روزنامه ملی انیس
روزنامه انیس یکی از قدیمی‌ترین روزنامه‌های چاپی در افغانستان می‌باشد. این روزنامه برای اولین بار در 15 ثور سال 1306 ه ش اولین نسخهٔ خود را در کابل منتشر کرد.

فیسبوک، د ژورنالېزم په نړۍ کې یوه ګتوره وسیله ده

اختر محمد اکاخېل

فیسبوک د ژورنالېزم په نړۍ کې دچټک اثر غورځولو، ډېره ګټوره وسیله بلل کېږی خو نیمه پیړۍ پخوا دپښتنو لیکوالو شمېر دومره ډېرنه و، یو چاچې به یوڅه لیکل هغه به زیاتره له پښتو پرته دنورو لپاره د پوهاوی او پوهېدو وړ نه و، خو په پښتنی چاپېریال کې د سیاسی ګوندونو او ادبی ټولنو په جوړېدو او دعلمی ټکنالوژۍ په راتک سره دپښتنو لیکوالو شمېر د دوی دکوښښونو او بیدارۍ او دچټک پرمختګ په وسیله دهرې ورځې په تېرېدو سره ښه وده وکړه اوس دپښتنو لیکوالو شمېر زرهاوو ته نه، بلکې میلیونونو ته رسېږی

او څېړنو دا ثابته کړې چې په خوزښتونو سره بدلون راځی، او نړۍ هم دبدلون تابیع ده. که څه هم د انټرنټ په اوسنی عصر کې دلیکوالۍ د فن او مسلک لمنه ډېره پراخه شوې او ټولنیز ارزښت او اهمیت یې زیات دی خو هرهغه څوک چې خپل فکر، پوهه او معلومات په لیکلې بڼه او دلیکوالۍ په معیارونو او دقواعدو په مراعتولو سره نوروته رسول غواړی، دغه فن ته اړتیا لری. خو لیکوال په عمومی لحاظ هرهغه چاته وېیل کېږی چې یو څه لیکی، دلیکوال کلمه د یوې ادبې اصطلاح په توګه یواځې د هغو لیکونکو او څېړونکو صفت دی چې په لیکنوکې یې له یوې خوا د ټولو ادبی معیارونو او مقرراتو رعایت پکې شوی وی او له بله پلوه د لیکلو موضوع له ادبی اصولو سره کت مټ سمون ولریاو یا د ادبی، فولکلوری، اجتماعی، کره کتنې او اخلاقی موضوعاتو دتحلیل او تشریح، توضیح او تفصیل پوهنه او ښودنه ولری.

نن سبا ګڼ شمېر متنونه دفیسبوک له لارې د میلیونونو فیسبوکیانو ترمنځ په پښتو ژبه لیکل کېږی او یو بل ته استول کېږی. نو پدې اساس دلیکوالۍ میدان د ریښتیا میدان ته وېل کېږی، نو دلیکوال خبره او لیکنه پایښت لری او څوک یې پټولای نشی ځکه دلیکوال چاپ شوی اثر په هرکتابتون کې مصون او محفوظ وی، خو ډېره مهه داده چې لیکوال په خپله لیکنه کې باید سنجیده وی.

باید ووېیل شی چې فیسبوک د ژورنالېزم په نړۍ کې دچټک اثر غورځولو ډېره ګټوره وسیله ده، ډېری کسان شته چې لیکوالی به یې مسلکی نه وی او په پښتو ژبه، متن لیکلی او لوستلی شی او په عام ډول دلیکوالۍ داطرز او سلوک دلیکوالۍ یو ډول دی.خو پدی توپېر چې دفیسبوک له لارې دپښتو متن لیکل کله کله په انګریزی اودری کې د بورډونو په وسیله کښته او پورته کېږی، مانا دا چې د پښتو پر تورو نه وی لیکل شوی. له دې امله په دغو متنونو کې ډېری املایی تېروتنې رامنځته کېږی او هغه دچا خبره پیغامونه، یې په ګوډو ماته پښتو باندې چې د پښتو ادبیات یې نه منی رسول کېږی. نو په متنونو کې اصلاح او سمون راوستل زیات غور، څېړنې او ځېرکۍ ته اړتیا ده. ښه به داوی چې د فیسبوک له لارې پښتو لیکوالان په ډېره بیړه سره نه، بلکې په ورو ورو او زیات غور سره یو بل ته پیغامونه ولیکی او ویې لېږی.. پدی توګه دګڼو املایې تېروتنو مخه نیول کېږی. هغه څوک چې پښتو مطلب، مقاله، تحلیل او تبصره لیکی، باید له معیاری لیکدود، نښو او د پښتو دتورو سره پوره بلدتیا ولری او په ځانګړې توګه د پښتو له یاګانو په دقیق استعمال بلد وی او په عملی لیکنه کې ورته کلکه پاملرنه وکړی او همدارنګه د فیسبوک په غوره استعمال کې هم باید غور وکړی ترڅو له دی مهمې رسنیزی وسیلی څخه مثبت او هر اړخیزه ګټه واخلی. او خپل ارزښتناک وخت په عبشیانو ونه لګوی بلکې په خپل ژوند کې دیوې مثمرې تجربې په توګه ورنه مؤثره استفاده وکړی. نن سبا موبایل او برېښنایزو رسنیو ډېر، څه آسان کړی دی.

شاعر پدی اړخه څه ښه وېیلی:

د ریبارۍ چل یې آسانه کړ

یاران په سکایپ کې د جانان کړی دیدنونه

چې ستا په فون کې فریاد اورم

خدای دې د سر له در ده جوړه کړه مینه

دتلېفون زنګ یې خاموش دی

مور یې میره ده څه سزابه ورکوینه

پرون وعده وه ته رانغلې

دتلېفون زنګ ته دې بې صبره ناسته ومه

نولازمه ده هرهغه څوک چې په پښتو ژبه خبرې کوی او له پښتو ژبې سره مینه لری، لیکل او وېیل پرې کوی،نو باید ښه کار هم ورته وکړی، یعنې خپل اولادونه هم په خپله مورنۍ ژبه (پښتو) وروزی، اورېدل کېږی نن سبا د افغان ګډوالو واړه ماشومان چې په اروپایی او نورو ملکونو کې زیږېدلی او روزل کېږی، اکثریت یې په خپله مورنۍ ژبه باندې نه پوهېږی او پوره تکلم ورباندې نشی کولای، دا دهرې مور او پلار دنده او مسؤولیت ایجابوی چې خپلو اولادونوته لومړی خپله مورنۍ ژبه ور زده کړی اوبیا دنورو ملکونو دژبې زده کړه هم ضرورده، ځکه ډېری افغانان له بهرنیو ملکونو سره سوداګری کوی نو دوخت اړتیا ده چې پر بین المللی ژبه هم وپوهېږی چې خپله ستونزه پرې حل او خپل کار وربار ورباندې وچلوی. ښکاره خبره ده چې پښتو ژبه د افغانستان د ملک یوه ملی او رسمی ژبه ده چې اوس، اوس په میلیونونه وګړی د نړۍ په کچه په پښتو ژبه خبرې کوی د نورې نړۍ خلکو دخپلو ژبو او ادبیاتو لپاره ډېر کار کړی او د نړۍ ډېر وګړی د دوی پر ژبو پوهېږی نو پښتو ژبه په پښتنو قومونه باندې دا حق لری چې علمی څېړنې ورته وکړی او د معیار پولې ته یې ورسوی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید