روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ناتو:  نه غواړو چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځالی بدل شی

دروان ۲۰۱۸ ع کال ددسمبر په ۵ مه دبلجیم په پلازمینه بروکسل کې دناټو ۳۹ غړو هېوادونو دبهرنیو چارو وزیران، دنړیوالو سازمانونو استازی او خبریالان را ټول شوی و چې دناټو په دوه ورځنۍ نړیواله سرمشریزه کې دنورو نړیوالو امنیتی او سیاسی مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د روانی استخباراتی جګړی او دسولی، ثبات او د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت دمخالفینو او نورو ښکیلو خواوو سره دسیاسی حل دخبرو لپاره زمینه برابره کړی. ترڅو په افغانستان کې سوله او ثبات تامین شی.

دناټو نړیوال سازمان غواړی په افغانستان کې د تروریزم په وړاندی د افغان حکومت سره په ګډه کار وکړی.

دبروکسل په دی نړیواله غونډه کې چې د افغانستان داسلامی دولت دبهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی او ورسره پلاوی یې هم ګډون درلود، ددی سازمان عمومی منشی ینس سټولټمبرګ وویل: که ناټو له افغانستانه ووزی لګښت او مصارف به یې ترهغی ګران تمام شی چې په افغانستان کې اوس شته.

مونږ په افغانستان کې د افغانانو د امنیت او ساتنی په خاطر په افغانستان کې پاتی کیږو او نه غواړو چې دغه هېواد یوځل بیا دترهګرو په ځالی بدل شی.

هغه داهم وویل: باید له واقعبیینانه تحلیل څخه کار واخلوکه افغانستان پریږدو طالبان، القاعده او داعش راځی او دایو لوی خطر او ګواښ دی.

دناټو عمومی منشی ینس‎سټولټمبرګ د افغانستان راتلونکی جمهوری ریاست ټاکنو او انتخاباتو ته په اشاری وویل: افغان حکومت باید د انتخاباتو په اړه د امنیت او نورو اکمالاتی مسایلو ترڅنګ دجمهوری ریاست دټاکنو د دقیقی نیټی په اړه هم تصمیم ونیسی ترڅو دجمهوری ریاست راتلونکی ټاکنی او انتخابات په یو آرامه او پرامنه فضا کې ترسره شی.

باور دی که دناټو دنړیوال سازمان او غړی هېوادونه د افغان حکومت سره په همغږی په افغانستان کې په صادقانه او رښټینی توګه ددی سازمان دمنشور او ټګلاری سره سم په افغانستان کې دترهګرو په وړاندی او دسولی په راوستوکې خپلو ژمنوته متعهد او وفادار پاتی شی نه یوازی ترهګر به مهار قابوکیدو شی بلکی دیوی سراسری او با عزتی سولی لپاره به‎یې خپل نړیوال رسالت هم پرځای کړی وی.

ناصرشاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید