روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مجاهد: د توماس ویست وروستۍ کتنې د امریکا په ګټه هم نه‌دی

د اسلامی امارت ویاند «ذبیح الله مجاهد» د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړی استازی «توماس ویسټ» او د افغانستان د سیاسی شخصیتونو ترمنځ وروستیو لیدنو ته په غبرګون کې وېیلی چې د دوی د حکومت پر ضد د خلکو هڅول د امریکا په ګټه هم نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې توماس ویسټ په دې وروستیو کې هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکیې او پاکستان ته سفرونه کړی او هلته یې د اسلامی امارت د مخالفو سیاسی ګوندونو له استازو سره لیدلی دی.

د دغو کتنو په تړاو «ذبیح الله مجاهد» له بی‌بی‌سی سره په مرکه کې وېیلی، چې د امریکایی استازی د سفرونو دغه لړۍ دوه حالتونه لری.

نوموړی زیاته کړې، دا سفرونه به هغه وخت ګټور وی چې امریکا په سیمه کې د سولې او امنیت په لټه کې وی، خو که دا سفر د اسلامی پر ضد د خلکو د هڅولو لپاره وی، د امریکا په ګټه هم نه دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید