روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

شیر محمدعباس ستانکزی:اسلامی امارت عمومی عفوې ته ژمن دی او په هېواد کې د ټولو افغانانو سر او مال ساتنې مسؤل دی.

هغه ولسی غونډه چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال او د قطر سیاسی دفتر غړی شېر محمد عباس ستانکزی د راتګ په پار جوړه شوې وه په کې خوست والی مولوی محمد نبی عمری, د ولایت مرستیال مولوی محمد انور دین پرور, امنیه قوماندان مولوی محبوب شاه قانت, اداراتو رئیسانو, ولسوالانو, قومی محورو, علماء کرامو او ځوانانو ګډون کړی و.

خوست والی مولوی محمد نبی عمری د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال او ورسره راغلی پلاوی ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې وکړه, چې دې ولایت ته یې سفر وکړ.

عمری د ا. ا په راتګ سره پدې ولایت کې د عوایدو لوړیدا, غصب , نشه یې توکو او فساد په وړاندې جدی مبارزې او یو شمېر نورو برخو کې د اصلاحاتو او لاسته راوړنو یادونه وکړه او پدې برخه کې یې د لا پرمختګ او مبارزې ډاډ ورکړ.

نوموړی وویل, پدې ولایت کې د ملکی او نظامی ادارو تر منځ ښه همغږی موجوده ده ,ده وویل , ټول ملکی او نظامی مسؤلین د خلکو ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسیدګی کوی او په پوره صداقت او ژمنتیا سره د هېواد ابادۍ په برخه کې خپلې هڅې کوی.

د ولایت والی د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال او راغلی پلاوی سره ددې ولایت پرمختګ, ادارو کې د اصلاحاتو او اقتصادی حاکمیت په برخه کې یو شمېر پیشنهادات شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال او د قطر سیاسی دفتر غړی شېر محمد عباس ستانکزی د هغو شهیدانو روح ته دعا وکړه, چې د تېر شل کلن اشغال د خاتمې په وړاندې یې قربانی ورکړی.

ستانکزی وویل دا عظیمه او لویه فتحه او د اشغال پای د همدې شهیدانو د قربانیو نتیجه او د افغان ولس همکاری وه, ده وویل چې اوس ددې نظام او استقلال ساتنه په مونږ فرض ده.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال زیاته کړه, چې د ا.ا ټول مجاهدین د ولس د سر او مال ساتونکی دی , دوی بدون له امتیازه دنده ترسره کوی دا په نړۍ کې تر ټولو پاک او سپېڅلی پوځ دی.

ستانکزی وویل, دا هېواد په هر ډګر کې سیاسی, مسلکی او فنی برخو کې وړ کادرونه لری, ا.ا ژمن دی چې د هیواد په ابادۍ کې له ټولو پخپل ځای ګټه واخلی, تر څو راتلونکی نسلونو ته پر ځان بسیا افغانستان پرېږدو.

نوموړی په ولسونو غږ وکړ ، چې هیواد مه پرېږدئ دلته مو عزت , سر او مال خوندی دی تاسې ته عمومی عفوه شوې په پخوانیو تېروتنو سزا نه شته، خو نور باید خپلو نا جایزه کړنو ته د پای ټکی کېږدئ.

ستانکزی له خپلو ټولو امنیتی او ملکی منسوبینو وغوښتل, چې ولس سره نرم او ښه چلند وکړی او ولس دې نه خفه کوی او د هغوی درناوی دې وکړی, هیڅوک حق نلری له ولس سره په مختلفو نومونو ناوړه چلند وکړی.

ده زیاته کړه, چې افغانستان ا. ا دافغانانو تر منځ ملی وحدت ته ژمن دی او ا.ا د ټولو افغانانو هغه که د هر مذهب, ژبې او قوم دی, د ټولو ګډ نظام دی او ټولو لپاره د هېواد د ابادۍ لپاره غېږه خلاصه ده.

نوموړی وویل, هغه افغانان چې بهر ته تللی او ژوند یې له ستونزو ډک دی, هېواد ته دې را ستانه شی او په عزت سره دې خپل ژوند او کار وکړی

ستانکزی وویل, هېواد کې ستونزې زیاتې دی, ا.ا د ټولو ستونزو حل ته ژمن دی, پدې برخه کې یې په ولسونو غږ وکړ, چې د خپل اسلامی نظام سره ته دې لاس ورکړی, تر څو له شته ناحوالو څخه خلاص شو.

ده زیاته کړه, چې ا.ا د اقتصادی ثبات او د اقتصادی سیستم اصلاح په برخه کې په پوره جدیت کار روان دی او ډېر زر به شته اقتصادی ستونزې حل شی.

ستانکزی وویل, افغانستان ا.ا نړیوالو سره ښې او متقابلې اړیکې غواړی, د هیچا فرمایش او شرایط نه منی, بلکې د متقابل درناوی پر بنسټ اقتصادی او سیاسی اړیکې رغوی.

عباس ستانکزی پر سوداګرو غږ وکړ، چې اوس ښه فرصت دی، چې پانګونه وکړئ؛ نه مو څوک پانګونه غلا کولی شی او نه مو څوک سر او مال ته خطر دی.

نوموړی زیاته کړه, چې ا.ا د نجونو تعلیم ته په اسلامی اصولو او افغانی کلتور په چوکاټ کې ژمن دی.

د خوست مرافعه محکمې رئیس مولوی عبدالکریم شعیب د شهیدانو روح ته دعا وکړه, ده وویل, چې د ا.ا په راتګ سره په قضایی سیستم کې اصلاحات راغلی او د خلکو قضیاوو ته به په پوره بېطرفانه او شفافه توګه د شریعت په رڼا کې رسیدګی کیږی.

قومی مشر حیدر ګل منګل, حاجی رحمت ګل, تاجر جنان زی , عیسی خان کوچی, او شېخ صیب عید ولی حلیم د ا. ا په راتګ سره د ډاډمن امنیت, فساد او نشه یې توکو مخنیوی او ټولنیز عدالت له تامین یادونه وکړه او پدې برخه کې یې د دوی لاسته راوړنې وستایلې.

دوی په یو شمېر برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې هم شریکې کړې او د ولسونو په نمایندګۍ یې د ا.ا مسؤلینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید