روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

معیاری شفاخانه به جوړوو

امین وردګ

که موږ ټول افغانان د یوې معیاری شفاخانې یا مرضتون پر اهمیت او جدی اړتیا فکری تمرکز وکړو، ټول ابعاد یې په دقت سره وسنجوو؛ نو زه یقین لرم چې پر ګټو او زیانونو به یې حتمی پوه شو او بیا به عملی اقدام هم کوو ان شاءالله.

په افغانستان کې یوه لویه او پر نړیوالو معیارونو برابره شفاخانه – کولای شی چې هر کال زموږ د میلیونونو ډالرو زیان مخه ونیسی.

دلته داسې شفاخانه چې ټول انسانی امراض پکې تداوی شی ، موږ ته تر بل هر شی مهمه ده.

زموږ شفاخانه زموږ پت او عفت ساتی، موږ له بې ځایه مصارفو ژغوری او مالی اړخ مو غنی کوی.

که موږ خپل ټول نفوس (۳۵) پنځه دېرش میلیونه اټکل کړو او بیا هر کال په هرو سلو کسانو کې یو داسې مریض ولرو چې له افغانستان څخه بهر ته اړ کېږی، نو ټول مریضان مو (۳۵۰۰) کسانو ته رسېږی او بیا چې له هر مریض سره یوازې یو کس حساب کړو نو ټول (۷۰۰۰) کسان کېږی.

اوس چې له هر مریض (سره یې له ملګری) اوسط مصرف یوازې (۹۲۰۰۰) افغانۍ حساب کړو، نو ټول مصارف مو د کال (۶۴۴) میلیونه افغانۍ کېږی او په شلو کلونو کې دغه مصارف (۱۲۸۸۰) میلیونه، یا دوولس میلیارده ۸۸۰ میلیونه افغانۍ کېږی.

دا خو ما فقط هغه کمه اندازه یې اټکل کړې! یعنې په ټول کال کې په سلو کسانو کې یوازې یو کس ما حساب کړی او بیا مې د دوو کسانو ټول مصارف،  یعنې پاسپورتونه، ویزې، ټیکټونه، د لارو کرایې، خوراکونه، هلته د اوسېدلو ځای،د مریض معاینات، دوا او دا بیخی بعیده بولم؛ چې په تشو ۹۲ زره افغانیوو دې دا ټول کارونه وشی.

دا خو یې مالی بُعد شو! اوس نو چې د وخت ضیاع حساب کړې، ستړې او سرګردانۍ ورسره ضم کړې او بیا د ګاونډیانو ناخوښه چلند پرې ور واچوې! خو تر ټولو مهمې زموږ د معززو تورسرو بې عزتۍ دی! دا کار بیا د یادو مصارفو تر لس برابره هم موږ افغانانو ته ګران پرېوزی! ځکه چې موږ هر څه زغملای شو، مګر پر ناموس مو وړوکی تېری او ګذار هم راته ګران دی چې ویې زغمو او تحمل یې کړو.

نو راشئ چې موږ پخپله لاس پر کار شو او له حاکم نظام سره مالی مرسته وکړو او هم فزیکی ملتیا ترې و نه سپموو ! هغه څه رقم؟ هغه داسې:

که موږ فرض کړو چې په هرو لسو کسانو کې مو یوازې یو کس معاش لری او نهه نور مو ټول بېکاره دی او بیا د هر یوه اوسطه  اندازه معاش یوازې (۱۲۵۰۰) افغانۍ فرض کړو،نو زموږ د میاشتنیو معاشاتو مجموعه ۴۳ میلیارده ۷ سوه ۵۰ میلیونه افغانۍ کېږی او که موږ  په کال کې فقط یو معاش طبی کمبوتاتو ته ځانګړی کړو، نو په لسو کالو کې زموږ ټول معاشونه ۳ سوه ۴۷ میلیارده او  ۵ سوه میلیونه افغانۍ کېږی او دا چې ډالرو ته واړوو، نو شاوخوا ۴۹۰۰ میلیونه یا څه کم ۵ میلیارده ډالر ترې جوړېږی، چې په دغو پیسو سره موږ (هغه د چا خبره) د زمرودو شفاخانه لا جوړولای شو او هم د طب په برخه کې ټاپ محصلین خارجو دولتونو ته پرې استولای شو.

نو تاسو د یوه باناموسه او با وجدانه افغان په حیث ووایاست! آیا څوک به د خپل مسلمان ورور د عزت ساتلو لپاره په کال کې یوازې له یوه معاش څخه تېر نه شی؟ زه خو یقین لرم چې که حاکم نظام پخه اراده وکړی، ملت دغې قربانۍ ته تیار دی.

دا خو مو یوازې په لسو کسانو کې د یوه معاش حساب کړی! هغه هم (۱۲۵۰۰) دوولس نیم زره افغانۍ؛ حال دا چې؛ موږ ملی تاجران لرو، په خارجی او خصوصی سکتور کې د لوړو معاشونو اخیستونکی لرو؛ موږ خواخوږی هم لرو! چې په خارجو دولتونو کې ژوند کوی او ډېرې پیسې لری، نو که چېرې موږ ټینګه اراده وکړو، خامخا به دا کار کېږی ان شاءالله. مګر هو! یو خبره شته او هغه دا چې؛ زموږ ګاونډیان تر موږ بیدار او هوښیار خلک دی!!! نو ځکه خو به مو هېڅکله هم داسې بنیادی او اساسی کارو ته په آسانۍ او خوشالۍ سره پرېنږدی؛ دوی تر موږ ډېر پر ګټو پوه دی، موږ  که دا کار وکړ، نو د دوی له دغې لارې کلنی عواید چې (۶۴۴) میلیونه افغانۍ کېږی او که کلدارو ته یې واړوو نو ۱۷۳۸ میلیونه او ۸۰۰ زره کلدارې کېږی، یعنې څه کمې ۲ میلیارده چې د شلو کلونو عواید یې (۳۴۷۷۶۰۰۰۰۰۰) څه کم ۳۵ میلیارده کلدارې ورته جوړوی.

نو تاسو څه فکر کوئ! آیا مختلف النوع خنډونه به راته جوړ نه کړی؟

خو بیا هم! که پر موږ خپل او یا د افغان ورور نوامیس ګران وی، نو باید لاس په کار شوو او تر ټولو مخکې دغه کار پیل کړوو.

موږ له چا سره نور د جنګ اعلام نه کوو، بلکې عاقلانه (خو مدبرانه) ګامونه اخلوو.

ممکن است شما دوست داشته باشید