کړی دی خو طالبانو  هر وار رد کړیدی او ویلی یې دی چی موږ هیڅکله د افغان حکومت سره مخامخ خبری او دسولی په اړه ناسته نه کوو. طالبانو تل ټینګار کړی دی چې  موږ یواځی دامریکا سره مخامخ خبرو ته چمتو یو.

د امریکا د ولسمشر لخوا د افغان سولی لپاره د امریکا ګومارل شوی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په پاکستان، روسیه، متحده عربی اماراتو او نورو هېوادونو کی د طالب استازو سره د افغانستان د سولی په خاطر مخامخ خبری وکړې چی په یاد ناستو کی پاکستان هم ګدون درلود.

افغان حکومت هغه ټولې ناستې چې د افغانانو استازیتوب په کې نه وی، د اصولو خلاف وبللې او په وار وار یې وویل چی د سولی خبری باید د افغانانو په مشری ترسره شی او باید بین الافغانی وی. حکومت ټینګار کوی چې که چېرې طالبان  نه غواړی چی افغان حکومت په دې ناستو کی اشتراک وکړی، دا په دې مانا ده چی دوی نه غواړی چی سوله وکړی او لا تر اوسه هم د سولی اراده نلری.

افغان حکومت تل د طالبانو او د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو ترمېنځ هغه خبرې اترې چې حکومت په کې مخامخ ګډون ونه لری، خپلی اندیښنی شریکی کړیدی او ویلی یې دی چی د سولی پروسه یوه ملی پروسه ده، او ددې پروسې څخه د یوې داسې معاملې په ډول چی پکښی د  ګاونډیو او نورو هیوادونو په ګټه شرایط وضع شوی وی د منلو وړ نده. افغانستان د طالبانو پر وړاندې له هېواده د دفاع پر لار ډیری قربانی ورکړیدی. ددې قربانیو درناوی باید وشی او د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې باندې د سولې تر نامه لاندې له پروژې قربانی نشی.  پدې اړه د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب یادونه وکړه چی داسی سوله غواړو چی د افغانانو عزت پکښی خوندی وی او هغه قربانۍ چی پدې لاره کی افغانانو او افغان حکومت ورکړیدی د هغه تر پښو لاندی کول ورته د منلو ندی.   

د یادونی وړ ده چی له تیرو دوو میاشتو راهیسی د طالبانو په وړاندی د افغان حکومت پالیسی بدله شوې ده او له دفاعی حالته یې تعرضی حالت اختیار کړیدی. همدارنګه په خپلواک ډول یې د مخالفو وسلوالو په وړاندی  شپنی هوایی بریدونه پیل کړی چی مخالفینو ته یې په زیاته کچه مرګ ژوبله هم اړولې ده.  په شاوخوا تېرو دوو میاشتو  کی یې نږدې ۱۱۰۰ تنه طالبان چی ۱۹ تنه یې مخکښ قومندانان، استخباراتی مسؤلین او والیان دی، وژل شوی دی.  طالبان نور نه شی کولای چی د افغان حکومت په وړاندی جنګ ته ادامه ورکړی او طالبانو ته دا ثابته شوه چی د جنګ او نظامی لاری نه شی کولای چی خپلو اهدافو ته ورسیږی. له سولې پرته دوی بله لار نه لری. 

  د طالبانو پر وړاندې د همدې ستراتېژۍ په چوکاټ کې د ولسمشر لخوا په امنیتی ارګانونو کی دوه داسی وزیران په دنده ګومارل شوی دی چی د سیمی د هیوادونو داستخباراتو په اړه په کافی اندازه معلومات لری او د مخالفینو په اړه ډیر جدی او قاطع دریځ لری.

 طالبان اوس کوښښ کوی چی د جګړې په ډګر کې خپله ماتې په داسې اعلامیو پټه کړی چې ګواکې عامه اذهان وغولوی. د بېلګې په ډول ځینی داسی اعلامیې خپروی چی په عامیانه اصطلاح “د مرګ ورته ووایه او په تبه یې راضی کړه.”

طالبانو په تیرو څو ورځو کی یوه اعلامیه خپره کړه چی ویلی یې وه، چی وروسته له سولی عمومی عفوه اعلانوی، دې اعلامیې که څه هم ظاهراً  خلګ خوشحاله کړیدی خو که ددې اعلامیې ژورې ته وګورو، دا ثابتوی چی ګواکې دوی یو خپلواک نظام لری او تر سولی وروسته به عمومی عفوه اعلان کړی، پداسی حال کی خلک نه بلکی دوی به له غارو څخه راوځی او د یو هوسا ژوند خاوندان به شی.  که له بله اړخه ورته وګورو دوی کوښښ کوی چی پر خپلو جنایتونو باندی پرده واچوی او خلګو ته ذهنیت ورکوی چی دا پر خلګو باندی د دوی یو احسان دی چی دوی عمومی عفوه اعلانوی. حال دا چی دوی باید د خپلو جنایتونو په اړه  د ټولو افغانانو څخه عمومی عفوه وغواړی.

مسعود افغان

ممکن است شما دوست داشته باشید