روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

ملی امنیتی ځواکونه هیڅکله نه اضمحلال کیږی دناکامو تجربو تکرار زیاتی ستونزی زیږوی

دګران افغانستان تاریخی غښتلې پیاوړی او ولس ته منلې اردو، ملی ځواکمن پاک لمنی ځواکونه، چې هره ګړۍ خپلې پاکې، وینې تویوی او له خپل وطن، جغرافیا او ملی ګټو څخه په خورا میړانه دفاع کوی، دمنلو او حرمت وړدی. زمونږ ملی قوتونه دګران هېواد په چوپړکې، (یا وطن یا کفن) یې سپیڅلی شعار دی او په همدی پاکی ملی لارې کې په حب الوطن سره قربانی ورکوی دوطن او ملت د افتخار لامل ګرځی.

دوطن ملی مقدس ځواک له ۱۷۴۷ م کال څخه رادیخوا یې بنسټ ایښودل شوی، خو یو ځل بیا په ۱۸۶۳ کال کې په یوه روایت ۵۱۵۰۰ تنه په بل روایت سره ۷۱۵۵۹ تنه پکښی ملبس په عسکری ینوفورم(خولۍ دریشی- بوټ) سره سمبال وو او تر عسکری قوماندی هغه هم تحت السلاح د دولت په خدمت کې وه.

اوسنی مهال، عسکری لوړ او مقدس قوتونه:

په څلور یا پنځه لسیزوکې زمونږ قوتونو(ملی اردو، ملی پولیسو او ملی امنیت) اړوند ادارو او لیکو دا، توان پیدا کړی وه چې په دننه هېواد او دسیمی په کچه دګاونډیو دنظامی او حربی قوتونو په پرتله سره مساوی او په ځینو برخو کې لکه دکشف، او په طبیعی ډول دمورال او حب الوطنی فقط نظره او حتا د اسکاټ دمنځنی او یا لنډوهونکی اداره کېدونکی توغندی درلودونکی وه او دا دهېواد او ملت دجسارت او حتا په سیمه کې دملی امنیت ملی ګټو او ملی دولتی پرستیژ دلوړتیا لامل وه. چې اوس هم هغه حالات په عزت سره یادیږی.

خو د ۱۳۷۲ لمریز کال دخپل منځی جګړو، دغه بی ثمره اوبی مانا دپردیو په ګټه جګړې اوبیا دملی قوتو په منځ کې دکورنیو ناړامو کړیو مداخلې دملی اردو او نورو قوتونو دشړیدو او سره تیت او پرک کیدو لامل وګرځید، په همدې سره د بهرنیو مغرضو استخباراتو په ګټه کار وه، او دا ډول اعمال یوه لویه تیروتنه وه او ده، چې دملی قونو دتجزیې او ټوټه کیدلو لامل شول، چې اوس پری خپه یو او پښیمانی ګټه نه لری.

له ۲۰۰۴۲۰۰۶ بیا له ۲۰۱۰ او اوسمهال له ۲۰۱۴۲۰۱۵ کالونو راهیسی د ملی وسله وال پوځ لیکې کابو بشپړ شوی او په ملی لوړ احساس، لوړ مورال وطنی مینه (حب الوطن من الایمان) لوړی زده کړی دتعلیمی او تربیتی پلان او دقوتونو ترمنځ دهمغږۍ او درناوی له مخې هره ګړی دهېواد د پولو، جغرافیایی سیاسی موقعیت، له ملی ګټو
ملی نوامیسو اوځمکنی بشپړتیا ملی حاکمیت او له وګړو دغه شریف افغان ملت څخه دفاع کوی، سرور کوی خو سور سنګر سخت سنګر دوینې او سر په بدله کې په میړانی سره ساتی ژغوری او دا زمونږ دملی اردو، ملی پولیسو او ملی امنیت لوی لوړ او عزتمند صفت او خصلت دی.

کله چې اوس مهال یانې په وروستیو ۱۰۰۱۱۰ ورځو کې دسولې، پخلاینې خبری جاری دی، خو دطالبانو یو تن مشر عباس ویلی چې له شرطونو څخه یوبه یې دملی قوتونو اضمحلال وی، چې دا د افغان دخولې خبره نه ده، داد دښمن دخولې خبره ده. هیڅوک داسی سپکه بی مانا خبره نه کوی ملی قوتونو دملی ناموس او شرف نښه ده، زمونږ ویاړدی د دولت او ملت اتوریته ده، ژوندی دې وی افغان ملی سپیڅلی قوتونه.

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید