روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سوله غوښتونکو نه به په سوله او جګړه غوښتونکو ته به په جګړه ځواب وویل شی

په هېواد کې د روانی جګړییزی غمیزی دپای ته رسیدو له پاره دملی یووالی دحکومت مشرتابه عملی هڅی پیل کړی څووتوانیږی ددغه اوږد مهاله او ناوړه جګړی دپای ته رسیدوله پاره مناسبی لاری ولټوی او په هېواد کې همیشنی او تل پاتی سوله چې دهر افغان یوازینی هیله ده رامنځ ته کړی.

همداوجهه ده چې ولسمشر محمد اشرف غنی دکابل دپروسی په دوهم کنفرانس کې دسوله ییزو وړاندیزونو بسته وړاندی کړه او دیوی حیرانونکی او زړور اقدام په ترسره کولو سره یې نړیواله ته وښوده چې موږ سوله غوښتونکی هېواد یو او دجګړه مارو دجګړی دپایښت له پاره داسی کوم بهانه نه پریږدو چې دجګړی لامل وګرځی نوله دی کبله پرته دکوم شرط څخه هغه وسله وال مخالف طالبان چې سوله ییزو خبرو اترو ته لیواله وی په هرځای او هر هېواد کې چې وغواړی خبرو اترو ته تیاریو. هیله ده چې مقابل لوری هم دجګړی پرځای دخبرو اترو لار غوره کړی او دجګړی بنسټیز لامل باندی په ګډه خبری وشی او دسولی له پاره لار هواره شی. خوهرهغه څوګ  چې زموږ سوله ییزو وړاندوینو ته ځواب نه وایې او دجګړی په دوام ټینګار کوی هغوی ته به دملی وسوال پوځ امنیتی ځواکونه مناسب ځواب ورکړی ځکه زموږ ملی وسله وال پوځ دهر سوله ییز اقدام ته دقدر په سترګه ګوری او تیری کوونکو ته ددی وس لری چې په خپل وخت قانع کوونکی ځواب ورکړی.

باید ومنو چې دولت دهری ممکنی لاری خپلی هڅی نه دی سمپولی او دهری ورځی په تیریدو دنویو لارو په لټون سره غواړی چې دسولی له پاره لار هواره کړی او دهېوادوالو سوله ییزو غوښتنوته ځواب ووایې ولسمشر محمد اشرف غنی چې د روان کال دچنګاښ دمیاشتی په پنځمه نیټه دچهار چینار ماڼی کې دسولی دعالی شورا او دعلماوو دسراسری شورا مشرانو اواستازو په ګده غونډه کې دخپلی وینا په ترځ کې وویل: نن ټول ملت په لوړ غږ سوله غواړی، د افغانستان دعلماوو د منطقی فتوا په اساس مونږ اوربند وکړو ځکه چې مونږ تل دعلماوو پریکړو ته درناوی کوو دروژی دمبارکې میاشتی په اوویشتمه دکوچنی اختر په ورځوکې اوربند دهېوادوالو په څیروکې دخوښی او خوشحالی هیلی راڅرګندی کړی او ورسره جوخت یې په عملی بڼه دنړیوالو ملاتړ ترلاسه کړو ډیرو اسلامی هېوادو دملی یووالی دحکومت دمشرتابه سوله ییزی هڅی وستایلی او دسولی په رامنځ ته کیدو کې یې دمرستی تیاری وښودنو له دی کبله په ازبکستان کې دکابل دپروسی د دوهم کنفرانس د پریکړو دملاتړ په هکله ښی لاس ته راوړنی ترسترګوشوی او دیوی نړیوالی اجماع دپیاوړتیا له پاره یې لار هواره کړه.  

دغه راز په جاکار تا او سعودی عربستان کې زموږ په هېواد کې د روانی جګړی اوتل پاتی سولی په رامنځ ته کیدو هر اړخیزی ویناوی وشوی او مسلمان وژنه یې حرامه وګڼله او دملی یووالی دحکومت دسوله ییزی کړنلاری سره یې خپل ملاتړ وښوده او په دی یې ټینګار درلود چې مخالفی وسله والی ډلی دی د اوربند دغزونی او دیوه اوږد مهاله اوربند په رامنځ ته کیدو سره سوله ییزی خبری اتری پیل کړی څو جګړه پای ته ورسیږی او سوله ټینګښت ومومی. ملی وسله وال پوځ امنیتی ځواکونه چې دهېواد او خلکو د امنیت تامین ته ژمن دی د دولت هر ډول لار ښوونی ته عملی بڼه ورکوی او دسوله ییز هڅو څخه دملاتړ ترڅنګ هغه ډلی له خپل څار او پام څخه نه غورځوی چې دهېوادوالو سوله ییز ژوند دګواښ او ویری سره مخامخ کوی هغوی هره شیبه دتیر کوونکو پر وړاندی په هوښیاری سره ګام پورته کوی او جګړه غوښتونکو ته په جګړه مناسب ځواب ورکوی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید