جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
د مالیې وزارت وایی، په تېرو لسو میاشتو کې یوازې د پکتیا، تخار او نیمروز ولایتونو له کمرکونو نه له ۴ میلیاردو زیاتې افغانۍ عواید راټولې کړې دی.
دغه وزارت په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکلی چې په یادو کمرکونو کې د فساد سره جدی مبارزه شوې او دغه لړۍ به راتلونکې کې هم دوام ولری.
که څه هم وزارت ددغو عوایدو د راټولېدو لاملونه نهدی په ډاګه کړی، خو له دې وړاندې یې په کمرکونو کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاو، په سوداګریزو توکو کې د لوړو تعرفو د کنټرول او ورسره په کمرکونو کې د چارو د چټکتیا خبره کړې وه.
د مالیې وزارت په داسې حال کې په دغو ولایتونو کې د زیاتو عوایدو خبره کوی چې له دې وړاندې په کمرکونو کې د زیات فساد له امله وخت ناوخت راپورونه ورکول شوی وو.
سره له دې چې د مالیې وزارت په کمرکونکو کې له فساد سره مبارزه جدی ګڼی خو له دې وړاندې یو شمېر سوداګرو په ګمرکونو کې د پام وړ د ستونزو خبره کړې وه.