روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

نوماندان باید دتاوتریخوالی څخه ډډه وکړی

په داسی حال کې چی دیوی خوا دسولی دبین الافغانی خبرو پیل کېدل را نیږدی شوی دبلی خوا دجمهوری ریاست دنوماندانو کمپاین هم پیل شوی دی دنوماندانو دسیالی کمپاین په داسی وخت پیلیږی چی مخالف وسله والو دکمپاین په لومړی ورځ دهیوادوالو په وینو خپل لاسونه سره کړل او یو شمیر بی ګناه هیوادوال یې دمرګ ژوبلی سره مخامخ کړل. دمخالفو وسله والو غبرګون جوتوی چی دولسواکې سره مینه نه لری غواړی چی جګړه سخته او دهیوادوالو ترمنځ دویری اوګواښ فضا رامنځته کړی. خو دهیوادوالو په تیرو جګړییزو کلونو کې راښودلی چی دولسواکې ضد پلویانو څخه به هیڅ ډول ګواښ او ویری اچونی څخه و نه ویریږی او ددموکراسی دپیاوړتیا له پاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړی. معلومیږی چی په تیرو ټول ټاکنو کې هیوادوالو خورا زیاتی ستونزی وګاللی ترهغه چی په ځینو سیمو کې دګوتو دپری کېدو تر حده یی په ټول ټاکنو کې دګډون څخه ډډه ونه کړه او دولسواکې ډپراختیا له پاره هر ډول قربانی ته یی تیاری وښود.اوس هم به دتیر په څیر دخوښی نوماند ته په رایی ورکونی سره دولسواکې بنست پیاوړی کړی او خپل ځان به په دولسی واکمنی کې ووینی ځکه ټول ټاکنی دی چی ولس پکښی ګډون کوی او دکار سړی کار کولو ته رامخ ته کوی.اوس چی دنوماندانو کمپاینی سیالی پیل شوی هیوادوال تمه لری چی دولتی مسول چارواکې دزیاتو هلوځلو پربنسټ وتوانیږی دمخالفو وسله والو دګواښ او ویری اچونی مخه ونیسی ترڅو نوماندان په سوله ییزه فضا کې دهیوادوالو په وړاندی

خپلی ژمنی او وړاندوینی څرګندی کړی خوښه او غوره به داوی چې په ټوله کې ددی ملی پروسی د امنیت په تامین کې هېوادوال مرستی ته راودانګی او دویره اچونکو دناوړه موخو په وړاندی دهیڅ ډول هلوځلو څخه دریغ ونه کړی ځکه دولسواکۍ دستنو پیاوړتیا دولس په ملاتړ پوری تړلی ده که ولس وغواړی نوشونی ده چې په تاوتریخوالی کې کمی راشی او ټاکنیز بهیرپه سوله کې پای ته ورسیږی.

ډاډه یو چې ملی وسله وال پوځ به دروان امنیتی وضعیت ته په کتو سره یو لړ اضافی او مناسب پلانونه چې لازم ګڼل کېږی ترغور لاندی ونیسی ځکه هېوادوال تمه لری چې امنیتی ځواکونه به ددښمن دناوړه پلانونو په کشفولو کې ګړندی ګامونه پورته کړی او دکمپایونو دغونډوله پاره به د امنیتی خوندیتوب لار ور برابره کړی.

دټول ټاکنو لومړی ورځ چې دنیوکو او ملاتړ ترڅنګ د امنیتی ګواښوونی سره مل وه بیاهم ترسره شوه او هیله ده چې په راتلونکې کې نوماندان په خپلو غوڼډو کې دتشو او نیوکو د رابربڼدیو پرمهال داسی څرګندونی رابرسیره کړی چې تاوتریخوالی ته لمن ونه وهل شی ځکه ډیری نوماندانو څخه دهېواد دبیا ودانولو او په هېواد کې دملی یووالی دټینګښت تمه ترسترګو کېږی نو اړینه ده چې دکمپاین په بهیر او ترڅنګ یې د رسنیو سره په خبرو اتروکې داسی څه ته ګوته ونه نیول شی چې ستونزی پرستونزو  ور زیاتی کړی. نومول شوی نوماندان چې زیاته شمیرنه یې دهېواد په تیره او اوسنی واکمنی کې دندی ترسره کړی هېوادوال یې دکارکړنو په هکله پوره معلومات په لاس کې لری نو په هېوادوالو ده چې دخپلی مناسبی اوبی پری ارزونی له مخی دخپلی خوښی نوماند ته رایې ورکړی او دهېواد په آبادی کې برخه واخلی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید