روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سوله په رښتینو او عملی هڅو رامنځ ته کیږی

په هېواد کې د روانی جګړی په بهیرکې د دولت مختلفو واکمنانو د ډول ډول لارو په لټون سره هڅه کړی چې ددی ناوړه او بی ګټی جګړی دپای ته رسیدو له پاره مناسبه لار پیدا او ورسره جوخت تل پاتی او همیشنی سوله ټینګښت ومومی. خو دجګړی دپیچلتیا اولاس وهونکو هېوادو دلاس وهنی له امله لاتردی دمه عملی او دهیلو ډکه لار نه ده مندل شوی ځکه دپخوانی ولسمشر حامد کرزی دواکمنی پرمهال دسیمی دهېوادو په ګډون دسولی جرګه جوړه شوه چې له امله یې دسولی دعالی شورا تشکیلاتی جوړښت رامنځ ته شو هیله کیده چې دسولی عالی شورا به دیوه ځانګړی وظیفوی مسؤلیت له مخی په بی پری توګه هڅی پیل کړی او هغه دروازی به وټکوی چې دسولی له پاره اړینی دی خولیدل کیږی چې دسولی دعالی شورا هغه لاس ته راوړنه نه دی ترلاسه کړی چې هېوادوالو یې تمه درلوده. دسولی عالی شورا یوازی او یوازی دیوی ډاډکیرنی په ورکونه بسنه کړی او دعملی کړو وړو څرک یې نه لیدل کیږی ډیری هېوادوال هیله من ؤ چې دسولی عالی شورا به دیوه نوی خوځښت له مخی دښکیلو غاړو سره دعملی خبرو اترو دپیل کیدو چاری سمبال کړی او دهغی غوټی په راپرانستلو کې به مرسته وکړی چې دسولی په وړاندی شتون لری په اوسنی وخت کې دیو لړګامونو پورته کیدل اړین وبلل شول چې هېوادوالو یې هم هرکلی وکړو ځکه په نړیواله کچه د اسلامی هېوادو پاملرنه او ددینی عالمانو پریکړی ددی لامل شوی چې دجګړی د څرنګوالی په هکله خلک وپوهوی خو لانورو هڅو ته هم اړتیا لیدل کیږی چې په پوره پیمانه په سیمه او نړی کې دروانی جګړی په هکله پوهاوی ترسره شی. موږ د یوه نا اعلان شوی جګړی سره مخامخ یو نو ځکه ټینګار پردی دی چې دلمسونکو څیره دجګړه مارو په وړاندی را بربڼډه او دجګړی اصلی موخه ورته جوته شی. ډیری هېوادوال دسولی دعالی شورا داوربند دنوښت څخه راضی ښکاریدل ځکه هلته یوشمیر لمسول شوی په دی وپوهیدل چې جګړه پردی ده او دنورو په لمسون مرګ  ژوبله حرامه ده.

اوس چې دملی یووالی دحکومت مشرتابه په نړیواله کچه په هېواد کې دسولی رامنځ ته کیدو ته پاملرنه راګرځیدلی یو لړ هڅی هیلمنی خو د اندیښنی وړګڼل کیږی ځکه چې په جګړه کې دښکیلو خوا ملاتړی چې هر یو خپلی ستراتیژیکی ګټی لټوی او دجګړی دپای ته رسیدو له پاره مختلفی طرحی او وړاندوینی دځان سره لری تردی دمه دجګړی دپای ته رسیدو هیلی یې مړاوی کړی دی تمه ده چې د امریکا دبهرنیو چارو دوزارت دځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سفرونه چې مختلفو هېوادوته یې زموږ په هېواد کې دسولی په رامنځ ته کیدو کې درلودل یوه عملی لاس ته راوړنی له ځان سره ولری ځکه دتیرو څوکلونو په اوږدو کې دګاونډی هېواد پاکستان سره د امریکا د استازی په ګډون څو اړخیزی غونډی ترسره شوی خو کله چې دعملی کیدو وخت را رسیدلی نو پاکستان ژمنی نه دی عملی کړی او برعکس دجګړی دسختوالی او پراختیا لاریې لټولی ده همدا اوس چې پاکستانی لوری د بهرنیو چارو وزیر دهېواد دملی یووالی دمشرتابه سره په لیدوکتو کې کومی ژمنی ترسره کړی نه تنها عملی بڼه یې نه ده غوره کړی بلکی دترهګرییزو فعالیتونو له پاره یې زیاته لار هواره کړی ده زموږ په هېواد کې وروستی خونړی پیښی را په ګوته کوی چې پاکستان ته د امریکا دسوله ییزو لارښونو او دسولی په رامنځ ته کیدو کې دمرستی ټینګار سره سره پاکستان په ډیری سپین سترګی دترهګرو دملاتړ ترڅنګ دجګړی دسختوالی په لټون بوخت دی او نه غواړی چې زموږ په هېواد کې دیوی همیشنی سولی په رامنځ ته کیدو کې مرسته وکړی پاکستان چې د امریکا دسوله ییزو غوښتنو پرخلاف ایران او روسی ته ځآن ورنیږدی کړی وبه ښودل شی چې دسیمی دثبات او امنیت له پاره کومه لاس ته راوړنه لری موږ چې په سوله ټینګار کوو هیله مو داده چې دسولی رامنځ ته کیدل د دواړو هېوادو په ګټه او دسیمی دهېوادونو په خیر ده ځکه ددی امکان شته چې روانه جګړه پراختیا ومومی او دسیمی هېوادونه یې هم دګواښ له امله داندیښنی سره مخامخ شی نو غوره به داوی چې پاکستان ددی  وروسته په هر ډول خبرو اترو کې چې سوله رامنځ ته کوی رښتینی او عملی ګام پورته کړی ترڅو دجګړی سپرغی نور هېوادوته خوری نه شی او په سیمه او نړۍ کې یوه همیشنی سوله رامنځ ته شی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید