روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سوله د حکومت په لومړیتوبونو کې ځانګړی ځای لری

روانی پیچلی استخباراتی جګړی زمونږ دمسلمانو خلکو څخه هر څه اخستی خوبیا هم په دی هیله او امید دی چې یو وخت به جګړه بنده او سوله به تأمین شی خوله بده مرغه په نا اعلان شوی استخباراتی جګړه کې دښکیل هېواد پاکستان په دریځ کې هیڅ بدلون نه لیدل کیږی او دخپلو ناوړه اهدافو دتحقق په خاطر یې جګړی ته زور ورکړیدی خوله نیکه مرغه دشرمونکی ماتی پرته یې څه په لاس نه دی ورغلی او هره ورځ دنړیوالی انزوا او ګوښه توب سره مخامخ کیږی.

دپاکستان جګړییزو لاس وهنو ته دمناسب ځواب ورکولو ترڅنګ زیاته پاملرنه دسوله ییزو خبرو اترو پیل کیدو ته راګرځیدلی هڅه پردی ده چې سوله غوښتونکی دسولی له بهیر سره یوځای شی او جګړه پای ومومی.

دمشورتی غونډی په پیل کې چې د روان ۱۳۹۷ کال دلړم ۳۰ مه جوړه شوه نجیب الله هوتک او حبیبی توخی دنورو په استازیتوب خبری وکړی او دسولی وړاندیزونو دشریکولونه وروسته یې دهېواد دجمهور رئیس محمد اشرف غنی نه مننه وکړه چې تل یې دملی مسایلو او مهمو پریکړو په اړه دسیاسی ګوندونو په ګډون د ټولنی له بیلا بیلو اقشار او استازو سره دسولی دتأمین په منظور خبری او مشوری کړیدی.

دهېواد جمهور رئیس په دی مشورتی غونډه ګډونوالو ته په خپلی وینا کې ویلی: سوله او ثبات د افغانستان دخلکو مهمه غوښتنه او دحکومت دلومړیتوبونو څخه ده چې دټولو په ګډی همکارۍ اوهمغږۍ به دغه مهم هدف ته‏رسیږو.

هغه داهم وویل: دسولی دمشورتی بورد دجوړیدلو اساسی هدف دسولی خبرو ته تیاری او دسولی دبین الافغانی مذاکرو لپاره دمشخص آدرس رامنځ ته کول دی.

دهېواد جمهور رئیس دمدنی ټولنو استازو ته په خپل خطاب کې داهم وویل: تاسی ځوانان دلوی افغانستان استازیتوب او نمایندګی کوی او سوله یو ملی او مهم بحث دی او باید ددی کار لپاره روښانه اراده اولید لوری ولرو خو سوله همواره او مستقیمه لار نه ده بلکی په دی لار کې باید لوړی او ژوری وزغمو او دخپل ستر ملت سره به په هر پړاو کې مشوره وکړو.

زمونږ په باور دهېواد دتاریخ تیر شالید ته په لیدو سره مشوری او جرګی زمونږ دخلکو د ارادی او هیلو اساسی مظهر دی او دهمدی مشرانو سره دجرګو، مشورو او پریکړو په برکت په هېواد کې دهر ډول ستونزو او وننګونو په وراندی بریالی شویدی او لری به نوی چې په دی ستر آزمون کې به هم بریالی او په هېواد کې به دافغان جنګ ځپلو خلکو دهیلو او غوښتنو سره سم به یوه باعزته او سراسری سوله تامین شی.

ناصرشاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید