روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

لنده کیسه دادبی بهیرځلاند ستوری

اسد او بدرۍ په یوه مجله کې یوښکلې شعر ولوست اودهغه دشاعر دلیدلو هیله یې وکړه، چې پدې مهال ګاډیوانه ترو ر راغله او هغوی یې په جادویی ګاډۍ کې سپاره کړل.

څو شېبې وروسته ګاډۍ دخوست دښار دمحمدصدیق روهی دلیسې مخې ته کښته شوه اوټول دلیسې ودانۍ ته ور دننه شول.هلته ګاډیوانې دسرورګل په نامه یو زده کوونکی اسد دوی ته وروښود، چې یاد شعر هم همده لیکلی و. هغه شاعرهلک له ښوونځی را ووت او دوی ورسره خبرې پیل کړې.

سرورګل تر روغبړ وروسته دماشومانودیوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې پخوا یې دنورو شعرونه لوستل. وروسته یې دورو ر په مرسته له لومړی ټولګی څخه پخپله شعر ویل پیل کړل، چې اوس دشلو په شاوخواکې شعرونه لری.

دسرورګل شعرونه دخوست له راډیو او تلوېزیون خپاره شوی اودچنار دمیلې په مشاعره کې یې دحیدرخېلوادبی بهیرستاینلیک هم ترلاسه کړی دی.

سرورګل هیله لری، چې په راتلونکې کې دادبیاتو یاهم دژورنالیزم پوهنځی ووایی. ګاډیوانې ماشومانوته دوخت دپوره کېدو وویل.هغوی له سرورګل نه مننه وکړه او تر خدای پامانۍ وروسته بېرته په جادویی ګاډۍ کې خپلو کورونوته ستانه شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید