روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له زلزله ځپلو سره د کورنیوو او بهرنیوو مرستو لړۍ روانه ده

د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت په ټول وس هڅې کوی چې زیانمنو خلکو ته پر وخت مرستې ورسوی او لاسنیوی یې وکړی. بل د دغه وزارت ستره دنده دا هم ده چې د کال په څلورو فصلونو کې او په ځانګړې توګه د ژمی په فصل کې د واورو او سېلابونو او د هرې بلې طبیعی پېښې پر وړاندې تدابیر ونیسی، د موضوع په اړوند مو د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت له مرستیال مولوی شرف الدین مسلم او د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریېس او ویاند مولوی محمد نسیم حقانی سره مرکې کړې چې خپرېږی:

د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس او ویاند مولوی محمد نسیم حقانی په خوست، یکتیا او پکتیکا ولایتونو کی د وروستۍ زلزلې په اړه داسې ووېیل:

په پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې وروستۍ زلزلې خلکو ته خورا درانه زیانونه واړول، په دی زلزله کې له ۱۰۰۰ زیات خلک مړه او د د ۳ زرو په شاوخوا کې ټپیان او همدارنګه د ۱۰ زرو په شااو خوا کې د خلکو کورونه ویجاړ شوی دی، ورپسې دوې دری ورځې وروسته بیا هم زلزلې څه سپک ټکانونه وکړل چې یوه ماشومه نجلی هم پکی ټپی شوه.

مولوی محمد نسیم حقانی زیاته کړه: په دی زلزله کې زیاتره مالی او ځانی زیانونه د خوست د سپېرې ولسوالۍ او د پکتیکا په برمل او ګیان ولسوالیوو کې اوښتی دی، دا هم باید ووایم چې د زلزې ټپیان مو د خوست،پکتیا او پکتیکا صحی مرکزونو ته انتقال کړل او هغه ټپیان چې صحی وضعیت یې نازک و د کابل روغتونونو ته راوړل او د درملنې لاندې دی.

پوښتنه: هغه خلک چې له زلزلې ژوندی پاتې دی، خو کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوی،دوی په کوم پنډغالی کی ژوند کوی او خوراکی مواد لکه ډوډۍ څوک ورکوی؟

ځواب: بې کوره کسانو ته مو لومړی د سیمې د خلکو په همکارۍ کوچنی کمپونه جوړ کړل، خو ځینې خلک لا هم په خیمو کې ژوند کوی او د ژوندانه اولیه توکی ور رسېدلی دی، او د دوی وضعیت د ډاډ وړ دی. که څه هم د زلزلی په لومړیو ورځو کې د منصوری قول اردو له خوا زلزله ځپلو کورنیو ته پخه ډوډۍ توزیع کېده،خو اوس د دوی د ژوندانه لومړنی توکی برابر شوی دی او ځینو ته یې لاهم مؤسسات رسوی.

پوښتنه: له زلزله ځپلو کسانو سره کورنۍ او بهرنۍ مرستې بسنه کوی؟

ځواب: نخیر دغه مرستې کفایت نکوی، ځکه دلته ډېره  لویه فاجعه رامنځته شوې ده، د خوست، پکتیا او پکتیکا خلکو هر څه له لاسه ورکړی دی، دغه خلک به ژوند له سره پیلوی، له دوس سره مرستې به د لنډ مهال لپاره د دوی ستونزې حل کړی، ډېره مهمه او اساسی خبره  دا ده چې د دې خلکو لپاره د سرپناه جوړه کړل شی ، چې د دې لپاره نقدی مرستو ته اړتیا لری، نو له دوی سره باید نقدی مرستې وشی چې همیشنی هستوګنځی ورته جوړ شی.

پوښتنه: له زلزله څپلو سره کومو بهرنیوو هېوادونو مرستې کړې دی؟

ځواب:ګاونډیوو او سیمه یېزو هېوادونو لکه  ایران، پاکستان، ترکمنستان،تاجکستان، قزاقستان،قطر، هندوستان او چین، بشری مرستې عملا زلزله ځپلو سیمو ته رسولې دی او همدارنګه ځینو ملی سوداګرو هم مرستې کړې دی، همدا رنګه د ملګرو ملیتون سازمان،WFP،IOM او WHO مؤسسو هم مرستې کړې دی د سعودی عربستان د ملک سسلمان خیریه بنسټ هم /۶۰۰ زلزله ځپلو کورنیوو ته خوراکی مواد رسولی دی همدارنګه ترکیې هم د مرستو ژمنه کړې،خو تر اوسه نه ده را رسېدلې.

پوښتنه: د مرستو د توزیع کولو د پروګرام او مکانیزم په اړه څه راته ووایاست؟

ځواب: مسوول چارواکی د زلزلې ځای ته ورغلی او هلته یې د سوق او ادارې مرکز جوړ کړی، کاری کمېټې یې جوړې کړې، چې په کې د سیمې مخلص خلک، دینی عالمان، با رسوخه خلک راټول شوی دی او هغوی په صداقت او ایماندارۍ سره د مرستې د توزیع کولو لړۍ پر مخ وړی.

پوښتنه:د افغانستان اسلامی امارت د ریاست الوزراء عالی مقام له زلز له ځپلو کسانو سره /۱۰۰ میلیونه افغانۍ د مرستو لپاره منظور کړې دی، د دغو پیسو د وېش په اړه که راته ووایاست؟

مولوی محمد نسیم حقانی: د دې ځانګړو شویوو پیسو وېش مو کړی دی د هر شهید کورنۍ ته /۱۰۰  زره افغانۍ او همدارنګه د هر یوه ټپی کورنۍ ته مو ۵۰ زره افغانۍ ورکړې دی، خو باید ووایم داسې کورنۍ هم شته چې ۱۸ غړی یې شهیدان شوی دی. بل د زرهاوو خلکو کورنه په بشپړه توګه وېجاړ شوی دی چې دغه کسان یې د جوړولو توان نلری، همدارنګه د یو شمېر خلکو کورونه چې نیم ویجاړ شوی،هغوی د زلزلې له وېرې بې ځایه شوی دی، نو له شتمنو هېوادوالو او خیریه مؤسسو مو غوښتنه دا ده چې له هغوی سره بشری مرستی وکړی، ځکه هره ښیګڼه د الله په دربار کې اجر لری.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال مولوی شرف الدین مسلم په هېواد کې د وروستیوو اورښتونو له امله له زیامنو شویوو کسانو سره د مرستې او د هغوی د لاسنیوی په اړه په ځانګړې مرکه کې ووېیل، په تېره اوونۍ کې چې کوم ورښتونه وشول د هېواد په لسو ولایتونو کی سیلابونه راووتل چې په ۸ ولایتونو کې لکه تخار، بدخشان، کندز، فاریاب، سرپل، بادغیس، لغمان، نورستان ،کوڼر او پکتیکا په دغو لسو ولایتونو کې ۱۰ تنه شهیدان او ۲ تنه ټپیان شوی وو همدارنګه زر حیوانات لکه وزې او پسونه هم مړه شوی وو او هم /۳۵۰۰ جریبه زراعتی ځمکې سیلاب وړې او تخریب کړې یې دی او له مرکز سره د ځینو ولایتونو مواصلاتی لارې بندې شوې وې، باید ووایم په نوموړو ولایتونو کې چې سیلابونه په کې راوتلی وو زموږ د سروې ټیمونه ورغلی دی. کله چې سروې بشپړه شی، بیا به د زیانونو په اړه کره ارقام له مطبوعاتو سره شریک کړو، خو دا ابتدایې معلومات دی.

پوښتنه: څومره سیلاب ځپلو کورنیوو ته مو بیړنۍ مرستې رسولې؟

مولوی شرف الدین مسلم: موږ په  ولایتونو کی د طبیعی پیښو د رامنځته کېدو په وخت کې د بیړنیو حالاتو لپاره لا له وړاندې تیاری لرو او هغه اورښتونه چې د جوزا په ۲۸ پیل او څو ورځې یې دوام وکړ، زموږ د بیړنیوو حالاتو د کمېټی له خوا او د افغانی سرې میاشتې له خوا پر ۱۸۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو خوراکی او غیر خوراکی توکی ووېشل شول او د هغو خلکو چې کورونه یې په بشپړه توګه سیلاب وړی او یا ویجاړ شوی وو، هغه کورنی مو مناسبو ځایونو ته ولېږدولې او ځای پر ځای مو کړې.

پوښتنه: له سیلاب ځپلو کورنیوو سره یواځې د تاسو له خوا مرستې وشوې او که بهرنیو او کورنیوو موسسو له خوا هم مرستې کېږی؟

ځواب: کله چې چېرته طبیعی پېښی رامنځته شی، موږ په کورنیو او بهرنیو مؤسسو غږ کوو ،چې له زیامنو کسانو سره مرستې همغږې کړی او زیانمنو کورنیو ته بیړنی او بشری مرستې پر وخت ورسوی.ښاغلی مولوی مسلم زیاته کړه: ((د پخوا په پرتله خو اوس د بهرنیو خیریه مؤسسو شمېر دومره ډېره نه ده، مګر موږ ترې غوښتنه کړې چې افغانستان یو جنګ ځپلی هېواد دی چې وچکالۍ، سیلابونو او زلزلې ډېر زیانونه ورته اړولی دی، دوی باید د پخوا په پرتله له افغانانو سره اوس دوه برابره بشری مرستې وکړی.))

پوښتنه: اوس تاسو د پېښو پر وړاندې څه امکانات لرئ؟

ځواب: اوس موږ خوراکی مواد،ظروف، البسه او ترپالونه لرو او په بیړنیو حالاتو کې یې د طبیعی پېښو زیانمنو خلکو ته رسوو. بله غوښتنه مو د ملګرو ملتونو له سازمان او له بهرنیوو او کورنیو مؤسسو دا ده چې دوی باید په داسې  وخت کې او له یوه داسې ملک لکه افغانستان سرخ چې ۴۳ کاله په کې جګړه روانه ده ،د ولسونو لاسنیوی وکړی او بشری مرستې ونه سپموی، بلکې بشری مرستې جاری وساتی، بل هغه بیړنۍ مرستې چې موږ له سیلاب ځپلو او زلزلې ځپلو کورنیوو سره کړې، هغه په اوږد مهاله کې کفایت نکوی، خو دا لومړنۍ بشری مرستې دی چې د دوی لاسنیوی مو کړی دی. کله چې سروې بشپړه شی بیا موږ او له بهرنیوو خیریه مؤسسو سره په همغږۍ مرستی کوو.

مولوی شرف الدین زیاته کړه: ((همدا اوس په افغانستان کې له ۲۰۰ څخه زیاتې مؤسسی فعالې  دی او له موږ سره په همغږۍ کی کار کوی،خو هغه مؤسسې، چې د دونرانو له خوا تمویلېږی ،کمې دی.

اخترمحمد اکاخیل

 

ممکن است شما دوست داشته باشید