روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مولوی شریف الدین مسلم: له ۱۲ سیلاب ځپلو، کورنیوو سره مرستی شوې دی

اختر محمد اکاخېل

د پېښوو پروړاندې د مبارزې وزارت په ټول وس هڅې کوی، چې له طبیعی پېښوو زیانمنو خلکو ته پر وخت ورسېږی او لاسنیوی یې وکړی، دا دنده د دغه وزارت ستر لومړیتوب دی. بل دا چې د دغه وزارت ستره دنده دا ده، چې د کال په بېلابېلو فصلونو په ځانګړې توګه د ژمی په موسم کې د واورو، سېلابونو او هرو پېښو په وړاندې خپل تدابیر له وړاندې ونیسی.

دموضوع په اړوند مو دپېښوو پر وړاندې مو دمبارزې وزارت له مرستیال مولوی شرف الدین مسلم سره مرکه کړې او له هغه څخه مو په د دغه وزارت د تیاریوو او پلانونو په اړه پوښتلی دی:

پوښتنه: که راته ووایت چې تاسو د وروستیوو سیلابونو له زیانمنو کسانو او کورنیو سره تر کومه مرستې کړې دی؟

ځواب: ورستی اورښتونه، بارانونه او واورې نسبت نورو کلونو ته زیاتې وې، د سیلابونو له امله ځانی او مالی زیانونه هم خلکو ته واوښتل، خلک هم محتاج اوله فقر سره مخامخ دی، خو دپېښوو پروړاندې دمبارزې وزارت بیړنی اقدامات وکړل، د دې لپاره له وړاندې تدابیر نیول شوی وو.

مسلم زیاته کړه: په تېرو میشاتو کې خو سیلابونه په ۲۴ ولایتونو کې راوتلی وو خو په (دیارلس) ولایتونو کې لکه پروان، بدخشان، تخار، بلخ، فاریب، بادغیس، سرپل، هرات او… ولایتونو کې ډېر زورورو وو، نو تلفاوت او زیانونه یې هم خورا ډېر وو.

دپېښوو پروړاندې دمبارزې وزارت هڅه وکړه او په ډېره بیړه یې اړینې مرستې سېلاب ځپلو او زیانمنو خلکوته ور ورسولې، چې خېمې، ترپالونه، البسه، ظروف، خوراکې توکې او… پکې شامل وو.

((یادې مرستې مو هغو کورنیو ته ورکړې چې کورنه سیلاب په بشپړه توګه له منځه تللی وواو دوی لاس تر زنې ناست وو.))

مولوی شرف الدین داهم زیاته کړه،: موږ د افغانستان د اسلامی امارت کومې نقدې مرستی چې شوې وې هغه موهم هغو کورنیو ته ورکړې چې ځانی او مالی تلفاوت یې لرل. که څه هم دغه نقدی مرستې دسیلاب ځپلو لپاره بسنه نه کوی، خو بیا هم له هغوی سره بیړنۍ مرستې وشوې.

پوښتنه: له سېلاب ځپلو کورنیو سره دملګرو ملتونو خیریه موسسو هم مرستې وکړې؟

ځواب: دغو مؤسسو هم هڅه وکړه او مرستې یې وکړې، لکه یونیسف او یو ان اچ سی آر.

پوښتنه: آیا بهرنۍ خیریه موسسې دتاسو تر نظارت لاندې کار کوی او که خپلواکه دی؟

ځواپ: موږ داکوښښ کړی او غوښتنه مو ترې کړې، موږ هغوی ته روښانه کړې، چې اوس په ټول افغانستان کې امنیت قایم ،اسلامی امارت هرڅه په خپله هم په شفاف ډول کار کوی اوله بل څخه هم غواړی چې کارونه یې په شفاف ډول ترسره شی او په دې موراټینګ کړی هم دی. داموهم ورته وېیلی کوم خڼدونه چې پخواکې وو، اوس له مخې لرې کړی شوی دی، د تاسو په کارونو کې مداخله هم نه کوو، خو په کارونو کې مو شفافیت غواړو او څارنه پرې کوو.

پوښتنه: د افغانی سری میاشتې ټولنې مرستې او کارونه څنګه ارزوئ؟

ځواب: دسرې میاشتې ټولنه له موږ سره همغږې ده او له سېلاب ځپلو او زیانمنو کورنیوو سره یې نقدی، غذایی او غیر غذایی مرستې وکړې موږ د دوی له همکارۍ او همږۍ راضی یوو.

پوښتنه: له ملګرو ملتونو او ګاونډیوو هېوادوڅخه څه ده چې دوی د افغانستان له جنګ ځپلی هېواد سره د طبیعی پېښوو په وړاندې د مبارزې په وخت کې بشری مرستې ونه سپموی.

ځواب: موږ له ګاونډیوو ملکونو او خاصتاً د هغو ملکونو له سفیرانو چې په کابل کې د سفارتونو دروازې پرانیستې او عملاْ کار کوی، ورسره مو غونډې کړې دی او غوښتنه مو ترې کړې چې له جنګ ځپلی افغانستان سره دطبیعی پېښوو او آفتونو په وخت کې بشری مرستې وکړی، خو له موږ سره دچین ، هندوستان، ازبکستان او پاکستان هېوادونو مرستې کړې،خو سعودی عربستان یوازې له سرې میاشتې سره مرستې کوی، ترکیې دمرستی وعده کړې ده.

پوښتنه: د ۱۴۰۱ کال ملی بودجه خود د اسلامی امارت له خوا تصویب او منظور شوه دتاسو وزارت ته چې کومه بودجه ځانګړې شوې ، د قناعت وړ ده؟

ځواب: د افغانستان اسلامی امارت بودجه په داسې حال کې تصویب شوه چې هېڅ په نړیوالې مرستې متکې نه ده، د افغانستان په پانکونو کې هم څه پاتې نه وو د افغانستان اسلامی امارت ډېر غټ کار وکړ چې بودجه یې له ملی عوایدو راټوله کړې ده، باید ووایم کومه بودجه چې دپېښوو پروړاندې دمبارزې وزارت ته ورکړل شوې، شاید کمه به وی ځکه زموږ د وزارت ضرورتونه ډېر دی، هغه داچې له یوه پلوه په ملک کې یو لوی تحول راغلی بل کوم سیلابونه چې دتېر په نسبت سږکال راووتل او ډېری هېوادوال مو زیانمن شوی چې باید لاسنیوی یې وشی، همدا راز په ځینو ولایتونو کې دوچکالۍ له امله کرنیز حاصلات زیانمن شوی اوپه خاصه توګه دللمی مځکو څخه خو هم حاصلات کم تر لاسه شوی، په ځینو ولایتونوکې دهېوادوالو رمو ته هم دسیلابونونه، مرضونو او وچکالۍ له امله ډېر زیان رسېدلی دی.

نو دپېښوو پروړاندې دمبارزې وزارت ته ځانګړې کړای شوې بودجه،زموږ دضرورتونو پر بنا شاید کفایت ونکړی، خوزه له خپلو هغو ولسونو څخه په خورا درنښت هیله کوم چې نسبتاْ شتمن دی، چې له خوارانو او بېوزلو هېوادوالو سره دطبیعی پېښوو او آفتونو درسېدو په وخت کې دخپل وس او توان په اندازه بشری مرستی ونه سپموی، ځکه څوک چې له یوه محتاج انسان سره مرسته وکړی الله پاک به هغوی ته اجر ورکړی او په شتمنیو کې به یې زیاتوالی راشی.

پوښتنه: دپېښوو پروړاندې دمبارزې وزارت دیو مسول ارګان په توګه د راتلونکو پېښوو دمخنیوی په خاطر څه تدابیر او څه پلانونه لرئ؟

ځواب: لومړی خومی له ګرانو هېوادوالو څخه غوښتنه داده چې دوی باید دسیندونو دریابونو او خوړونو ته څیرمه (نیږدی) کورونه جوړ نکړی او خاصتاً دښاروالۍ له مشورې پرته او په خپل سر یې جوړ نکړی، ځکه که دسیلابونو او خوړونو ته نږدی ځایونو کې کورونه تر سېلابونو لاندې کېږی او خطر یې ډېر دی. بل دا چې موږ هم دیومسوول ارګان په توګه دنده او مسوولیت لرو، چې خلکو ته د عامه پوهاوی پروګرامونه جوړ او اطلاعات ورکړو.

هېوادوال باید د خپلو کورونو چارچاپېر او په مناسبو ځایونو کې ډېرې ونې او نیالګی چې خورا ډبرې رېشې لری او مځکه کلکوی، کېږدی، چې د سیلابونو مخه ونیسی او همدا رنګه د دغو ونو له مېووو ګټه واخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید