جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
تېره ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د المپیک ملی کمېټې او بدنی روزنې او ورزش ریاست مشرتابه پلاوی او د نړیوال المپیک د مشرتابه ترمنځ ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې چې د قطر د المپیک ریاست په ودانۍ کې ترسره شوه، د نړیوال المپیک کمېټې د مشر په ګډون څلورو استازو او د افغانستان د ورزش ادارې له لورې اوو تنو استازو پکې ګډون درلود.
په دې ناسته کې په اوو مهمو مسایلو خبرې او پریکړې وشوې چې ټولو یې مثبتې پایلی درلودې.
په دې لړ کې دا پریکړې وشوې:
۱ـ نړیوال المپیک به هڅه کوی چې خلیجې هېوادونه د افغانستان د المپیک او سپورت په برخه کې همکاری ته وهڅوی.
۲ـ په ګډه به هڅه کیږی چې نړیوالو فدراسیونونه دې ته متوجه شی چې د افغانستان له ورزش او ورزشکارانو سره خپلې اړیکی د پخوا په پرتله نورې هم پیاوړې او مرسته ورسره وشی.
۳ـ په ۲۰۲۴کال کې به په پاریس کې کېدونکو لوبو کې د افغانستان ټیمونو ته د ګډون لاره برابره شی.
۴ـ د ۲۰۲۳کال مارچ کې به په نړیوالو لوبو کې د افغانستان ټیمونه ګډون کوی.
۵ـ د افغانستان ورزش د پرمختګ لپاره به په ګډه کمپاین او په ګډه به ورته کار کیږی.
۶ـ د المپیک په نړیواله کمېټه کې د افغانستان د ورزش لپاره خوندی ځایونه او د ځینو هېواونو په مرسته ورزشی کمپلکس جوړ شی.