روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مولوی عبدالسلام حنفی: له افغانستان سره د ټولو مرسته کوونکو هیوادونو بنسټونو او واشخاصو هرکلی کوو

د افغانستان اسلامی امارت د ریاست الوزرا مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی د اسیا لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې سیمه ئیز رئیس الکساندر متییو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، الکساندر متییو په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې بشری مرستو ته په اشارې وویل، جنګ ځپلی هیوادونه او په ځانګړی ډول افغانستان د بشری مرستو او فعالیتونو لپاره موږ ته مهم دی.

نوموړی زیاته کړه، موږ په افغانستان کې د ۱۴۰ کلینیکونو د تمویل ترڅنګ، د څښاک اوبو او ماشومانو ته د خوړو برابرولو په برخو کې هم فعالیت کوو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې استقلالیت ته باید درناوی وشی.

د افغانستان اسلامی امارت د ریاست الوزرا مرستیال د سره صلیب نړیوالې کمېټې سیمه ییز رئیس ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، له افغانستان سره د ټولو مرسته کوونکو هیوادونو، بنسټونو او اشخاصو هرکلی کوو.

مولوی عبدالسلام حنفی زیاته کړه: د امنیت له تامین وروسته دا مهال افغانان د روغتیا، زده کړو، خوړو، انکشاف، د روږدو کسانو د درملنې، د نشه یی توکو د مخنیوی او نورو برخو کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لری او اسلامی امارت د هغو د ترسره کولو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دی.

نوموړی په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بشری مرستو د قدردانۍ ترڅنګ وویل، هیله ده تاسو خپلې بشری مرستې او روغتیایی خدمتونه د افغانستان ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو ته هم وغځوئ.

ممکن است شما دوست داشته باشید