روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

لکه څنګه چی د امریکا اشغال پای ته ورسید اقتصادی بندیزونه هم پای ته ورسیږې

د قطرهیواد د دوحی دتړون پر اساس چې دتیر ۲۰۲۰ع کال په فبرورۍ کې لاسلیک شو امریکا او متحدین ېې  په پوره شرمیندګۍ له افغانستانه ووتل خو د خپل استعماری خصلت له مخی ېې د نورو ستونزو ترځنګ پر افغانستان اقتصادی فشارونه او بندیزونه ولګول او دافغانستان دخلکو اوملت هغه ۶/۹ میلیارده ډالر چی دافغانستان دخلکو او دملی سوداګرو پیسی دی کنګل کړی چې نن سبا دا ټولې ستونزی په افغانانو دهمدی اقتصادی  فشارونواوبندیزونو له امله راغلې دی په توګه غواړی خپل استعماری اهدافو ته ورسیږې خودافغانستان اسلامی امارت چې دروان ۲۰۲۱ ع کال داکست په میاشت کې  دهیواد په ټوله خاوره او قلمرو حاکم شو دامریکا د دی ټولوفشارونواو مشکلاتو سره ،سره ېې وکولائ شول چې د خپلو داخلی سرچینو  او منابعو نه دهیواد د نوی ۲۰۲۲ع کال عادی او انکشافی  بودیجه پوره کړی او داسی وخت به راشی چې انشا الله هغه کنګل به بیرته افغانستان ته ورکوی اوترڅنګ به ېې اسلامی امارت چی په هیواد کی سوله، ثبات او امنیت راوستی دامریکا په شمول به ېې نړیواله ټولنه حتما په رسمیت وپیژنی .

دا هغه څه دی چې دملګرو ملتونود کډوالودعالې کمشنرۍ مشر فیلپو ګرانډی هم دامریکا په دی اقتصادی بندیزونو اوفشارونو اندیښنه ښودلې اویی  یلې  دې چې : په افغانستان کې روان اقتصادی اوبشری وضعیت نور هم په خرابیدو دی چی دا یو بشری جنایت دی او د دی جدې اړتیا ده چې  دغه فشارونه او بندیزونه پر افغانستان لری شی ځکه دافغانستان خلګ په اوسنیو سختو شرایطو کې بشری او انسانې مرستو ته ضرورت لری تر څو اوسنی بحران په ښه توګه مهار  او مدیریت شی.

دبلی خو د افغانستان لپاره داروپاېې ټولنی مشر هم دافغانستان په بانکې اوسنی وضعیت  اندیښنه ښودلی خو ویلی دی چې اروپاېې ټولنه دافغاناو سره مرستو ته ژمنه ده  او دا لړی به روانه وی.

پوره باور دې که دافغانستان داسلامی امارت چارواکې دهیواد داخلې منابع او سرچینی لکه دهیواد دبندرونو ګمرکونه، خصوصې اوصنعتې سکتورونه، تجارت، سوداګری اوترانزیټ،هواېې دهلیزونه لوی اووړی اقتصادی پروژی په کار واچوی نه یوازی افغانستان به په خپل  ځان متکې هیواد شی بلکې دپریدیو په تیره بیا دامریکا داقتصادی فشارونو دتاثیر او اغیز لاندی به هم رانه شی او داسی وخت به هم راشی چې همدا اشغالګره امریکا به هم دی ته اړ شی چی هغه په میلیاردونو کنګل شوی ډالر چی دافغان دجنګ ځپلو خلک روا ، مسلمه شتمنې او پانګه ده هغه به هم په ټیټو سترګو راخوشی کوی او افغانستان به هم دیو مستقل او خپلواک هیواد په توګه په رسمیت وپیژنی او دنړۍ په ستیج به دیو خپلواک او مستقل هیواد په توګه وځلیږی ځکه لکه څنګه چی اسلامی امارت اوس په سختو شرایطو کې ددی کفری هیوادونو دبندیزونو سره مخامخ دی همداسی به امریکا اومتحدین ېې هم افغانستان ته اړ او مختاج شې اودا کار به انشا الله ترسره کیږې.

ناصرشاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید