روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

طالبانو دالفتح پسرلنی عملیات پیل کول دقطر دسولی دخبرو ښکاره سبوتاژ کول دی

دافغانستان اسلامی دولت چی دخلکو په مستقیمو او نیغو رایو رامنځته شو یوازنی هیله دا وه چی په هیواد کی سراسری او با عزته سوله تأمین شی او دافغانستان جنګ ځپلی خلک په اقتصادی لحاظ په خپل ځان بسیا او له دی درکه په خپلو پښو ودریږی. په تیرو اتلسو کلونو کی افغان حکومت دسولی دهڅو ترڅنګ وکولای شول منځنی آسیا دچین دولسی جمهوریت او اروپایی هیوادونو له افغانستان سره ونښلوی بلکی هیواد یی دهوایی دهلیزونو له لاری هم دهندوستان او دنړی دنورو هیوادونو سره وصل کړه دا ددی خبری ښکاره او څرګند ثبوت دی چی دافغانستان اسلامی دولت په هیواد کی دخپلو خلکو لپاره سوله او آرامی غواړی، له بده مرغه دافغانستان اسلامی دولت مخالفین او طالبان دنورو په اشاره په هیڅ توګه نه غواړی چی په هیواد کی سوله او آرامی تأمین شی. ځکه یی دافغان حکومت په وړاندی دالفتح په نوم پسرلنی جګړییز عملیات اعلام کړل.

دقطر هیواد په کوربتوب دسولی روانی خبری چی اوس حساس پړاو ته رسیدلی دافغانستان مسلمان خلک به اوس په دی ښه قضاوت وکړی چی په دی حساس وخت کی دالفتح عملیات څه مانا لری، خو خبره ښکاره ده چی طالبان او دهغوی ملاتړی تروریستی هیواد پاکستان غواړی چی هر څنګه چی کیږی دسولی خبری دخنډ او ځنډ سره مخامخ، سبوتاژ او په افغانستان کی دیو کمزوری حکومت رامنځته کولو له پاره خپلی ناروا هڅی ګډ طالبانو په شتونو کی ګړندی کړی.

ترڅو خپلو ناوړه مخو ته ورسیږی، خو طالبان او ددوی ملاتړی دی په دی پوه شی چی پرته دافغان حکومت درهبری او مالکیت دسولی خبری کوم ځای نه نیسی او دا هغه څه دی چی ناټو دامریکا متحده ایالات، اروپایی ټولنی او په ټوله کی نړیوالی ټولنی هم منلی چی دافغان حکومت دتیرو اتلسو کلونو لاسته راوړنی داساسی قانون ساتل، ټاکنی، دښځو حقونه او دموکراتیک ارزښتونه باید حفظ او وساتل شی.

دلته زمونږ دخبری اصلی موضوع دطالبانو دالفتح په نوم پسرلنی عملیات ده چی دافغان حکومت پرضد دجنګ دوام څخه بل څه نه دی خو افغان حکومت به دتیرو کلونو دلاسته راوړنو څخه هیڅ کله تیر نه شی او دا هغه څه دی افغان حکومت له پاره سری کرښی دی.دروان ۱۳۹۸ کال وړی پر ۲۳مه دافغانستان داسلامی دولت په اعلامیه کی دطالبانو دالفتح په نوم دعملیاتو په غبرګون کی ددی ډلی غوښتل شوی دی چی دناروا او نامشروع جګړی څخه لاس واخلی، دافغان حکومت او دافغان دمسلمانو خلکو دسولی بلنه دی ومنی دالفتح عملیات په ښکاره توګه دجنګ په دوام ددغی ډلی ټینګار وښی.دبلی خوا قطر دسولی خبرو منځګړی او دامریکا دمتحده ایالاتو استازی زلمی خلیلزاد دامریکا په استازیتوب هم دطالبانو پسرلنی عملیات په سختو ټکو سره غندلی او دپاکستان او قطر څخه یی غوښتی چی ددغو عملیاتو په وړاندی غبرګون وښی.

باور دی که دامریکا متحده ایالات او دقطر دسولی دخبرو ښکیل لوبغاړی هیوادونه په تیره بیا په پاکستان باندی په صادقانه اورښتینی توګه فشار راوړی او دافغان حکومت سره یی
بین الافغانی خبرو ته کښینوی نه یوازی دالفتح عملیات دجګړی دبندیدو او دسولی دتأمین له پاره روانی خبری به هم بریالی شی ځکه دجګړی دبندیدو او دسولی دتأمین له پاره پرته دافغان حکومت سره

دبین الافغانی خبرو له پاره بل بدیل نشته.

ناصرشاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید