روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له زلزله ځپلیو کورنیوو سره دې د رستو میکانېزم رامنځته شی!

د تېرې سې ـ چارشنبې په شپه درنې زلزلې په پکتیکا، پکتیا او خوست کې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او پراخ کورونه یې وېجاړ کړی دی، د شمېرو له مخې ۱۵۰۰ کسان په دې زلزله کې شهیدان او له ۲ زرو ډېر نور ټپیان شوی دی، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په سیمه کې د ۲ زرو په شاو خوا کې کورونه نړېدلی یا هم زیانمن شوی دی.

دا ستره غمیزه ده، چې ټول هېوادوال او نړیواله ټولنه پرې غمجن شوی دی، ښایی دا چې د دې غمیزې له امله په هېواد کې [ملی ماتم ] اعلام کړل شی، د خواله رسنیوو له لارې په پراخه کچه له قربانیانو سره غمشریکې شوې ده. ګ

وېره ده، چې د مړینې شمېره نوره هم لوړه شی او د ساری ناروغیوو څپه خوره شی!

له ډېره بده مرغه چې پراخه مرګ ژوبله د پکتیکا ولایت په نِکې، زېړوک، برملې، زېړوک او ګیان ولسوالیو کې او همدا رنګه د پکتیا په ځینو برخو او د خوست په سپېره ولسوالۍ کې په پراخه کچه وګړی زیامن شوی دی.

له زلزلې وروسته « بیړنۍ مرستې » پیل شوې او «د فاجعې د لا پراخېدو د مخنیوی لپاره کورنۍ او بهرنۍ خیریه ټولنې او مؤسسې لاس په کار شوې.»

په نړیواله کچه هم د مرستو ژمنې شوې او ګڼو هېوادونو خیریه مرستې او دارو درمل سیمې ته رسولی او نور پر لاره دی، امریکا ، اروپایی ټولنې او دغه راز ناټو د مرستو رسولو لارې چارې لټوی.

دا زلزله ډېره پراخه وه او پرون جمعه ورپسې بله زلزله هم شوې، چې دا هم په پکتیکا کې مرګ ژوبله لری، له ډېره بده مرغه د زلزلې زیانونه ډېر دی، د لومړۍ زلزلې سیمه ډېره پراخه وه، چې د افانستان په سوېل کې یې پر پکتیکا سربېره خوست، پکتیا،‌ غزنی، لوګر،‌ او دغه راز پلازمېنه کابل،‌ ننګرهار، لغمان او نورو ولایتونه شدیدو ټکانونو لړځولی دی.

د امریکا د جیولوجیکی‌ سروې ادارې وېیلی د رېښتر په کچه د دې ۶ اعشاریه یو درجې زلزلې مرکز د افغانستان د خوست ولایت د سوېل لوېدیځ ۴۴ کیلومترۍ کې و.

دا په افغانستان کې په ټېرو شلو کالو کې سخته زلزله ده چې رامنځه کېږی ، له همدې امله د خلکو کورونه ویجاړ شوی او مرګ ژوبله یې هم لوړه ده، دا زلزله داسې حال کې شوې چې د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې بارانونونه شوی او په ځینو کې اوس هم روان دی.

د دغو ورښتونو له کبله بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونه هم راوتلی دی، چارواکی وایی مالی او ځانی زیانونه یې اړولې دی.

لکه وړاندې مو چې و،ېیل دې زلزلې د افغانستان په شمول پراخه سیمه اغېزمنه کړې ده، د خبرونو له مخې د خیبر پښتونخوا بېلابېلو ښارونو، د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد او همدا راز د ایران په پارس او هرمزګان ولایتونو کې هم د دې زلزلې ټکانونه محسوس شوی دی، چې وروسته به یې په کره توګه ځانی او مالی زیانونه تثبیت کړل شی.

خو په افغانستان کې په تېره بیا پکتیکا کې د دې زلزلې زیانونه پراخ دی، دا زلزله په داسې وخت کې خلکو ته سخت ځانی او مالی زیانونه اړولی، چې وګړی د وچکالۍ، بېکارۍ او نورو آفتونو له امله په ناوړه وضعیت کې ژوند کوی، د دغو آفتونو له امله د ملګرو ملتونو د خوړو ادارې او نورو ارګانونو له خوا مرستې شوې، یا کېږی، چې د زړه له تله ترې منندوی یوو، خو دا چې پر دې آفتونو زلزله هم ورزیاته شوه، نو د خلکو پر حالت د انسان زړه لړځېږی!

کرونی او نړیوال خیریه ارګانونه به د خپلو دندو له مخې د دې زلزلې ځپلو سیمو له وګړو سره همکاری وکړی، خو په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایوو، چې دغه مرستې د دې زلزله ځپلی ولس درد نشی دوا کولی، بلکې یوازې او یوازې په بیړنۍ توګه د هغوی لاسنیوی کولی شی، چې دا یوازې او یوازې د زلزله ځپلیو غم سپکوی، له همدې امله له زلزله ځپلیو سره د مرستو مسوولیت د هر چا پر غاړه دی، کورنۍ او بهرنۍ مرستدونیه ادارې باید په پوره توګه د هغوی لاسنیوی وکړی، نه یوازې د هغوی د کورنۍ غړی په زلزله کې مړه شوی، بلکې کورونه یې هم ویجاړ شوی، چې دا په افغانی ټولنه کې ستر ناورین دی!

موږ په همداسې حالت کې پر چارواکیو غږ کوو، چې له زلزله ځپلو وګړو سره د مرستو یو روڼ او غښتلی مېکانېزم رامنځته کړی، چې دا مرستې ژر تر ژره او په سمه او شفافه توګه اغېزمنو کسانو ته ورسېږی! ځکه امریکا، اروپایی ټولنې او ناټو هم د مرستو رسولو ژمنې کړې او د دې لپاره لارې چارې لټوی، نو همدا ده، چې دا مرستې باید د بشردوستانه ارزښتونو له مخې له سیاسی اړخه جلا او له سیاست او تقابل سره ونه تړل شی!

همدا رنګه موږ له ټولو کورنیوو او بهرنیوو یا نړیوالو مؤسسو د زړه له تله منندوی یوو چې د ایمانی، اخلاقی، انسانی او بشری ارزښتونو له مخې یې له دغو زلزله ځپلو کسانو سره مرستې وکړې او یا مرستې کوی، خو دا مرستې باید په پوره توګه وشی، چې زلزله ځپلی وکولی شی، د خپلو مړو شویوو عزیزانو ویرنه وکړی او د خپلو کورونو بېرته ابادولو جوګه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید