جریده «انیس»به عنوان نخستین روزنامه ملی کشور ، بخاطر تنویر اذهان عامه و آشـنایی آنان با دنیای معاصر، تعمیم عدالت و حیات قانونی در کشـور و فراهم سـاختن زمینۀ ارتباط فکری آنان با مردم جهان به تاریخ ۱۵ ثور ۱۳۰۶ مطابق ۵ می ۱۹۱۷م، با صاحب امتیازd و مسئولیت غلام محیالدین «انیس» با تیراژ ۴۵ نسخه اولین بارآذین چاپ یافت. جریده «انیس» درآغاز نشرات در مطبعه حروفی شرکت رفیق به طبع میرسید. ولی در اواسط سال دوم نشراتی، توانست از پول اشتراک و فروش جریده، مالک مطبعه شخصی شود و طبع و نشر جریده «انیس» را در آن صورت دهد.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څارونکې ادارې سیګار مسوولین وایی، د امریکا بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد نړیوالې پرمختیایی ادارې خپلو کارکوونکو ته وېیلی چې له دوی سره دې همکاری نه کوی او معلومات دې نه ورکوی.
د سیګار مشر جان ساپکو د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن او د نړیوالې پرمختیا ادارې مشرې سمانتا پاور ته په لیک کې دغه شکایت کړی او په وینا یې د فدرالی حکومت دې دواړو ادارو ”په غیر منطقی توګه سیګار ته د اطلاعاتو له ورکولو ډډه کوی. ”
د ښاغلی ساپکو په لیک کې راغلی له ۲۰۰۸ کال راهیسې او د سیګار فعالیت له پیل سره سم د امریکا پرمختیایی ادارې له دوی سره پرلپسې همکاری کړې.
نوموړی زیاتوی: ”له همدې کبله د امریکا هېڅ یوه حکومت د سیګار واک او صلاحیتونو په هکله پوښتنې نه دی راپورته کړې، خو دا اوږده همکاری ناڅاپه او له توضیح پرته درول شوې ده. ”
دا لومړی ځل نه دی، چې سیګار مسوولین د امریکا حکومت له نه همکارۍ شکایت کوی. پروسږکال اګېست کې چې امریکایی پوځیان له افغانستانه د ګډوډۍ په حال کې ووتل، د افغانستان بیارغاونې څارونکې ادارې سیګار د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه تورن کړل چې د پوځیانو ایستلو په تړاو معلوماتو ته د لاسرسی مخنیوی یې کړی او دې سره د امریکا خلک او کانګرس غړی نه شی کولای د پوځونو ایستلو او مخکینی افغان حکومت د سقوط په هکله کره معلومات ولری.
د امریکا این، بی، سی خبری شبکې په رپوټ کې د امریکا کانګرېس سرچینو له قوله وېیل شوی، څو میاشتې کېږی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد نړیوالې پرمختیا سازمان سیګار ته هېڅ معلومات نه دی ورکړی.
د افغانستان بیا رغاونې څارونکې اداره سیګار د امریکا کانګرېس کې د څار او اصلاحاتو کمېټې له لوری ګومارل شوې چې د افغانستان مخکینی حکومت د سقوط او له هېواده د مخکینی ولسمشر محمد اشرف غنی د وتلو لاملونه وڅېړی.
اوس د دې ادارې مشر جان ساپکو په خپل لیک کې وېیلی، له دوی سره د معلوماتو نه شریکول د بهرنیو چارو وزارت او پرمختیایی ادارې له لوری له قانونه سرغړونه ده.
د این، بی، سی په رپوټ کې وېیل شوی، اووه میاشتې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت او پرمختیایی ادارې سیګار مسوولینو ته وېیلی، په افغانستان کې د بشری مرستو فعالیتونه او د افغانستان پرمختیایی چارې اوسمهال د سیګار له مسوولیتونو نه دی.
ښاغلی ساپکو په خپل لیک کې یو ځل بیا له دواړو دولتی ادارو غوښتی چې سیګار ته د سپارل شوی ماموریت لړ کې د اړتیا وړ معلومات له دوی سره شریک کړی.