روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

له ازبکستانه یو ځل بیا د چورلکو غوښتنه وشوه

د ملی دفاع وزارت یو ځل بیا له تاجکستان او ازبکستان څخه غوښتی چې د تېر جمهوری نظام د نسکورېدو پر مهال دغو هېوادونو ته د پخوانی جمهوری حکومت وړل شوې چورلکې بېرته د ا.ا سرپرست حکومت ته وسپاری. د دغه وزارت ویاند عنایت خوارزمی وېیلی، چې بهر ته وړل شوې چورلکې د افغانستان پانګه ده او هېڅوک یې د ګرځولو حق نه لری. د نوموړی په خبره، چې په دې برخه کې د دوې جدی هڅې دوام لری ،چې د افغانستان دغه وړل شوې پانګه بېرته هېواد ته راوګرځول شی.  د ویلو وړ ده، چې د تیر جمهوری نظام تر نسکورېدو وروسته د ملی دفاع وزارت اړوند یو شمېر جورلکې تاجکستان او ازبکستان ته یوړل شوې او وروسته امریکا اعلام وکړ چې دغه چورلکې اوسنی سرپرست حکومت ته نه ورکوی. د تېر نظام له نسکورېدو سره سم، د افغانستان څه باندې ۴۰ چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته ولېږدول شوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید