روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

له واقعیت پرته څرګندونې نه منل کېږی

نړیوال د یو لړ زهرجنو تبلیغاتو له مخې په سیمه او نړۍ کې د تل پاتې او همیشنۍ سولې د رامنځ ته کېدو په خاطر د اسلامی امارت هلې ځلې له پامه غورځوی او هغه څه ته لمن وهل کېږی چې زموږ په هېواد کې د جګړې او ناخوالو سبب ګرځی،واک ته د اسلامی امارت له رسېدو سره سم اشغالګرو هېوادونو د ژمنو په خلاف داسې کړنې پیل کړې چې د افغانانو د فقر او اقتصادی ستونزو لامل شوې دی. اشغالګر هڅه کوی چې د خپلو موخو د ترلاسه کولو په خاطر ډول ډول تبلیغات وکړی او د نړیوالو پام د واقعیتونو خلاف بلې خوا ته واړوی.

اسلامی امارت د دوحی له هوکړې سره سم د خپلو ژمنو د عملی کېدو له پاره مناسب او عملی ګامونه پورته کړی دی. اسلامی امارت په نړی په کچه ډاګیزه کړې چې دغه نظام نړیوالو اصول ته ژمن دی، تمه لری چې د نړۍ ټول هېوادونه د دیپلوماتیکو لارو څخه خپلې اړیکې ورسره ټینګې کړی او د خپلو اندېښنو او وړاندوینو په هکله د اسلامی امارت سره د خبرو اترو له لارې پرمخ ولاړ شی ترڅو اندېښنو ته د حل لار ورومندل شی. اسلامی امارت د افغانانو ترمنځ د جګړییزو ناخوالو د د حل لپاره بنسټیزې حل لارې لټولې  او د خبرو اترو لار غوره ګڼی چې خپل مینځی ناندرۍ حل او په یوه با ثباته افغانستان کې د ژوند پر اسانتیاوو برلاسی ومومی. ډېری هېوادوال چې په هېواد کې د اوږد مهاله جګړییزو ناخوالو څخه ستړی شوی، نه غواړی چې یو ځل بیا د جګړې ښکار شی، له همدی کبله له نړیوالو او په خاصه توګه د ملګرو ملتونو له سازمان څخه هیله لری چې په  افغانستان کې د لاس وهونکو اشغالګرو په پلمیزو هڅو ونه غولېږی او د یوه با اعتباره سازمان په توګه د افغانانو د برخه لیک په ټاکنه کې د نورو هېوادو د فرمایشی لاسوهنو لاسونه لنډ کړی ترڅو افغانان هم د نړۍ د نورو انسانانو په څېر په خپل هېواد کې په آزاده او خپلواکه توګه ژوند وکړی اشغالګر هېوادونه کله د اقتصادی بندیزونو له لارې او کله هم د نړیوال ستیژ له لارې داسې فرمایشونه څرګندوی چې په ښکاره د افغانانو په کورنیو چارو کې لاس وهنه ګڼل کېږی. هغوی په مختلفو هېوادو کې د خپلو ګوډاګیانو د واکمنۍ له پاره لارې لټوی ترڅو خپلې ستراتیژیکې ناروا ګټې خوندی وساتی، کله د بشر د حقوقو په پلمه او کله هم د نړیوالو اصولو څخه د سرغړونې په پلمه ستونزې زیږوی او د آزادو او خپلواکو هېوادو د پرمختګ او هوساینې په وړاندې خڼډونه پیدا کوی. د ملګرو ملتونو په دفتر او نورو نړیوالو سازمانونو کې د چین دایمی استازی چن شو د سپتمبر په ۱۲ مه د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا په ۵۱مه غونډه کې د سریلانکا د بشری حقونو د حالاتو په اړه وینا وکړه او په دې برخه کې یې د سریلانکا د هڅو ستاینه وکړه، نوموړی ددغه سره مخالفت کړی چې د بشری حقونو د مسلی په پلمه پر سریلانکا فشار واچول شی. چن شو ویلی، چې دسریلانکا په اړه د بشری حقونو شورا پرېکړه لیک د سیاست محصول، غیرعادلانه او غیر انتخابی دی. نوموړی ویلی چې چین د نورو هېوادونو د داسې کړنو سره مخالفت کوی چې د خپلو ګټو له پاره د سریلانکا له حالاتو څخه ناوړه ګټه پورته کوی. پر اړوندو خواوو یې غږ کړی چې سریلانکا خپلو چاروته پرېږدی او ددغه هېواد د بشری حقونو د پرمختیا لارې ته دې درناوی وکړی او له داسې کړنو دی لاس واخلی چې د بشری حقونو د مسلی په پلمه پر سریلانکا فشار اچوی او ددغه هېواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوی.

په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمی استازی د پورتنیو څرګندونو څخه جوتېږی چې په ملګرو ملتونو کې یو شمېر لوی غوښتونکې او اشغالګر هېوادونه د خپلو موخو د ترلاسه کولو له پاره د مختلفو لارو څخه کار اخلی ترڅو ددې لارې په خپلواکو هېوادو کې د خپلې خوښې د واکمنانو له پاره د واک د ترلاسه کولو لار هواره کړی. خو افغان مجاهد ولس چې په ډېرو قربانیو د پردی پالو او اشغالګرو واکمنو لمن ورټوله کړې، هېڅ وخت به له بهر څخه د واقعیتونو څخه لرې څرګندونې چې د فشار په توګه استمالېږی، ونه منی. هیله لری چې د ملګرو ملتونو سازمان د اسلامی امارت لاس ته راوړنې له پامه ونه غورځوی او د افغانانو همیشنۍ غوښتنه چې د سراسری او همیشنی امنیت رامنځ ته کېدل دی، په پام کې ونیسی. ځکه چې په هېواد کې سراسری امنیت ټینګښټ مندلی او د هرې ورځې په تېرېدو سره د اشغالګرو له خوا راپاتې ستونزې د رغېدو په حال کې دی،که د اشغالګرو اقتصادی بندیزونو شتون نه درلودی او د یوه واقعیت له مخې اسلامی امارت په رسمیت پېژندل شوی وی، نو اوس به هغه اندېښنې چې کله کله د نړیوالو له خولې رابرسېره کېږی، شتون نه درلودی. اوس چې امنیت رامنځ ته شوی او د هېواد د پرمختیا او هوساینې له پاره لار هواره شوې نړیوال دې د ستونزو د رامنځ ته کېدو پرځای د متقابلو ګټو د خوندیتوب لار ولټوی ترڅو د ناوړه تبیلغاتو پرځای د متوازن تعامل له پاره لار هواره او افغانان د تل له پاره د اندېښمن ژوند پرځای د هوساینې په لور ډاډه ګامونه پورته کړی.

متین

ممکن است شما دوست داشته باشید