روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

نسیمه نیازی په ولسی جرگه کی دهلمند ولایت استازی: یوازی دټاکنو خپلواک کمیسیون دقانون په اساس دا حق لری چی دټاکنو وروستی پایلی اعلان کړی

دافغانستان دولسمشری ټاکنی دروان کال دمیزان په شپږمه نیټه کال ۱۳۹۸ دهیواد په ۳۴ ولایتونو کی دطالبانو او داعش دګواښونی سره سره دټاکنو دخپلواک کمیسیون دښه مدیریت له امله اودافغانستان دوسلوال پوځ دډاډمن امنیت او ډیر ښه امنیتی تدابیر له مخی ټاکنی دامن په فضا کی ترسره شوی اوس دافغانستا خلک دټاکنو دخپلواک کمیسیون څخه دا هیله لری چی په پوره بی طرفی او قوی ځواک سره دټاکنو وروستی پایلی په تاکلی وخت دخلکو درایو پربنسټ اعلان کړی ترڅو په ملک کی یو مشروع نظام  اومنتخب جمهور رئیس ولرو دانیس دملی ورځپانی خبریال دموضوع په اړه له څوتنو هیوادوالو سره مرکی کړی چی خپریږی.

په ولسی جرګه کی دهلمند ولایت دخلکو استازی نسیمی نیازی دټاکنو دوروستی پایلو داعلان په اړه وویل:

ډټاکنو خپلواک کمیسیون دنده او مسولیت دی چی دولسمشری دټاکنو وروستی پایلی دنافذه قوانینو په رڼا کی په ټاکلی وخت اعلان کړی او دهیچا تر تاثیر لاندی رانشی اوس که څوک په ټاکنو کی ددرغلیو په اړه خبری کوی دا صحیح نه ده ځکه اوس دټاکنو ابتدایی پایلو داعلان لپاره څو ورخی پاتی دی دا دنوماندانو حق دی چی په ټاکلی وخت کی خپل اعتراضات دشکایتونو کمیسیون ته ددرغلیو مستند اسناد سپارلی وایی پدی صورت کی به دشکایتونو داوریدو کمیسیون ددوی شکایتونه په پوره غور سره څیړلی او ددوی قناعت به یی حاصل کړی وای.

نسیمی نیازی زیاته کړه: دولسمشری ټاکنی یوه ملی پروسه وه نه شخصی ولس په دی سختو شرایطو کی له خپلو کورونو څخه راووتل او دخپلی خوښی نوماند ته یی رایی واچولی حال دا چی دښمن په ولسونو کی ډیره ویره اچولی وه او تهدید یی هم کړی وه، نو دټاکنو خپلواک کمیسیون دی دولس پاکو رایو ته احترام قایل شی او یوه رایه دخلکو چی دخپل ارمان له مخی خپل نوماند ته د رای په صندوق کی اچولی ده باید ضایع نشی او مونږ دخپلی یوی رای څخه دفاع کوو.

پوښتنه: دځینو نوماندانو په وینا که چیری ټاکنی دوهم پړاوته لاړی شی ولس به بیا راووځی او خپلی رای به ورکړی.

ځواب: زما هیله دا ده چی دغه رای باید دوهم پړاوته لاړی نشی او کمیسیون باید خپله بی طرفی وساتی زه فکر نه کوم چی ټاکنی دی دوهم پړاوته لاړی شی دا چی فشارونه واردیږی دا علتونه لری دوی غواړی چی بیا یوه چوکی په یونوم غیر قانونی ځانته کمایی او پیدا کړی حال دا چی خلک په تیرو پنځه کلونو کی له دوه‌سری حکومت څخه په عذاب شوی او په تکلیف شوی دی.

مونږ له بین المللی ټولنی څخه دا هیله کوو چی خپل غرضونه دی زمونږ په ملی مسایلو کی ونه لټوی بلکی هیله مو ورڅخه داده چی پدی ملی پروسه کی دخپل توان په اندزه او حدود کی دیوه ښه نظام په جوړولو کی له مونږ سره مرسته وکړی ترڅو با اعتباره ټاکنی ولرو.

نسیمی نیازی زیاته کړه:

ولس نور د زورواکی حوصله او وس نلری دټاکنو دخپلواک کمیسیون څخه دولسونو هیله داده چې خپلواکۍ حفظ کړی او هیڅ زورواک ته تسلیم نشی خپله دنده په قوی عظم او ارادی سره په ډیری سپیڅلتیا سرته ورسوی او مونږ به هم کوښښ وکړو چې په راتلونکو ټاکنو کې د متقبلو کسانو مخنیوی دقانون په اساس وکړو باید ووایم دټاکنو خپلواک کمیسیون هم ویلی دی چې په ټاکنو کې دومره درغلی ندی ترسره شوی چې دټاکنو کړنی او یا مشروعیت دی ترسوال لاندی راولی.

په ولسی جرګه کې دهلمند ولایت دخلکو استازی وویل:
 زه دولسی جرګی او دهلمند دخلکو په استازیتوب د افغانستان له امنیتی او دفاعی ځواکونو څخه مننه کوم چې په ټول افغانستان کې دټاکنو امنیت یی ښه نیولی وه زه به دهلمند ولایت دټاکنو دورځی خپل دسترګو لیدلی حال تاسوته ووایم چې دهلمند ولسونه په ډیر ډاډه زړه ټاکنو ته راووتل او خپلی رایی دخپلی خوښی نوماند ته واچولی. بل له ولسونو څخه هم باید مننه وکړو چې ددښمن له ګواښوونو سره سره بیاهم له کورونو څخه راووتل او خپلی رای دراتلونکی نظام او راتلونکی ولسمشر دټاکلو لپاره استعمال کړی. بل دا باید په ډاګه ووایم چې یواځی دټاکنو خپلواک کمیسیون دقانون په اساس داحق لری چې د ټاکنو وروستی پایلی اعلان کړی او بل څوک ددی حق نلری چې خپل ځان په ټاکنو کې بریالی ملت ته وروپیژنی.

نسرین اوریاخیل وزیر اسبق وزارت کار و امور اجتماعی دیدگاه شان را چنین بیان داشت: از نظر ما انتخابات شش میزان ۹۸ بسیار خوب و مردم از آن راضی بود ما این انتخابات را خوب ارزیابی می کنیم که مردم افغانستان در دشوار ترین شرایط رئیس جمهور آینده کشور شان را از طریق دموکراسی تعیین می کند با وصف که دشمنان افغانستان این انتخابات را نا مشروع گفتند و تهدید کردن که هیچ کس نباید در انتخابات شرکت نمایند، اما مردم بازهم با شجاعت و مردانگی از خانه های شان برآمدن و رأی خود را به تکت دلخواه شان در صندوق ریختند همچنان ما از ارگان های امنیتی و دفاعی کشور قلباً تشکر می کنیم که امنیت روز انتخابات را فوق العاده تأمین کرده بود که مردم توانستند در فضای امن و به روحیه آرام در انتخابات شرکت کردند.

نسرین اوریاخیل رئیس شورای عالی طبی پیرامون مسئولیت کمیسیون مستقل انتخابات گفت: کمیسیون مستقل انتخابات بسیار کم وخت داشت با آنهم پروسه ملی را خوب مدیریت کردند که قابل تقدیر هستند. آنانی که به آدرس کمیسیون چیزی می گویید. باید انصافاً گفت که کمیسیون از لحاظ تخنیکی پروسه را به سلامت به پیش بردند. باید گفت که مردم افغانستان به جهانیان ثابت ساختند که به دموکراسی باور دارند و به آن ارج می گذارند و زعیم خود را خود شان تعیین می کند قابل ذکر است به نظر ما نظر به شرایط جنگی در کشور اگر ۵۰۰۰۰۰ رأی هم باشد قابل تقدیر است.

اوریاخیل اضافه کرد: جای افتخار است که یوناما یعنی نماینده ملل متحد در کابل و سفیر ایالات متحده امریکا در کابل و نماینده اتحادیه اروپا در کابل از تدویر انتخابات ریاست جمهوری اسلامی افغانستان حمایت شان را اعلام نمودند و از اشتراک گسترده مردم افغانستان در انتخابات ۶ میزان ۹۸ بخاطر تعیین رئیس جمهور آینده شان تشکر نمود. در اخیر از کاندیدان محترم ریاست جمهوری اسلامی افغانستان می خواهم به فیصله و اعلان نتایج کمیسیون مستقل انتخابات احترام وحرمت بگذارند و هر آن کسی که برنده اعلان گردید به آنها تبریک بگویند تا این اصل در افغانستان نهادینه گردد.

لیکوال او دسیاسی چارو شنونکی فضل الرحمن اوریا دولسمشری دټاکنو د وروستی پایلو په اړه خپل نظر داسی بیان کړ: دټاکنو خپلواک کمیسیون دی یو سوچه، با اقتداره حکومت او دولت باید دخلکو درایو پربنسټ رامنځته کړی چې هغه د دوه سری او دری سری حکومت سره دتل لپاره خدای پامانی وکړی.

اوریا زیاته کړه: دټاکنو په پخوانی کمیسیون دخلکو باور شتون نه درلود او دکمیسیون
 بی طرفی ترپوښتنی لاندی وه. مګر د اوسنی کمیسیون نننیو کړنو اوښه مدیریت دا وښوده چی دخلکو اعتماد او باور لاسته راوړی ترڅو ولس ورباندی اعتماد وکړی او اعتماد هغه وخت رامنځته کیدای شی چې دټاکنو خپلواک کمیسیون خپله بی طرفی او خپلواک بودن حفظ کړی.

محمد ضیا بومیا لیکوال ژورنالیست او دسیاسی چاروشنونکی وویل: له ټولو مخکی باید دا ووایم چې د افغانستان جمهور رییس دلومړی ځل لپاره د ټاکنو مصارف د دولت له مالیاتو څخه ورکړل بل د ۹۸ کال دټاکنو دامنیتی چارو ټول مسئولیت یوازی او یوازی زمونږ د وسله وال پوځ پرغاړه وه او خلکو وکولای شو په ډاډمنه فضا کې ټاکنو ته راووځی او خپلی رای دخپلی خوښی نوماند ته وکارولی زه دیو شهروند په حیث د افغانستان له ټولو امنیتی او دفاعی ارګانونو څخه باید مننه وکړم چې دټاکنو امنیت ته یی پوره پاملرنه کړی وه سره لدی چې طالبانو تهدید او ویره هم خپره کړی وه بل له خلکو څخه هم باید مننه وکړم چې دخپل سرپه بیه یې په ټاکنو کې ګډون وکړ اوس دټاکنو خپلواک کمیسیون ته پکار داده چې دخلکو یوه رایه هم باید ضایع نشی.

محمد ضیا بومیا په ټاکنو کې ددرغلیو په اړه وویل: لومړی به زه دټاکنو دورځی دخپلو سترګولیدلی حال درته ووایم. زه دری څلور ټاکنیزو مرکزونو ته قصداً ورغلم حال داچې زما تذکره په هغو مرکزونو کې ثبت او سټیکر شوی نه وه غوښتنه می له هریوه مرکز څخه داوه چی ماته اجازه راکړی چې خپله رایه وکاروم مګر چا اجازه رانکړه بیرته هغه مرکز ته راغلم چې تذکره می پکی ثبت او سټیکر شوی وه خپله رایه می دخپل خوښی کاندید ته واچوله باید صادقانه ووایم چې داماته ثابته شوه چې دټاکنو خپلواک کمیسیون کارکوونکی واقعاً ډیر ښه روزل شوی وه بل د ۹۸ کال ټاکنی رڼی وی البته دتیرو کلونو په پرتله هغو خلکو چې غوښتل خپل حق وکاروی هغوی ته دروازی خلاصی وی او پوره امنیتی تدابیر موجود وه.

پوښتنه: اوس خو زیات شمیر نوماندان ټاکنی رڼی نه بولی او دښکاره درغلیو له وجهی نه ټاکنی دوهم پړاوته لاړشی دټاسو نظر څه ده؟

ځواب: هغو نوماندانو چې په ولایتونو کې کمپاین نه وه کړی او اوس رای نه لری چې څرنګه وکولای شی یوه څوکی ترلاسه کړی نو د درغلیو خبری کوی خو زما په نظر بیا جان کیری نه راځی چې دوه سره حکومت جوړ کړی ځکه ملت له دوسری حکومت څخه ډیرستړی شوی او په تکلیف شوی او حقوق یی ترپښو لاندی شوی دی داځل باید حق حقدارته دپاکو رایو په اساس ورسیږی. نه د درغلیو په رایو.

هغه زیاته کړه: بل په هیڅ محکمه کې کله چې په هر مجرم حکم تطبیق کیږی هغه مجرم بیا نه وایې چې قاضی نن په ماباندی عادلانه حکم وکړ هرو مرو وایې چې دلته عدالت نه وه مراعت شوی که څوک ووایې چې په ټاکنو کې تقلب شوی زه یې دیو شهروند او رای ورکوونکی په صفت دغه ادعانه منم ځکه ما دخپلو سترګو لیدلی حال تاسوته بیان کړ. تقلب ناممکنه وه اوس باید ټول نومندان دټاکنو وروستیو بایلوته انتظار ولرو وی منو او د دمکواسی دغه زرین اصل ته احترام وکړو اوبریالی ته مبارک ورکړو.

اختر محمد اکاخیل

ممکن است شما دوست داشته باشید