روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سوله ییزې هڅې د قدر وړ او هیله بخښونکی دی

سره له دی  چې سوله دافغان ولس لومړنۍ غوښتنه او یوازینۍ هیله ده ، خوهمدا  دسولی موضوع بیا دافغان حکومت دمشرتابه له لومړیتوبو نو څخه همه شمیرل کیږی او په دی برخه کې عملاًدهلو ځلو بهیر روان ساتلی دی خو ددی ترڅنگ نن سبا دغی موضوع دنړیوالو پام هم را جلب کړیدی لکه څنگه چې په دی وروستیو کې دافغان سولې لپاره دامریکا دمتحدو ایالاتو د‎خاص استازی زلمی خلیلزادهلی ځلی او دافغانستان په شمول دسیمی یوشمیر هیوادونوته دنوموړی دسفرونو بهیراو له طالب مشرانو سره یې دلیدو او غونډو جوړول دیادونی وړ ټکی دی .البته دې موضوع ته مو هم بایدپام وی چې افغان حکومت دتلپاتې سولې لپاره ژمن دی اوپه دې اړه یې له ولس او نړیوالې ټولنې سره مشورتی غونډې کړی او دالړۍ لا پسې روانه ده ، داچې په هیوادکې تل پاتې سوله دملت غوښتنه ده او افغان سوله داسلامی او ملی ارزښتنو پربنسټ غواړی نو افغان ولسمشر دداسې سولې دبهیردگړندی کیدو لپاره (‎دمشورتی جرگې ) دجوړیدو امر هم کړیدی ، ولسمشر داخبره دروان  لمریز کال دسلواغې میاشت په دوه ویشمه نیټه په ارگ کې دسولې دمشورتی شورا په لومړنۍ غونډه کې کړیده ، جمهور رئیس دسولې عالی شورا ددارلانشارئیس او دسولی دسیمه ییزې اجماع په چارو کې خپل سلاکارمحمدعمر داودزی ته دنده سپارلې چې دکب یاحوت میاشت په وروستیو کې ددغې لویې مشورتی جرگې  دجوړیدو لپاره تیارې ونیسی له طالبانو سره دخبرو لپاره دسولې پر ملی مشورتی بورډ سربیره دغه دوولس کسیز حکومتی پلاوی هم ټاکل شوی دی، البته ولسمشر دسولې دمشورتی حرگې دجوړیدو خبر په داسې حال کې ورکوی چې په دې وروستیو کې دسولې لپاره هلې ځلې پراخې شوې دی، ولس هم تل پاتې سوله غواړی خو«باعزته سوله» ولس همدارنگه ددې لپاره دخپل حکومت او خپل ولسمشر  دهڅو ننگه او ملاتړ کوی، نړیواله ټولنه او په ځانگړې توگه دافغانستان متحدین که هغه امریکا ده که ناټو او یا هم دنړی نور ستر صنعتی هیوادونه او په سر کې یې ملگری ملتونه، ټول دافغان  حکومت تر مشرتابه لاندې له طالبانو سره دخبرو ننگه او ملاتړ کوی، امریکا هم دزلمی خلیلزادپه مشرۍ دافغان سولې لپاره هڅو ته زور ورکړی او هغه ددې سولې لپاره پر بل مهم بهرنې سفر وتلی دی، ځینو آسیایی او اروپایی هیوادونو تهدافغانستان دسولې لپاره دامریکا دخاص استازی زلمی خلیلزادپنځم سفر دفبرورۍ له لسمې پیل شوې، بلجیم، جرمنې، ترکیه، قطر، افغانستان او پاکستان هغه هیوادونه دی چې زلمی خلیلزادبه دفبرورۍ تر پایه په کې دافغان سولې دپروسې په اړه په خبرو بوخت وی، دامریکا دبهرنیو چارو وزارت په اعلامیه  کې هم ویل شوی چې خلیلزادبه دامریکا له ملگرو او متحدینو سره دافغان سولې په تړاو دگډو هراړخیزو هڅو په چټکتیا وغږیږی او له افغان حکومت سره به مشورې وکړی، البته دا سفر دهغو هڅو برخه ده چې امریکا دخپلو ملی امنیتی گټو دخوندیتوب او  دبین الافغانی مذاکراتو دپیل لپاره روانې کړې دی.»

بناًافغان  حکومت هم دامریکا له هڅو ملاتړ او ننگه کوی ځکه چې، دا هڅې له افغان حکومت سره په همغږۍ روانې دی او دا دبین الافغانی  خبرو لپاره زمینه برابروی. په ورته وخت کې افغان حکومت ولس ته ډاډ ورکوی، چې دسولې لپاره تر بل هر وخت امکانات برابر شوی دی، لکه څنګه چې ولسمشر محمداشرف غنی دروان لمریز کال دسلواغې میاشت په یوویشتمه نیټه دننگرهار ولایت په غنی خیلو کې لویې ولسی غونډې ته هم داسې ویلی چې حکومت حاضر دی طالبانو ته په کابل، ننگرهار یا لوی کندهار کې ددفتر دپرانیستولو اجازه ورکړی، دسولې لپاره دافغان حکومت بحث له نړۍ سره دمنطق او گټو بحث دی او دا به داحساساتو بحث  نه وی. ددې جرگې(دمشورتی جرګې) له رابللو هم موخه داده، چې له طالبانو سره بحث وشی ، ولسی بحث، ددې لپاره به استازی ولسی استازی وی، چې حکومت په کې مداخله نه کوی او په دې اړه ولسمشرغنی ژمنه کړی او خپله ژمنه به پوره کوی هم.

له شک پرته چې په هرکار کې مشوره کول ګټورې پایلی درلودلی شی ، نوله ولس سره  دسولې په لارو چارو مشوره کول هم یو غوره اقدام دی ، دیاداقدام دتحقق په هیله.

بناً په ټوله کې دې پایلی ته رسیږو چې دسولی په موخه وروستیو هلو ځلو او خوځښتونو دافغان جگړه ځپلی ولس په زړونو کې هم یو څه هیلې را ټوکولی دی ، نو پاک الله (ج) دی وکړی چې دسولی په موخه را پیل شوی هلی ځلی دبری تر منزله ورسیږی او په دی توگه دیوی ملی اجماع په شتون سره په گران افغانستان کې بدمرغه جگړه پای و مومی او پرځای یې نیکمرغه سوله چې دافغان ولس یوازینی غوښتنه ده په ټول هیوادکې ټینگه شی، ځکه همدا سوله ده چې دخلکو عزت او حیثیت په کې خوندی کیږی او برعکس جگړه ده چې دهغی په لړکې خلک وژل کیږی ، له خپل کورڅخه بی کوره کیږی  ، پردیو ته احتیاج او محتاج کیږی ، هیوادورانیږی اوبالاخره په پایله کې هم خلکو ته تباهی ، بربادی ، ویر او ماتم ورپه برخه کوی چې عملا ًهم له کلونو کلونو څخه را په دیخوا دبدمرغه جگړی ترخی پایلی مونږ ټولو افغانانو څکلی دی نو ځکه نن افغان ولس په یو غږ سوله غواړی ،نو پاک الله (ج) دی وکړی چې په ټوله کې په جگړه کې ښکیلی لوری په سوله سره صلاح شی او نور بدمرغی جگړی ته دزړه له تله نه ووایې اودسولی بیرغ هسک او  رپانده کړی ترهغوچې دبدمرغه جگړې ټغر دتل له پاره له گران افغانستان څخه ټول اوپرځای یې ډاډمن ثبات او تلپاتې نیکمرغه سوله ټینګه شی.

ش، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید