روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

لمسونکی دې د لمسونې لاس واخلی!

له بده مرغه افغانان په جګړو کې د سختو ناخوالو له امله زیامن شوی دی، خو په دې هم توانېدلی چې له هېواده د پردی پالو د واکمنۍ لاسونه لنډ او تېری کوونکو ته ځواب ورکړی.

اوس د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو او نظامونو ته مناسبه ده چې د افغانانو له ځورونې او پرې د فشارونو له راوړنو لاس واخلی او د متقابلو ګټو د خوندیتوب له پاره دیپلوماسی غوره کړی ترڅو د تل پاتې سولې او ګډ پرمختللی ژوندانه لپاره ګډه لار ومندل شی، ځکه د ناوړه تورونو لګول او د حقیقت څخه لرې دی او د ناوړو تبلیغاتو لاره ناسمه ده.له همدې کبله اسلامی امارت په پوره حوصله مندۍ او مظبوطو ګامونو سره له نړیوالو د متوازنو اړیکو غوښتنه کوی او تمه لری،چې نور هېوادونه هم د اسلامی امارت په وړاندې سمه او معقوله دیپلوماسی غوره کړی. نړۍ باید د ازاد او خپلواک افغانستان لپاره نوې هڅې پیل کړی. غوره به وی چې د نړۍ سوله غوښتونکی هېوادونه د هغو هېوادو تر تاثیر لاندې رانه شی چې د افغانانو په وینو یی لاسونه سره دی. هغوی ډېر بې ګناه افغانان په شهادت رسولی دی. جنایت کوونکې باید وپوهېږی چې افغانان د تاریخ په اوږدوکې هېڅ وخت د اشغالګرو ترجغ لاندې ژوند نه دی کړی،بلکې تل یی په وږې ګېډه او تش لاس د خپل هېواد د خپلواکۍ په خاطر د سرپه بدله له هېواده دفاع کړې او اشغالګرو ته یی سختې ماتې ورکړې دی.

لمسونکې هېوادونه چې د افغانانو په سرښندنو او مېړنتوب ځان نانګره اچوی په دی، دې پوه شی چې اسلامی امارت چې د هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی،له د نورو څخه هم د ورته عمل په تمه دی. نه د چا په کورونیوو چارو کې لاسوهنه کوی او نه هم په چا پسې ناوړه تبلیغات کوی.

ښه به وی چې د اسلامی امارت له پاره د ستونزو د راپیداکېدو څخه ډډه وکړی او د ناوړه تورونو پرځای په سیمه کې د سولې په هکله واقعیتونه څرګند کړی.

منو چې د هېواد او خلکو دښمنان د افغانانو ترمنځ د ملی یووالی راپیدا شوی پیوند نه شی زغملی هڅه کوی چې د مختلفو لارو او مختلفو نومونو د افغانانو ترمنځ داسې پېښو ته لمن ووهی چې د میشتو وروڼو قومونو ترمنځ بې باوری رامنځ ته کړی. خو افغنان به بیا هم دښمن ته ددې اجازه ورنه کړی چې په هېواد کې د مذهب، قوم او نورو ناوړه هڅو له لارې بې باوری رامنځ ته کړی.

هغوی چې په تېر وخت کې د واک پرګدی ناست وو او د قومونو پرسریې امتیازونه ترلاسه کول او د دنګو او عصری ودانیوو څښتنان شول،خو د خپل قوم له پاره یې د هوساینې کومې اسانتیاوې برابری نه شوای کړای، پرته له دې چې د قوم په سر پیسې تر لاسه کړی او په کور دننه او بهر خپل ځان او اولاد ته ښه ژوند برابر کړی. نوریې هېڅ هم نه دی کړی! افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی. د هېواد وګړی د پردیپالو په ناوړه او شراچونکو تبیلغاتو نه غولېږی. متین

 

ممکن است شما دوست داشته باشید