روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ملت ته راپور ورکول په چاروکی سپیناوی رامنځ ته کوی

 څرګند او منل شوی حقیقت دی چی د یوه وران ویجاړ هیواد له سره رغاول او جوړول خورا ستونز من او اوږد مهاله وی ځکه د ودانیو د جوړښت ترڅنګ د دولتی ادارو تشکیلاتی چارو سمبالښت هم اړینی بلل کیږی نو له دی امله ویلی شو چی زمونږ هیواد د اقتصادی پلوه ډیر کمزوری او بهرنیو مرستو  ته اړ هیواد شمیرل کیږی که مرستی نه وی نو په جګړه ځپلی هیواد کی دژوند آسانتیاوی هم نیمګړی او شتون نه لری. ښه به وی چی هیوادوال په ژوره توګه دچارو سمبالښت ته ځیر شی او دارزونی له مخی دچارو دترسره کیدو په وړاندی چلند رابرسیره کړی دخپل هیواد اقتصادی توان وتلی بیا دنیوکو ترڅنګ خپلی رغاونکی وړاندوینی ددولتی چارواکو سره شریکی کړی.

ښه او پرځای ده چی کله کله بی پری او رغاونکی پیشنهادونه ترسترګو کیږی خو کله بیا عمداً او قصداً دنیوکو بازار را ګرمیږی ترڅو یو شمیر پکښی خپلی ګټی خوندی او دځان غوښتنی له پاره تبلیغاتی انګازی خپروی چی دا ډول ناوړه او دهیواد دعینی شرایطو څخه لری څرګندونی به دهیواد په ګټه نه بلکی دډیرو غوره او مناسبو هڅو په وړاندی به خڼډونه وزیږوی.

لیدل کیږی چی دبن دلومړی کنفرانس را وروسته دنړیوالو مرستو په مټ یولړ کارونه چی درالیږلو مرستو سره نه شی پرتله کیدای ځکه چی دمرستو ډیره برخه په فساد ککړو حیف میل کړه خو بیا هم درغاونی او بیا جوړنی له کبله دهیواد دمواصلاتی لارونه نیولی بیا ترښوونیزو چارو چی اداری تشکیلاتی جوړښت هم ورسره جوړ شوی دپام وړ ګڼل کیږی.

منو چی دمرستو دلګښت پرمهال چارواکو ځان نانګاره کړی او لاسته راغلی مرستی په لومړیتوبونو نه دی لګیدلی ځکه دبهرنیو هیوادو زیاتی انسانی مرستی چی ارزونه یی کله کله دامریکا دارزونی اداری له خوا شوی په رڼه توګه نه دی لکیدلی او دډیرو مرستو دلګښت په هکله نیوکو ته ځواب نه دی ویل شوی.

خودملی یووالی دحکومت په رامنځته کیدو سره دارزونی او ځواب ورکونی له مخی تدارکاتی چاری سمبال شوی ډیری قراردادونه چی په تیروخت کې دڅو ځانګړو ډلو ټپلو له  خوا اخیستل کیدل اوس دیوی رڼی سیالی له مخی ترسره کیږی دپروژو ترسره شوی کارونه دڅارنی لاندی دی او مسولین دنده لری چی په خپل کاری چاپیریال کی دحساب ورکولو څرګند رپوټ له پامه ونه غورځوی.

دا ډول چاری چی دلاس ته راوړنو ښی بیلګی دهیوادوالو سره شریکوی غوره ګڼل کیږی او هیوادوال تمه لری چی دچارو څارل او ارزونه له کښته تر پورته له پامه ونه غورځول شی ځکه یوازی او یوزای دلوړ پوړو چارواکو په رپوټ ورکونه بسنه و نه شی او هغه څارګری اداری چی دفساد په مخنیوی کی اړینی بلل کیږی دواقعیتونو په وړاندی کونی سره هیوادوالو ته د باور او ډاډ فضا رامنځته کړی ځکه چی په تیرو وختو کی دلاسته راغلو مرستو دلګښت په هکله  هیوادوالو ناراضی ښکاری او هیله من دی چی دترسره شویو کارونو په هکله ملت وپوهیږی چی دا مهال په لګول شویو مرستو کی څومره روڼتیا او رښتیتوب شتون لری.

ملت ته دحکومت له خوا دراپور ورکولو ملی پروګرام چی دلومړی ځل له پاره دولسمشر محمد اشرف غنی په پیغام پیل شو دخوښی وړګڼل شوی ځکه ددی پروګرام له لاری حکومتی مسولین خلکو ته دخپلو ترسره شویو کړنو په هکله معلوماتو ورکوی او ددی پروګرام له مخی وزارتونه خپلواک ریاستونه، والیان اوبودجوی واحدونه اړ دی چی خپل کاری راپورونه او راتلوونکی  پلانونه دخلکو سره شریک کړی.

ځکه چی په  هېواد کی دروانی جګړی دراقابوکیدو ترڅنګ حکومت په تیرو کلونو کی له ستونزو او خڼډونو سره سره ډیری مهمی او ارزښتناکی لاسته راوړنی لری، چی هیوادوال ورباندی خبرشی.

په همدی توګه ویلی شو چی دامهال داقتصادی بیا رغاونی په برخه کی نوی خوځښت ترسترګو کیږی چی په پیاوړتیا سره به یی دهیواد په پرمختګ کی ښی نښی نښانی راڅرګندی شی که خدای(ج) کول او جګړه پای ته ورسیده نو په ډیرو ستونزو او خڼډونو به برلاسی پیدا کړو او هغه اړتیاوی چی له بهره راپوره کیږی په کور دننه پوره او دهوساینی اوږدمهاله لار به رالڼډه شی هیله ده چی هیوادوال دهیوادنی مینی له مخی په ټولنیزه توګه دنیوکو او ستونزو دزیږونی پرځای په یو موټیتوب فکر وکړی او دعملی او رښتینی خدمت کوونکی په توګه دهیواد په آبادی او پرمختګ کی دهیڅ ډول هلوځلو څخه دریغ و نه کړی.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید